وروسته له هغې چې پدې وروستۍ اونۍ کې په کابل او ولایاتو کې چاودنې وشوې، دبې شمیره مالي زیانونو برسیره  په لسګونو عام خلک هم پکې ووژل شول، افغانانو هم دپاکستان پر ضد یو ډول غبرګون وښود.

له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو خصوصآ په فیسبوک کې داسې انځورونه او ویډیوګانې لیدل کیږي چې افغانان به نور پاکستان کې جوړ شوي توکي او پاکستانی روپۍ نه استعمالوي، حتی بعضې کسانو خو په زرګونو روپیو (پاکستاني کرنسي) ته اور ورته کړ او هغه یې وسوځولې، خو اوس پوښتنه داده چې ایا روپۍ سوځول یې د حل لار ده؟

نه هیڅکله هم نه، د هر سړي جیب کې کلداري دي، کور مو له پاکستاني اجناسو ډک دی، راکړه ورکړه مو په کلدارو ده، په بازار کې مو اکثریت توکي پاکستاني دي، او د پاکستاني اجناسو بندولو لپاره هیڅ بدیل نشته، مجبور او مکلف یو چې پاکستاني اجناس او توکي استعمال کړو، دا هسې ځانښودنه او ځان غولونه ده، نو مخکې لدې چې کلداري ته اور ورته کړي دحل لار یې پیدا کړه، داحساساتو پرځاي د عقل څخه کار واخله، لومړی د کلدارو راکړې ورکړې مخنوی وکړه، کمپاین او مبارزه وکړه، ملګري او انډیوالان پدې مبارزه کې ځان سره شریک کړه، خلکو ته قناعت او دخپلې افغانۍ استعمال ګټي خلکو ته روښانه کړه، حتی په پوهنتون او مکتبونو کې ورکشاپونه دایر کړه، په حکومت فشار راوړه، دوی هم مداخلي ته مجبور کړه، ترڅو په بازارکې نرخونه کنترول کړي، چې یو علت یې هم همدا دنرخونو نه کنترول دي،  دوکاندار کوم شی چې په کلدارو پلوري همغه شي په همغه نرخ په افغانیو هم پلوري، نو دحکومت مداخله اړینه ده، ترڅو په دوکاندار او اخستونکي فشار راشي چې خپله کرنسي یعنې افغانۍ استعمال کړي.

په دوهم قدم کې خپلو تاجرانو څخه غوښتنه وکړه او همدا ډول قناعت ورکړه چې خپلې سرمايې نورو هیوادونو ته مه انتقالوی، همدلته سرمایه ګذاري وکړی، د لوړ پوړیزو کورونو، بلند منزلو او هوټلونو پرځای تولیدي فابریکې جوړي کړی، چې یو خوا به مو ځوانانو ته کاري فرصتونه پیدا کړي وي، دبیکاری مخه به نیول شوی وي او دوهم به خپل تولیدات درلودلي وي، نو کله چې خپل تولیدات  ولري نو هغه وخت کولی شي چې دپرادیو هیوادونو توکو سره دپریکون اونه استعمال اعلان وکړي.

ددې پرځای چې کلدار‎ې وسوځوې، افغانۍ یې کړه، په هغه بیچاره افغانانو یې وویشه کوم چې په کابل کې بلکې د هیواد په هر ولایت کې د یوې ډوډۍ په پیداکولو پسې لالهانده ګرځي، د وچې ډوډۍ په ارمان دي، ترڅو دواړه جهانه دې ښایسته شي.

3 thoughts on “ایا پاکستاني روپۍ سوځول د حل لار ده؟ / عبدالروف عارف”
  1. مننه ډيره ښه خبره کوى هيله ده چى ترډيره افغان تجاران پر دى فکر وکړى

  2. ګرانه دومره هم نا ممكنه نده لكه تاسو چى شودلى ده، لومړى خو د ټولو هغو ځوانانو نه مننه كوم چى كلدارى يى سو ځولى دى،ځكه دا يو ډول احساس په ټولنه كى راويشوى خصوصا هغه خلكو كى چى تر اوسه ويده دى؟
    راغلو تاسو وايى چى پاكستانى توكى بديل نلرى؟ دا ستاسو نيمګړ ى معلومات دى.تاسو ورشى بازار ته او وګورى چى د هر پاكستانى توكى په مقابل كى د څلورو ملكونو نه كم هماغه توكى ندى؟لكه اوړه،غو ړى،وريجى او داسى نور . نو مشكل په بازار كى دى كه خلكو كى؟ يوازينى شى چى په بازار كى يى بديل نشته هغه پاپړ او يا پتاكى دى نور هر څه په بازار كى شته خو يوازى د خلكو اراده غواړى؟ راشى د دغو ځوانانو تر څنګ كلك ودري ژو او خپل وطن ،خلك له دغه بى كيفيته، تقلبى اوكيو څخه و ژغورو.
    په درنشت
    يادونه: زه تجارت كړم، نه د پاكستانى توكى راوړم،نه هم د پاكستان لاره استعمالوم،او حاظر يم تاسو ته د هر پاكستانى توكى په مقابل كى كم له كمه دوه درى نور هم وشيم او هيله مى دا ده چى دغه ګام مو وختى اخيستى واى؟

ځواب ورکول Dadman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *