کله چې يو تورن کس په خپل جرم اعتراف وکړي نو قاضي ته يی محاکمه اسانه شي.
د طالبانو په هکله د پاکستان وروستۍ اعتراف هم همداسي یوه مانالري.

که څه هم هيچا دا شک نه درلود چې د طالبانو ډلې د پاکستان په خاوره کې زيږيدلي، رالويې شوي او تربيه شوي دي، او مشرانو ته د خپلو کورنیو سره د لوکس او مستريح ژوند اسانتیاوې برابري شوې دي. دوی تسهیلات او پیسې د پاکستان د لارې برابريږي، هم يې په روغتونو کې معالجه کيږي او هم يې بچيان په پاکستاني مدرسو او ښوونځيو کې سبق وايی.

خو پاکستان هيڅکله په ښکاره دغه اعتراف نه کاوه او طالبانو به هم نه ويل چې دوی په پاکستان کې میشت او مرکزونه لري.

خو اوس چې د نوازشريف امنیتي سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان د حکومت په استازي توب په حیرانونکي ډول له دغه واقعيت څخه پرده پورته کړه، نه يوازې پاکستان په خپل نه بښونکي جرم اعتراف وکړ بلکې طالبان يی هم بربنډ او افشا کړل.

پاکستان نړيوالو ته په ډاګه وویل چې طالبان د دوی په کنترول کې دي. که د سولې خبرو ته حاضر نه شي، په وهلو وهلو به يی له ملکه وباسي. د پاکستان دا ډول څرګندونې په ښکاره يو داسي مثال لري چې پاکستان بادار او طالبان يی نوکران دي. نوکر که د بادار خبره ونه مني، هم رټل کيږي او هم کوتک ماري کيږي او د شکایت حق هم نه لري.

پاکستان پنځه دېرش کلونه دغه افراطي ډلې داسې وروزلې چې ګوندې د جنت حورو ته د رسېدولار په افغانستان کې له ورانیو او قتلونو څخه تیريږي. د پاکستان ښکاره هدف او ارمان چې د يو کمزوري او بې ثباته افغانستان درلودل و د دغو بنیادګرو ډلو په مټ په کامیابۍ سره عملي کېده.

کمزوري افغانستان ته نه د پښتونستان د داعیې وس پاتي کيږي او نه د خپلو اوبو د استعمالامکان، چې په وړيا ډول د ډيورند له کرښې اوړې او د پاکستان په زرګونو هکتاره زراعتي مځکې خړوبوي.

خو داچې وخت او نړيوال حالت مخ په بدلېدو دي او پاکستان نور ډاډمن نه دی چې د طالبانو استعمالول په اوسني شکل ورته ګټه لري، نو د خپلو ملي ګټو په خاطرغواړي د لوبې مقرراتو ته تغیرورکړي او ځان د سيمې او وخت د نوو غوښتنو سره عیار او طالبان د اوس لپاره په ډيران وغورځوي.

له حقوقي اړخه اوس باید پاکستان او طالبان دواړه محاکمه شي. پاکستان په خپل جرم اعتراف کړی او د طالبانو په واسطه د سلګونو زرو بې ګناه انسانانو د قتل او هیواد ورانونې مسولیت ورپه غاړه شوی دي.
که عدالت پلی کيږي نو طالبان هم باید بې سزا پاتې نه شي. دوی د يو پردي او دښمن هیواد په دستور او لارښوونه خپل وطن وران کړی او په زرګونو بې ګناه هیوادوال يې شهیدان کړي دي. دوی باید د ستر ملي خیانت په جرم محاکمې ته کش شي.

لويديځه نړۍ باید پاکستان نړيوالې محکمې ته کش کړي. دغه هیواد داسي افراطي ډلو ته ځای ورکړی و چې د لويديځ په زرګونو بهرني سرتیري يي وژلي او په میلياردونو ډالره زيان يی وراړولی دی.

پاکستان د يو دوه مخي هیواد په حیث د لويديخ سره هم نمک حرامي کړې ده. دوی له يوې خوا د غرب څخه د تروريزم په ضد د پیسو مرستې ترلاسه کولې او له بلې خوايي هغوی په طالبانو وژل.

له مذهبي اړخه، ایا په اسلام کې دروغ ویل روا دي؟ ولي پاکستان او طالبانو دواړو دروغ ویل. باید دې پوښتنې ته هم ځواب ووايي.

2 thoughts on “ایا پاکستان او طالبان به محاکمه شي؟ / ش. ننګرهاری”
  1. له پاکستان سره د امریکا نیغه مرسته وه او هم یی مشوره ورسره وه

    هغه ۱۳زره ملیونه ډالر چي امریکا پاکستان ته د طالب د وهلو او وژلو لپاره ورکول هغوی په اصل کي د طالبانو د حمایت او ملاتړ لپاره وی
    په همغو پیسو طالبانو، مستریح ژوند درلود. بچیانو یی زده کړې کولی او په افغانستان کی یی جګړې او بربادۍ ورباندې کولی
    نو له پاکستان سره د امریکا ملاتړ شته او محاکمي ته يې څوک نه شی کش کولی

    تاسي ښايي اوریدلی وی: چې سرتاج عزیز ګیله وکړه چې د افغانستان ټوله ملامتی پر موږ مه اچوئ،، ددی خبری اشاره دیته وه چې امریکا موږ خو دا کارونه ستا په مشوره وکړل نو څومره چي موږ ملامت ګڼل کېږو نو تاسی هم لږ ملامتی واخلئ

    مننه

  2. ته له چا نه انصاف غواړی ؟؟؟
    لویدیځه نړئ پدی جنایت او افغان وژنی کی د پاکستان او طالب تر شا ولاړه وه او اوس هم ولاړه ده .د دی ناورین ټول مالي او نظامی امکانات لویدیځی نړئ ( امریکا او بریطانیی ) را برابر کړل او د همدوی په مستقیمه لارښوونه دا جګړه په افغان تپل شوی او د افغان وژنی ټوله طرحه د لویدیځ لخوا رهبری کیږي !
    او تاسی بیا د لویدیځی نړئ څخه انصاف غواړئ؟؟
    هی هی هی
    د ا پټانان ولی نه پوهیږي؟؟

ځواب ورکول هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *