ژباړه او راټولونه: روح الامین نیازی
- ایا پوهېدئ چې په نړۍ کې ۱۱ سلنه خلک چپ لاسي دي؟
- ایا پوهیدئ چې د اګست په میاشت کې زیات ماشومان نړۍ ته راځې؟
- ایا پوهېدئ چې په منځنۍ توګه په ۷ دقیقو کې د انسان خوب راځي؟
- ایا پوهېدئ چې غوا په زینه کې پورته تلای شي خو لاندې نشي راتلای؟
- ایا پوهېدئ چې فیل یواځینی حیوان دی چې ټوپ نه شي وهلی؟
- ایا پوهېدئ چې د انسان۴ /۱مه برخه هډوکي په پښو کې دي؟
- ایا پوهېدئ چې د انسان په بدن کې تر ټولو ژر جوړیدونکې برخه ژبه ده؟
- ایا پوهېدئ چې یواځینی لویه وچه استرلیا ده چې اتشفشان(اور غورځوونکي) نه لري؟
- ایا پوهېدئ چې په لومړیو کې د انټرنیت نوم (ارپانیټ) وه چې د امریکا دفاع وزارت جوړ کړی وه؟
- ایا پوهېدئ چې ټولې حشرې شپږ(۶) پښې لري؟
- ایا پوهېدئ چې زرافه ۲۱ انچه ژبه لري او کولی شي چې خپل غوږونه پرې پاک کړي؟
- ایا پوهېدئ چې د یو انسان په مغزو کې په منځنۍ توګه ۷۸٪ اوبه موجودې دي؟
- ایا پوهېدئ چې د اوښې شیدي نه تومنه کېږۍ؟
- ایا پوهېدئ چې یو فیل په شپه او ورځ کې له ۴-۵ ساعتونو خوب کوي؟
- ایا پوهېدئ چې هیلۍ (مرغاوۍ) نشي کولي پرته له سر خوځولو په لاره لاړه شي؟
- ایا پوهېدئ چې تمساح (کرکدیل) نه شي کولی چې خپلې ژبې ته حرکت وکړي؟
- ایا پوهېدئ چې انسان په منځني توګه (۲۵) کاله خوب کوي؟
- ایا پوهېدئ چې د ماښام ښاپیرک هر وخت له خپلې ځالې په چپ اړخ راوځې؟
- ایا پوهېدئ چې غوا مخامخ پاس غاښونه نه لري؟
- ایا پوهېدئ چې هره ورځ د نړۍ په یو هېواد کې رخصت وي؟
Helpful Information