استاد ظریف امین یار

سریزه:

سیاست د جیګسا(Jigsaw)  لوبې په څېر دی تر څو چې د یو انځور ټولې برخې پیدا او په سمه توګه یوځائ نشي د مطلوب انځور تشکیل ناشونی کیږي. د ملي یووالي حکومت مشر ډاکتر غني که څه هم په یو حساس وخت کې د ملي یووالي حکومت انځور جوړ کړئ خو دغه انځور مطلوب او حقیقی انځور نه دی او د افغانستان لپاره ښه او روښانه راتلونکې نه څرګندوي.

ولسمشر ډاکتر غني د تخصص، جدیت، کاری توان،، تعهد او صداقت له اړخه یو پیژندل شوئ شخصیت دئ. هغه یواځې ۴ ساعت خوب کوي، هره ورځ د سهار له ۵ بجو څخه مخکې له خوبه پاڅیږي او دوه ساعته مطالعه کوي. د هغه لیدلورئ یو خودمختاره، خپلواکه، هوسا او ځان بسیا افغانستان دئ. له ۲۰۰۲ کال تر اوسه هغه تل د څلورو موخو لپاره کار کړئ. لومړئ د جګړه مارانو او جنګسالارانو څخه قدرت اخیستل، دوهم د افغانستان لپاره د با ثباته او ګټورو ملي بنسټونو تاسیس ، دریم افغانستان ته له شویو مرستو څخه په سمه ګټه اخیستل او څلورم د افغانستان لپاره بنسټیز او اساسي کار ترسره کول څو د یو بشپړ خپلواک، پیاوړي او ځان بسیا هیواد په توګه افغانستان خپل ملي غرور اعاده کړي.

 ډاکتر غنی چې د پوهې له نظره په بشر پیژندنې، او اقتصاد کې لوړ مقام لري ، یو پرفیکشنست(Perfectionist)  ذهنیت لرونکی دی. هغه خورا ملتپال(Nationalist)  او وطن پال بریښي. په سیاست کې د ماکیاولي پیروان ښکاری او په ذهنی تفکر او پرورش کې د لویدیځو سیاسي، اقتصادی او ټولنیز و تیوري ګانو څخه خورا متاثر دئ.بینظیره سیاسی تیوریسن دئ اما بیا په سیاسي تطبیقی میدان کې له واک ته رسېدو څخه تر اوسه پورې ډیر ضعیف ظاهر شوئ، په آکاډمیکو برخو کې متخصص اما په سیاسي میدان کې نه دی لوبیدلئ او نه هم د سیاسی فضا د تحلیل هنر او مهارت یي تر اوسه جوت شوئ. د کیسو سړئ نه دی تل انزوایی حالت يې خوښیږي. په تشریفاتی مجالسو کې یې زړه تنګیږي او په رسمی وویناګانو کې خپل حرکات او احساسات کنټرولولی نه شي. په رسمی کارونو کې یې ډیر مایکرو مدیریت خوښیږي او د خودکامګۍ  او استبداد (Despotism) ښکار دئ. ولسمشر داسې فکر کوي چې د هغه څخه نور هیڅوک ډیر نه پوهیږي او خوښیږي یې چې په هره برخه کې ځان دخیل کړي. لږ څه دیکتاتوره مدیریتی انداز لري او ډير په ډموکراتیکو بهیرونو باندې اعتماد او ویسا نلري. په مجموعي توګه د علمی او تطبیقی تیوریګانو د عرضې لپاره ډير ښه اما  د سیاست لپاره او د یو ملت د رهبرۍ لپاره تر اوسه پورې ضعیف شخصیت او زعیم څرګند شوئ.

آیا ډاکتر غنی مصلحتی سیاستوال دئ

لکه څنګه چې تاسو هم پوهیږئ ډاکتر غنی په یو داسې وضعیت کې سیاسي قدرت او واک تر لاسه کړ چې افغانستان په کړکیچن پړاو کې پاتې وو. دغه حالت یا د کرزی د حکومت د ناکامۍ محصول وه یا هم د امریکا د عدم حسن نیت پایله وه. نظامي، اقتصادی او سیاسي انتقالونه د ۲۰۱۴ کال درې مهم او د پام وړ انتقالونه ول او تر ډیره کچه پورې د همدغو دریو انتقالونو بریالیتوب د افغانستان د ۱۴ کالو حکومت د موفقیت شاخص ګنل کیده. اما له بده مرغه چې دغه درې واړه انتقالونو کې د کرزي حکومت ناکامه شو. که څه هم نظامي انتقال کې چې د ډاکتر غنی تر مشرۍ لاندې ترسره شو یو څه بریا تر لاسه شوې ده. اقتصادي انتقال خو یو خیالي انتقال وو او د پيل څخه ښکاریده چې شونې نه ده. اما تر ټولو ډیره ضربه موږ ته بیا سیاسي انتقال را پيښه کړه. دلته باید ووایم چې د کرزي حکومت خپل مسوولیت په هیڅ وجه په سمه توګه اعاده نشوه کړئ او هیواد یې په لوئ لاس کړکیچ خوا ته روان کړ. یا په بله عباره داسې به ووایم چې د کرزي د حکومت عدم موفقیت د نني کړکیچ یو لوئ لامل دئ. داچې دغه کار عمداً شوئ یا که د کم کارۍ له وجه شوئ د لږ منطقی تفکر په وسیله په ډاګه کیدئ شي. اوس نو په دغسې حالت کې حکومت ډاکتر غنی او ډاکتر عبدالله ته په شریکه توګه په لاس ورغی چې د پیل څخه ښکاریده چې بریا به یې ستونزمنه او یوه فوق العاده او لویه لاسته راوړنه وي. خلکو که له یوې خوا دغه حکومت د لومړۍ ورځ څخه تحریم کړ اما د بلې خوا یې تمه درلوده چې حد اقل ډاکتر غنی به چې یو لوئ متفکر، متعهده، متخصص او روڼ فکره انسان دئ، وتوانیږي افغانستان د دغه کړکیچن وضعیت څخه وژغوري. اوس له دوه کالو وروسته خلک په دې پوه شوي چې د حکومت دغه موډل او خپله ډاکتر غنی د افغانستان جمهور رییس په عمومي توګه ناکامه دئ.

ډاکتر غني واک ته د رسیدو په پیل کې ښه سیاسي حرکات او اقدامات اجرا کړل. داسې ښکاریده چې ډاکتر غنی په سمه لار روان دئ اما ډیر ژر يې خپل ځان د واک کې پاتې کیدو لپاره ناوړو عناصرو ته په لوی لاس تسلیم کړ. د دغه سیاسي ناوړه جوړښت لاملونه ډیر دي مثلاْ لومړئ لامل یې دا دی چې امریکا تر اوسه هم نه غواړي افغانستان کې یو مقتدره او ځان بسیا حکومت داسې منځته راشي چې یوه سیاسي حلقه په کې واک سمبال کړي. په بل عبارت د جنګسالارانو او ملی ضد عناصرو یو دم له منځه وړلو ته امریکا خوشحاله، خوشبینه او چمتو نه ښکاري. لکه څنګه چې تاسو هم پوهیږئ ډاکتر غنی شمالي ټلوالې سره ژور اختلافات لري. دا کیسه او کشمش هغه وخت پیل شو چې ډاکتر غنی د مارشال قسیم فهیم د وزارت یعنې د دفاع وزارت بودجه کمه کړه او ادعا یې وکړه چې دغه وزارت کې خیالي عساکر شته. په غبرګون کې یې قسیم فهیم او شمالي ټلوالې ډاکتر غنی د مالیې وزارت څخه برطرفه کړئ شوه.د ډاکتر غني ګوښه کول د کرزی د حکومت یوه لویه ستراتیژیکه سهوه وه. کله چې ډاکتر غنی واک ته ورسیده هغو ټولو ډلو چې له ډاکتر غنی سره لږ یا ډیره پیژندګلوي درلوده د ځان د سیاسی بقا لپاره یې مقاومت وکړ او د ډاکتر غنی لپاره یې بریا لا پیچلې او ستونزمنه کړه.

په دې که هیڅ تردید نشته چې ډاکتر غنی په ذاتی تفکر کې یو مصلحتی سیاستوال نه دئ اما که تاسو د ډاکتر غنی اوسني سیاست ته وګورئ نو د مصلحتی سیاست نفوذ په کې واضح ښکاری. که ستاسو پام وي پدې وروستیو کې ډاکتر غنی څو داسې پریکړې او ګمارنې کړي چې له ورایه ښکاري چې مصلحتی سیاست ته یې خوا کړېده. مثلاً بسم الله خان چې په فساد تورن دئ هغه یې اوسه پورې محاکمه یې نه کړای شو، همدغسې یې د اسماعیل خان د فساد پر دوسیو سترګې پټې کړي ، د کورنیو چارو وزیر ټاکل اود فاورق وردګ ګمارنه وغیره. داسي هم ګنګوسې دي چې معنوی به د فساد په ضد د ادارې مشر شي که څه هم تر اوسه کوم رسمی فرمان په دغه تړاو نه دئ راغلئ. که معنوی د فساد په ضد ادارې مشر وټاکل شي نو د فساد په ضد د مبارزې ټغر به افغانستان کې راټول شي. زه فکر نه کوم چې معنوی به وتوانیږي د دې ادارې رییس شي ځکه یو خو ولسمشر به یې تایید نکړي او له بلې خوا د ملت غبرګون به ډاکتر غنی دغسې کار ته پرینږدي. دغه ټولې پریکړې دا په واضح توګه څرګندوی چې ډاکتر غنی په سیاست کې اوس مصلحت ته خورا په اهمیت قایل شوئ حتي په ځینو مواردو کې د ملی ارزښتونو څخه هم د سیاسي مصلحت لپاره تیریږي. او دغه موضوع د افغانستان ملي ګټو سره په تضاد کې ده. د حکومت په پیل کې هم د مصلحتی سیاستونو بیلګې وې. مثلاً د کابل بانک د تورنو کسانو برات چي پکي حسین فهیم او محمود کرزئ او نور لوړ پوري چارواکي شامل دی. یا د سمارت سیټي کیسه، د زاخیلوال مقرری، د قوماندان جان محمد د سلاح قضیه وغیره.

لکه څنګه چې د هر حکومت یا سازمان د بریا لپاره د یو ګټور، متعهد، با تقوا، صادق او متخصص ټیم شتون اړین دئ. د ملي یووالي حکومت د بریا لپاره هم همدغه عنصر تر  ټولو اهمیت لري. اما متاسفانه چې ډاکتر غني تر اوسه د یو ګټور ټیم د ودې موضوع کې پاتې راغلئ. د ټیم نشتوالئ د ډاکتر غنی تر ټولو لویه ستونزه ده. زما په آند ډاکتر غنی د ټیم نشتون له وجې مصلحتی سیاستونو ته غاړه ایښودلې. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ د ډاکتر غنی ټیم د کوم سیاسي ګوند محصول نه دئ بلکه د انتخاباتی کمپاین په بهیر کې په ډیره چټکۍ سره جوړ شوئ. نو کله چې حکومت منځته راغئ په دغه ټیم کې ډیرې ستونزې منځته راغلې. ډاکتر غنی په دغو ټولو خلکو باندې اعتماد او باور ونشوای کولائ او دغه خلک هم د ډاکتر غني خوئ او عادت او د کار طرز او ذهنی تفکر سره ډیر آشنا نه ول نو ځینې چې وګمارل هم شول وروسته بیا ډیر ژر د سیاسي فشارونو له کبله منفک شول یا هم استعفا ګانې یې وړاندې کړې. هرڅوک ډاکتر سره کار نشي کولی هغه یو کمپلکس مدیر دئ.

نو اوس موږ دې پایلې ته رسیدلئ شو چې د ډاکتر غنی اوسني سیاستونه له شکه باید مصلحتی دي.د هغه طرز تفکر کې دغه بدلون یعنې مصلحتي سیاستوال باندې مبدل کیدل شاید هم د وخت تقاضا وي او یا دا چې تر اوسه هم ډاکتر غنی ته د خپلو اهدافو د تطبیق زمینه برابره نه وي. په هرصورت اوسنئ سیاست خلک د دولت په هکله بدبینه کړي او د دولت او ملت تر مینځ واټن یې اوږد کړئ دئ.

لاندې درې هغه دلایل وړاندې کیږي چې ډاکتر غنی یې مصلحتي سیاست ته مجبوره کړئ دئ:

  1. بهرنی سیاسی فشارونه

که څه هم امریکا په ظاهره تل د افغانستان د جوړلو ژمنتیا ښودلې او د افغانستان لپاره د ښه حکومت تشکیل او د ناوړو حلقو څخه د خلاصون شعارونه ورکړي اما سیاست یې فوق العاده سست عنصره، متزلزله، مغشوش او وضعي دی. بې له شکه آمریکا د ملي یووالي حکومت تشکیل کې مستقیم لاس درلوده او د ګډ حکومت نسخه هم د جان کیری (د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر) د ذهن محصول ده. کله چې ملی یووالی حکومت په کار پیل وکړ آمریکا هم په ډاکتر غنی فشارونو واچول او موخه یې د یو ضعیف حکومت ساتل ښکاري. پدغه کشمش کې ډاکترغني د خپل ټیم ډير پیاوړي کادرونه چې افغانستان ته ژمن او متعهد، مستعده او با ایمان افغانان ول، له لاسه  ورکړي دي. زما په اند د امریکا کوښښ دا دی چې افغانستان کې حکومت کمزوری او متکي وساتي او په واک کې څو مختلفې ډلې په یو وخت کې شتون ولري او له بلې خوا موازي تشکیلات او قدرتونه په دغه حکومت کې وده وکړي ترڅو دوي په آسانه خپلو جیو سیاسي او جیو اقتصادي موخو ته ورسیږي.

  1. داخلي سیاسي فشارونه

ډاکتر غنی په داسې حال کې ولسمشر شو چې تر اوسه پورې د افغانستان سیاسی میدان کې ډیر کم لوبیدلئ وو. نه یې ټیم درلوده او نه یې همفکران او نه یې سیاسي ګوند. فقط یو سیاسي ټاکنیزه ډله یې درلوده. کله چې واک ته ورسیده ډیر ژر په دې پوه شو چې هیڅ سیاسي قدرت او د خلکو حمایت نلري. په همدغه وخت کې په هغه باندې د څو اړخونو لخوا سیاسي فشارونه هم راغلل. د ټولو څخه لوئ فشار د طالبانو او پټ سیاسی اپوزیسیون یعنی د کرزی د ټیم لخوا پرې واچول شو. نورې کړۍ لکه حکومتي مجاهدین ورځ تر بلې کوښښ کوي چې د ملي یووالی حکومت بې اعتباره او ناکامه کړي. دغو ټولو سره سره ځینې نورو مخالفینو هم په حکومت فشار واچوه او خپلې تقاضاګانې یې څرګندې کړلې. ډاکتر غنی ډیر سخت وضعیت کې پاتې شوئ او ډیرې پریکړې یې د مجبورۍ له کبله کړي دي. نو ځکه ورځ تر بلې د خلکو له تنفر سره مخامخ شوئ.

  1. د ټیم نشتوالئ

ډاکتر غنی په داسې حالت کې ولسمشرئ ته نوماند شو چې نه یې ټیم درلوده او نه یې کوم سیاسي ګوند. ډاکتر غني د یو ځانګړي فرصت په کارولو سره ولسمشرۍ ته بریالئ شو اما د سیاسي ټیم تشه یې آن د لومړۍ ورځې څخه څرګنده وه. کله چې یو سیاسي مشر ټیم ونلري ډاډمنې پریکرې نشي کولائ. که څه هم ډاکتر غنی په پیل کې کوښښ وکړ د یو سلسله ښه سیاسي حرکاتو په ترسره کولو سره سیاسي فشارونه سبوتاژ کړي اما ډیر ژر یې سیاسي فشارونو ته سر ټیټ کړ. د سر ټیتیدلو یو لوی لامل یې هم دا وو چې ډاکترغني ټیم نه درلوده او په هرچا باندې ډاډ ورته خطرناک ښکاریده. د ډاکتر غني نا معقولو او ضد ملی پریکړو کوم ټیم چې ورسره وه هم اکثره یې خفه شو او په دې توګه شته ټیم ته یې هم ضربه ورکړې ده. په دې وروستیو کې ډاکتر غنی د خپل ټیم ګڼ شمیر کسان منفک یا له ځان څخه لري کړي چې دغه حرکاتو د شته ټیم ملا هم ماته کړي ده.

پایله !

نن د ډاکتر غني تر ټولو څخه لویه ستونزه دا ده چې ټیم نلري نو ځکه سیاسي فشارونو ته باید سر ټیټ کړي او مصلحتی سیاست غوره کړي. ورځ تربلې د ډاکتر غني د ټیم څخه کسان ناراضه کیږي او ځي. دا په داسې حال کې ده چې د ولس باور او اعتماد د ملي یووالي حکومت باندې بی نهایت ټیټ شوئ او ملي یووالي حکومت سیاسي پروګرامونه هم په داخلي سیاست کې او هم په بهرني سیاست کې ناکام شوي. يواځې په بهرني سیاستونو کې یو څه لاسته راوړنې شته او یو څه هم د ملي پروژو لاسته راوړنې دي چې هغه هم تر اوسه پورې عملي شوي نه دي. له بل خوا بیروني سیاسي محیط کې د افغانستان د حکومت ناکامئ او حتی سیاسي سقوط چرچې ورځ تر بلې په ډیریدو دي. اوس ډاکتر غنی عملاً د ټیم خلا سره مخامخ دئ او ارګ کې د بي اعتمادي فضا خورا مسایل یې د شعاع لاندې راوړي. ډاکتر غني او د ملي یووالي حکومت داسې حالت ته رسیدلئ چې حتا د یو وړې څوکئ لپاره هم با اعتماده او متعهد کسان نلري. حتی وزیران او داسې نور لوړپوري دولتي چارواکې ورځ تر بلې خپلې استعفاګانې وړاندې کوي او حکومت متزلزله کوي. د ډاکتر غنی او د ملي یووالی د حکومت بریالیتوب یو اساسي فاکټور به داوي چې بیا ټیم جوړونه کې بریالي شي او د حکومت مشري د رویې ثبات سره وکړل شي.که دغه کار کې ډاکتر غنی بریالئ شو بیا د حکوت ثبات به هم تامین شي او که نه نو بیا د حکومت پاتې کلونو به د ډاکتر غنی سیاسي ژوند اخري فرصت وي. نه ډاکتر غنی او نه هم ډاکتر عبدالله به سیاسي میدان کې بیا وشي ځلیدلئ. نو د موضوع اهمیت ته باید پام وشي او بیا ټیم جوړونې ته یوه جامع برنامه جوړه شي ترڅو د ملي یووالي حکومت خپل اسقرار تامین کړي. نو تر څو چې ټیم نوي مصلحتي سیاست یواځنئ لاره د سیاسي بقا ده. ډاکتر غنی که څه هم د افغانستان لپاره ښه نیت لري اما په ټیم جوړنې کې پاتې راغلئ او همدغه یې علت دئ چې مصلحتي سیاستوال ترې جوړ شوئ. که دغه مصلحتي سیاستونه دوام ومومي او ډاکتر غنی لاهم د ټیم نشتون له کبله آسیب پذیره وي نو نه به د ډاکتر غنی آرمانونه د افغانستان لپاره عملی شي او نه به هم دغه حکومت د هیواد لپاره څه وکړي او حتي د ملی یووالي حکومت د سیاسي سقوط امکان هم شتون لري.

امین یار

کابل

یکشنبه ۱۳ چنګا ښ ۱۳۹۵

One thought on “ایا ډاکتر غنی مصلحتی سیاستوال دی/ استاد محمد ظریف امین یار”
  1. The complex political game play in Afghanistan in which most decisions are made other than within Afghanistan, Dr. Ghani is as much factor as footnotes on a book.

    Nation building are often accomplished by iron-clad personalities deep rooted within their community. An easy come easy go seating even with top notch academic credential will eventually become just another push over.

    Afghanistan need Vladimir Putin or George W Bush – the son – type of personalities to move forward. The latter mentioned may not have high public relation ratings, but he expanded American interest like no other in recent history.

ځواب ورکول A.Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *