د اووه لسمې پېړۍ تر لومړنیو لسیسزو پورې چې نړۍ په زورورو سترواکیو (امپراطوریو) او کمزوره ولسونو وېشل شوې وه، د هېوادونو تر منځ د برابرو حقونو تګلاره نه عملي کېده او ځینو به د زر، زور او چل خبرې کولې؛ خو په اروپا کې د 17 پېړۍ د نیمایي کلونو پرله پسې جګړو، دا هېوادونه دې ته اړ کړل چې د (وستفالي) تړون له مخې یو د بل حقوق په رسمیت وپېژني او خبرو ته کیني.

د مخامخ خبرو کېدن دې ته اړتیا درلوده چې د دیپلوماتیکو تشریفاتو یا (پروتوکول) بحث رامنځ ته شي چې اوس خورا ارزښت لري او د سیاسي علومو د پوهنځیو په درسي نصاب کې څو سمستره لوستل کېږي.

کله چې د یو هېواد مشر (پاچا، جمهور رییس، امیر، صدر) یا لومړی وزیر بل هېواد ته په سفر ځي؛ د دواړو خواوو د سفارتونو او بهرنیو چارو وزارتونو چاوراکي اړیکې نیسي چې د سفر په اړه خبرې وکړي او په ټولو جزئیاتو هوکړې ته ورسي.

په دې جزئیاتو کې د سفر وخت، د هرکلي څرنګوالی، کاري اجندا، د مېلمنو شمېر او ترکیب، استوګنځی، مېلمستیاګانی، خواړه، کورنی سفرونه، امنیت، مجالس، کتنی او ډېر نور مسایل شامل وي. په دې ډول سفرونو کې کوربه خوا د خپلو مېلمنو د عقایدو، دودونو او باورنو د درناوي مسله هم جدي بولي او غواړي چې ټول دیپلوماتیک تشریفات او درناوی په سمه توګه په ځای کړي.

پرون سهار مې په فیسبوک کې د افغانستان خبرونه لوستل. ناڅاپه مې داسې یو عکس ولید چې سخت یې وځورلم: د تهران په هوایي ډګر کې، په کابل کې د ایران سفیر ښاغلی بهرامي د ولسمشر داکتر محمد اشرف غني هرکلي ته ورغلی او هغه ته یې ښه راغلاست ویلی!!!

له نن څخه نژدې څلوېښت کاله مخکې موږ یو ولسمشر درلود چې ځینو خلکو به (سور شهزاده) او (لېونی سردار) باله؛ خو اوس ټولو ته جوته ده چې هغه په افغانستان، خپلواکۍ، ملي هویت او ملي ویاړونو ډیر مین انسان و، هېڅکله یې د قدرت د ساتنې یا بقا له پاره معامله نه ده کړې او تل د خپلې ارادې او واک سړی پاته شوی!

داوود خان د خپلې ولسمشرۍ په څلورم کال ماسکو ته په سفر تللی و. دا همغه سفر و چې د سردار برخلیک یې وټاکه؛ ځکه ماسکو په دې پوه شوی و چې دا سور شهزاده نه غلام کېږي!!

د افغانستان پخواني دیپلومات عبدالصمد غوث په خپل کتاب (د افغانستان سقوط) کې لیکي چې کله داوود خان د ماسکو په هوایي ډګر کې په دې پوه شو چې د شوروي اتحاد د عالی شوری د رییسه پلاوي صدر، لیونید بریژنف، هرکلي ته نه دي راغلی؛ نو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین ښاغلی وحید عبدالله ته یې وویل چې که بریژنف هوایي ډګر ته نه راځي، موږ بېرته ځو افغانستان ته!!

په هغه کتاب کې راغلي چې که څه هم داوود خان او ورسره پلاوی په الوتکه کې لږ تم شو؛ خو برېژنف د بل ولایت سفر نیمګړی پرېښود او ماسکو ته ستون شو چې د افغانستان د ولسمشر سردار محمد داوود خان هرکلی وکړي!!

دا و د سره شهزاده د هېوادپالنې، غرور او حیثیت ساتنې یوه بېلګه چې سمدلاسه رایاده شوه.
له هغه وروسته زموږ ملي هویت ته دروند زیان واوښت او تراوسه په شا روان یو.

یو وختی د افغانستان د اسلامي دولت مشر پروفیسور برهان الدین رباني ازبکستان ته سفر درلود. هغه وخت موږ د بهرنیو چارو یو بیکاره تنظیمي وزیر درلود چې نجیب الله لفرایي نومېده. د دې وزیر د غفلت له امله ازبکستان خپل د کرنې وزیر د استاد هرکلي ته استولی و!!

دا دی اوس بیا یو ګام نور په شا لاړو. په کابل کې د ایران سفیر، په تهران کې د افغانستان د ولسمشر داکتر محمد اشرف غني هر کلی وکړ!!

داکتر غني باید د بهرنیو چارو وزیر او د دې وزارت د تشریفاتو رییس سمدلاسه له کاره ګوښه او ځان ته هم له لسو څخه صفر ورکړي!

داکتر غني د یو سرلوړي ولس د مشر په توګه څنګه دا خبره منلې چې یوازي یو سفیر دې هرکلي ته ورشي!! دلته د اشرف غني خبره نه ده؛ دلته د یو ولس خبره ده چې اشرف غني یې د استازي په توګه ګاونډی هېواد ته سفر کړی.
ایران تل په ژبه وایي چې له افغانانو سره ژورې تاریخي، فرهنګي او دیني اړیکي لري؛ خو په عمل کې شوم عزایم لري چې موږ یې اوس په ډېرو ښه پوه شوي یو. ارمان چې قافله سرچپه روانه ده!

دا منو چې د داکتر حسن روحاني د لوړې د مراسمو ورځ وه او دی به ډېر بوخت و او دا هم منو چې په دې ورځ د ډېرو هېوادونو مېلمانه تهران ته روان وو او چارواکي به هر لور لالهانده ګرځېدل؛ خو دا د دې دلیل نه شي کېدای چې د خپل اسلامي او تاریخي ورور هېواد افغانستان په اړه ټول دیپلوماتیک تشریفات تر پښو لاندی او یو عادي مامور د ولسمشر هر کلي ته واستوی!!!

داکتر محمد اشرف غني باید پرون مخکې له دې چې دومره اهانت او سپکاوي په سترګو وویني، له همغه هوایي ډګره بېرته کابل ته ستون شوی او دا یې نړیوالو ته ښودلې وای چې افغانان خپل ملي هویت او ملي حیثیت ته د قدر په سترګه ګوري او هېڅ داسې عمل نه مني چې دې اصل ته زیان ورسوي!!

ولسمشر ډاکتر غني ته د دې ساده او عامیانه متل یادول په کار دي چې تا یې په مړي وژړل؛ خو ایراني مشرانو دی په خوله پورې وخندل!! تا باید دا سفر هملته د تهران په هوایي ډګر کې پای ته رسولی وای!

هو! د داوودخان اروا دې ښاده وي چې برېژنف یې هوایي ډګر ته حاضر کړ او د افغانستان د ولسمشر په توګه یې ذلت ونه مانه!

One thought on “ایران، افغانستان ته په سپکه سترګه وکتل! || احسان الله ارینزی”
  1. زمونږ چاپلوسان خو بیا دوه غبرګ ، غبرګ د هغوي هرکلي ته ولاړ وي.
    د باندینیو چارو وزیر خو لا تېر کال ولسي جرګي د عدم اعتماد له رایی نه وروسته کورته وليږه ، مګر داسپین سترګی هیڅ شرم نه لري د افغانستان لپاره د اختلاف او فلاکت ایتلاف جوړوي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *