آیت الله مکارم شېرازی

تاند- د ایران یوه لوی دیني عالم آیت الله مکارم شېرازي فتوا ورکړه چې قوي یا چڼک انترنټ او له جي ۳ څخه په استفادې د موبایل ټېلفون او نورو وسایلو کارول حرام او غیراسلامي دي.

آیت الله مکارم شېرازي، چې د ایران په مذهبي مشرانو کې ډېر پلویان او مقلدان لري، حکومتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د چټک انترنټ د خپرېدو مخه ونیسي او داسي ونه انګېري چې که دا کار ونه کړي نو روڼاندي او د علمي ازادیو پلویان به ونه ګڼل شي.

آیت الله شېرازي چټک انترنټ د شریعت، اخلاقي او انساني اصولو خلاف وباله او د هیواد له قضايي اورګانه یې وغوښتل چې د دې حیاتي مسلې په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

په ایران کې سږ کال د جي ۳ خدمات پیل شوي حال دا چې په نړۍ کې جي ۴ عام شوي. چټک انترنټ په موبایل ټېلفون کې هم د فلمونو لیدل اسانوي.

د ایران د ولسمشر حسن روحاني له لوري په هیواد کې د جي ۳ خدماتو د زیاتېدا له پلان سره د ایران محافظه کارو ملایانو مخالفت کړی دی.

2 thoughts on “ایراني آیت الله چټک انترنټ حرام وباله”
  1. دی سمه خبره کوی کوم سایتونه چی پکی ګوری هغه حرام دی خو خبر ندی چی انیترنیت فقد د فلمونه کتل ندی

  2. سمه ده چې دانټر نټ ځینې غیر انساني اود اسلام ضد سایټونه اوپه سایټونوکې بد اخلاقیو ته د لمن وهلو ځینې تصویري او لیکلي نشرات د منلو نه دي ، او زموږ اولیاء امور پر دې مکلف دي چې باید بندیز پرې ولګوي ، ځکه زموږ هېواد وال ټول مسلمانان دي او په اسلامي معاشره کې دداسې څیزونو خپرول ناروا دي . خو ددې په څنګ کې په انټر نټ کې داسې نشرات هم شته چې د نړۍ په کچه د ټول جهان اسلام له پاره ډېر ارزښت لري .او باید نشر شي . خو تر انټر نټ بندولو او حرام بللو ډېر نور داسې فتواګانې هم شته چې بشري ټولتو او اسلامي هېوادونو ته یې ضرر ډېر دﺉ . پر هغوی ولې بندیز نه لګول کېږي او هغه ولې حرام نه بلل کېږي . ځینې فتواګانې د اسلام پر ځای د کفارو او اسراایْلو پر ګټه وي .

ځواب ورکول khwajaTamba ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *