تاند- په افغانستان کې د ایران د سفارت پخواني شارژدافېر د شنبې په ورځ فارس نیوز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل چې په ۱۳۷۷ لمریز کال په مزارشریف کې ایراني دیپلوماتان طالبانو نه ول وژلي.

محمد رضا فرقاني، چې اوس په مشهد ښار کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د څانګې مرستیال دی، وايي چې طالبان په هماغه وخت د واک د ترلاسه کولو په لټه کې ول.

ده همداراز وویل چې طالبانو ایراني دیپلوماتان ونیول، څه یې ورته ونه ویل او خوشي یې کړل.

۱۷ کاله پخوا یعني په ۱۳۷۷ لمریز کال د طالبانو لاس ته د مزارشریف د لوېدو په لومړیو شېبو کې، د ایران پر کونسلګرۍ برید وشو او کارکوونکي یې په ډله ییز ډول ووژل شول. طالبانو د دغه برید مسوولیت ونه مانه خو ایران طالبان د برید مسوول وبلل او نژدې و چې پر افغانستان یرغل وکړي. په زرګونو ایراني پوځیان د افغانستان په پولو کې ځای پرځای شول خو د ایران د هماغه وخت ولسمشر او نورو چارواکو پر افغانستان حمله د خپل هیواد لپاره یوه لومه وبلله او له یرغله یې ډډه وکړه.

په افغانستان کې د ایران پخواني شارژدافېر وویل چې ایراني دیپلوماتان د بهرنیو استخباراتو له لوري ووژل شول څو د افغانستان او ایران ترمنخ د اختلاف او دښمنۍ زړي شنه شي.

د ښاغلي فرقاني په وینا په دې برید کې د ایران ۸ دیپلوماتان او یو خبریال ووژل شول خو یو دیپلومات روغ پاتې شو چې ده دا معجزه وبلله.

خو روغ پاتې شوی دیپلومات یو بلوڅ سني مذهبه و چې د ډېرو په باور د نه وژلو اصلي علت یې دا و چې ایرانیان لا زیات وپارېږي.

د ایران د سفارت پخواني شارژدافېر دا هم وویل چې هماغه جاسوسي ادارې لا هم له طالبانو سره په ارتباط کې دي او دوی له دوو کلونو وروسته د ملاعمر د مړینې خبر خپور کړ.

3 thoughts on “ایراني دیپلومات په مزارشریف کې د خپلو دیپلوماتانو په وژلو کې طالبانو ته برات ورکړ”
  1. دا چی دوی طالبانو ته بریت ورکوی یا نه دا ددوی خپل کار دی خو افغانان به د ایران هغه مستقیمی مداخلی چی بروجردی په حقیقت کی خارجه وزیر او محقق یی سکرتر وو هیچکله هم له یاده ونه باسی او نه به یی وبخښی

  2. زما سره اسناد موجود دی چه اروپایان د تعصباتو لاری او چاری له پاره دیر ی پیسی ورکوی. د ایران او عراق تر مینځ کی جنګ د اروپا ګتی یی آسمان ته ورساوه. یوه سویسی کمپنی له یوی خوا نه یی پر ایرانیانو او ورسره یی په عراقیانود ۱۸ ملیارد دالرو وسله خر[څه ګړی وه. دا لوبه او پلان د اروپایانو دا وه او ده چه د سنیانو او شیعه ګانو په منځ کی جنګ واچوی خو دوی تر اوسه پر دی باندی موفق شوی نه دی. د ایرانیانو دا کار یو ډیر معقول کار دی.افرین د دوی به پوهه!

  3. ایرانیانو ته ښه پته وه چی په مزارشریف کی د دوی د قونسلګری کارکونکی او میشت استخباراتی غړی د نظار شورا له خوا ووژل شول ځکه هغوی غوښتل چی پدی توګه د ایران همدردی له ځان سره ولری او ټوله ملامتی په طالبانو واړوی. خو هغه ژوندی تښتیدلی ایرانی استخباراتی کارمند ټول راز افشا کړ.
    له بلی خوا ایران غوښتل د خپل ختیز ګاونډی یعنی پاکستان په مقابل کی په افغانستان کی له لاسه وتلی ګټی بیرته تر لاسه کړی. دوی غوښتل طالبان وویروی نوځکه یی د خپل نفوذ د ساتلو لپاره د خپلو وژل شویو رسمی مامورینو د انتقام په خاطر د سلو زرو په شاوخوا کی ګرګین ډوله لښکری د افغانستان پولو ته را واستولی . البته په هغه وخت کی طالبانو څه ناڅه د افغانستان د ملت په منځ کی نفوذ او حمایت درلود او طالبان هم مقابلی ته حاضر شول کومه چی ایران یی هیڅکله تمه نه لرله . له بلی خوا داځل نړیوال شرایط بل ډول وو ، د سعودی عربستان او غربی هیوادونو تر فشار لاندی ایران مجبور شو ترڅو خپله اشغالګره قوا بیرته په شا کړی.
    د مخامخ جنګ پرځای یی شمال ټلوالی ته سلاح ، مهمات او نور نظامی او سیاسی امکانات برابر کړل چی د پنځو کلونو په تیریدو سره او د سپتمبر د یولسمی پيښی له امله ایران په بری سره افغانستان ته راوګرځید . اوس نو نړیوال شرایط د ایران مخامخ مداخلی ته آماده ول او ترټولو زیات او له انتظاره لری بریالیتوبونه یی د افغانستان په سیاست ، ټولنی او اقتصادی کی ور په برخه شول.
    د خپلو بړیڅو ، دوامداره تبلیغ او له یورو ، ډالرو ډکو کڅوړو په وسیله یی حامد کرزی ځان ته ورخپل کړ ، له پښتنو ، تاجیکو او ازبکانو نه وروسته څلورم لوی قوم یی د افغانستان په سرنوشت حاکم او شیعه مذهب یی د اساسی قانون په چوکاټ کی رسمی او د خپل مذهب د ترویج لپاره یی د محسنی شیعه خانه د کابل ښار په زړه کی پرانیستله چی دادی اوس یی خپل رسمی جاسوس حاجی محمد محقق د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال په توګه قدرت ته ورساوو.

ځواب ورکول Afghan Shaheen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *