تاند- د ایران د تهران والي د دوشنبې په ورځ ومنله چې د دغه ولایت په جنوب کې ۲۶ تنه نیول شوي افغانان نه وهابیان دي او نه یې د حضرت امام حسین د شهادت په مناسبت د خوښۍ پروګرام جوړ کړی و.

د عاشورا له ورځې درې ورځې وروسته یو شمېر افغانان د تهران په جنوب کې د (شهر ری) د «باروت‌کوبی» په سیمه کې په یوه مېلمستیا کې راغونډ شوي ول خو د شاوخوا سیمو ایرانیانو او همداراز پولیسو پرې برید وکړ او له وهلو ټکولو وروسته یې ټول ونیول.

ایراني رسنۍ وايي چې افغانان بد وهل شوي او که پولیس په موقع د پېښې ځای ته نه وای رسېدلي ښايي خلکو وژلي وای.

د تهران والي حسین هاشمي وايي چې په شهر ری کې نیول شوي افغانان لا هم بندیان دي خو هغوی وهابیان نه دي.

تر دې مخکې ځینو ایراني رسنیو نیول شوي افغانان وهابیان او د یزید پلویان بللي ول.

هاشمي وايي چې له تحقیقاتو ورته جوته شوې چې نیول شوی کسان وهابیان نه دي خو هغوی ته د خپلې عقیدې پر اساس د عاشورا له ورځې وروسته مېلمستیا عادی چاره ښکاره شوې وه.

هاشمي دا کسان ملامت کړل ځکه چې هغوی په یوه شیعه هیواد کې اوسي او باید د شیعه ګانو له دود دستوره خبر وای.

تر دې مخکې ایراني خبري اژانسونو ویلي و چې ۲۶ افغانان له وهلوټکولو وروسته د تهران د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

ایراني رسنیو د افغانانو مېلمستیا د (حسن کشون) مراسم بللي وو چې د دوی په وینا د حسین د وژلو د خوشالۍ لپاره د وهابیانو له لوري جوړ شوي ول.

د ایران فرهنګ نیوز، فارس نیوز، هرانا او ظهر ۱۲ په شان ګڼو خبري اژانسونو او ویبپاڼو ویلي و چې د لړم په پنځلسمه افغانانو په یوه زړه او متروکه فابریکه کې مراسم جوړ کړي ول چې د سیمې د خلکو له لوري ګډوډ شول.

دغو ایراني رسنیو دغه راز ویلي و چې دا مراسم د ۵۰ تنو وهابیانو له لوري جوړ شول ول.

فارس نیوز، چې د سخت دریځو شیعه ګانو خبري اژانس دی، د افغانانو مېلمستیا د واده مراسم بللي و.

د تهران د جنوب خلک د تهران د نورو خلکو په پرتله زیات مذهبي دي. د دوی مذهبي توب تر ډېره د محرم په میاشت کې په ژاړوو او ځان وهلو پوري محدودېږي خو اکثره نور تهرانیان د سخت دریځو له لاسه له مذهب او دین سره په ښکاره اختلاف ښيي.

0 thoughts on “ایراني چارواکي وايي، د تهران په جنوب کې نیول شوي افغانان وهابیان نه دي”
  1. زه ټولو ته یو پشنهاد لرم هغه داچه د وهابی لفظ ویل یوچاته د تمسخر یا سپکاوی په خاطر ګناه ده، ته وا څنګه؟ الوهاب نوم د الله پاک دی، نود الله پاک نوم اخیستل په بی ادبی شه کار نه دی او د وهابیانو په نامه تر اوسه نه کومه فرقه اونه کوم خاص مذهب شته نه کوم خاص کتاب اونه کومه خاصه فقه لری، که وی نو یو ځوک د ووایی، او هفه کوم خلک چه د دوی مطلب دی هفه ځانته سلفیان یا اهل حدیث یا اهل حق او یا محمدیان وایی او د دوی ادعا داده چه مونژ په قران او حدیث او د صحابه اتباع کوو. نو راځی دوی ته هفه نوم واخلو چه دوی خپل ځانته غوره کړی دی، نو مونژ به د وهابی د لفظ مخه نیولی وی چه په د که د الله د پاک نا مه سره د بی ادبی احتمال دی. تشکر

  2. که ایران یو شیعه هیواد هم دی نو باید د اسلام مبین دین ته درناوی وکړی او په مسلمانانو ظلم ونه کړی. د دوی ټول اعمال د یزید په شان ظالمانه دی . که کوم څوک د دوی په نزد کوم غلط کار وکړی باید چی ونه وهل شی . هلته محاکم او دولت شته او له تحقیقاتو او پلټنی وروسته باید د قانون په چوکاټ کی ورسره چلند وشی. ایران تل غواړی د مسلمانانو ترمنځ تفرقه واچوی او هلته مسلمان ته وهابی او …. څه خطاب کوی . څنګه کیدای شی کوم خلک چی د محبوب پیغمبر د مظلومانه شهادت په ورځ خپله ظلم وکړی اوهغه خلک چی هردم شهید، مظلوم ، مهاجر او له هر لحاظه احتیاج او محتاج وی د یزید د پیروانو له لاسه بیا ووهل شی اوهغوی ته وهابی خطاب وشی.

  3. سوارلس سوه کاله مخکی د کربلا پیخه چی په کی حضرت حسین رض شهید شو واقع سویده خو په دومره کلونو کی کله هم په توله نری کی د دا کفری عمل غندنه ونه کره او تل یی د دوو گروپونو د جنگولو په خاطر تازه ساتی .
    او اخر هم زما افغانان د دی بی دینه د سیاست قربانی کیژی

ځواب ورکول انصار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *