د ایران پوله ساتي

تاند، شنبه، د حمل ۳۰ مه: د ایران د کورونا د کنټرول ملي کمېټې د پریکړې له مخې دغه هېواد ته د افغان او پاکستاني وګړو په ننوتو بندیز ولګېد.

د ایران د کورونا پر ضد د مبارزې او کنټرول ملي کمېټې د منشي حسین قاسمي وایي، له دې وروسته د پاکستان او افغانستان اوسېدونکي ایران ته د ننوتلو اجازه نه لري ځکه دده په خبره، د دغو دواړو هیوادونو خلک هم د کورونا په وایرسو ککړ دي او هم نورې ستونزې جوړولای شي.

قاسمي نه دي ویلي، چې دده له قوله پاکستاني او افغاني وګړي څه ستونزې جوړولای شي، خو وايي، له دې دواړو هیوادونو سره یې په پوله کلک بندیز لګولی دی.

ایران یو له هغو هیوادونو دی، چې کورونا سخت ځپلی او په دې وروستیو کې دوه سوه زره زیات افغان کډوال ترې هیواد ته اخراج شوي دي.

افغانستان چې دا مهال د کورونا ۹۳۳ پېښې لري، دغه وایرس ورته له ایران څخه راغلی دی.

One thought on “ایران: افغان او پاکستاني وګړي مو په خپله خاوره بند کړل”

ځواب ورکول Farid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *