تاند- پاکستان او ایران په میدانښار کې د افغان ځواکونو پر روزنیز مرکز د طالبانو حمله په کلکه وغندله او هغه یې یو تروریستي عمل وباله.

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن /سې شنبه/ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په میدانښار کې پر افغان ځواکونو حمله غندي:

«زه په میدان وردک ولایت کې د دوشنبې د ورځې په ناوړه تروریست�� حمله کې د زیاتو مرګ ژوبلو په خاطر د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګندوم، دعا کوم چې زموږ جنګ ځپلي ګاونډي هیواد ته سوله راشي.»

تر عمران خان مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا تروریستي برید، چې ویل کېږي تر ۱۰۰ تنو زیات کسان پکې وژل شوي، غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پېښې د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي ښکاره کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دا «خونړی تروریستي» برید په کلکه غندي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان له حکومت او ولس سره خواخوږي څرګندوي.

قاسمي ویلي چې ایران جنګ او تشدد غندي او په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د افغانانو ترمنځ د یووالي د راتلو لپاره خبرې ضروري دي.

ایران او پاکستان جمع روسیه هغه هیوادونه دي چې ظاهراً د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني او اړیکې هم ورسره پالي خو د افغان طالبانو ملاتړ کوي.

2 thoughts on “ایران او پاکستان د میدانښار حمله په کلکه وغندله”
  1. یقولون بافواههم مالیس فی فلوبهم
    الآیه
    الله رب العزت دی زموږ کورنی،منطقوی او جهانی ظالمان تباه کړی ،امت او بشریت دی لدی ظالمانو چی د بشریت په تباهی کی مسابقه لری نجات ورکړی او خپل مصلح بندګان دی په ټوله نړی بیا خصوصا افغانستان کی حاکم او خادم وګرځوی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *