تاند- پاکستان، ایران، ملګروملتو او یو شمېر نورو هیوادونو په کابل کې پر دیني عالمانو د دوشنبې د ورځې تروریستي حمله وغندله.

د دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکې یوه ترهګر د لویې جرګې خیمې ته نژدې د ځان په الوزولو ۱۴ تنه شهیدان او ګڼ نور دیني عالمان او نور ملکي افغانان ژوبل کړل.

د لویې جرګې په خیمه کې تر ۲ زره زیات افغان دیني عالمان راغونډ شوي ول چې د سولې، انتحاري حملو، د جګړې د دوام په اړه خبرې وکړي خو د سولې مخالفانو مخکې تر دې چې د دیني عالمانو له پرېکړې خبر شي د لویې جرګې په خیمه کې پر راغوڼډو شویو دیني عالمانو د حملې پرېکړه کړې وه.

د وروستیو معلوماتو له مخې داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې، چې ادعا کېږي د طالبانو بل نوم دی، د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دې ډلې د حملې هیڅ راز سند یا شواهد نه دي وړاندې کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان ادعا کوي چې داعش د آی ایس آی له لوري د دې لپاره جوړ شوی چې له یوې خوا پر طالبانو فشار راوړي چې د دې استخباراتي ادارې د اوامرو سرغړونه ونه کړي او له بلې خوا هغه فشار کم کړي چې پر دې ادارې د طالبانو د ملاتړ په خاطر د امریکا له لوري راوستل شوی دی.

د داعش اکثره غړي هغه پاکستاني طالبان دي چې پخوا د طالبانو په نوم د آی ایس آی په همږغۍ د افغان طالبانو ترڅنګ د افغانستان پر ضد جنګېدل.

د دوی په منځ کې یو شمېر افغان طالبان او د منځنۍ اسیا سختدریځي هم شامل دي.

داسې هیڅ نښه نه ده ترلاسه شوې چې د ننګرهار په ځینو سیمو کې د داعش په نوم فعال کسان، چې خپل سپین بیرغونه یې تور کړي، د عراق او سوریې له ترهګرو داعشیانو سره ارتباط ولري.

پاکستان، چې ګومان کېږي، د طالبانو د غیرسیاسي هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره یې داعش جوړ کړی دی، د دوشنبې په ورځ په کابل کې پر دیني عالمانو تروریستي برید په کلکه غندلی دی.

پاکستان ویلي چې د بېګناه افغانانو د قیمتي وینو پر بهېدو خواشیني ښکاروي او دا وحشیانه برید غندي.

ایران هم، چې ویل کېږي اوس د طالبانو ملاتړ کوي، د کابل حمله غندلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزات ویندوی بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت دا برید، چې لږترلږه ۸ تنه پکې وژل شوي، په کلکه غندي.

قاسمي ویلي«په داسې ورځ چې د افغانستان د ټولو سیمو دیني عالمان د افغانستان په پلازمېنه کابل کې راغونډ شوي وو او په خپل هیواد کې یې د سولې او د تروریزم پر ضد یې خبرې کولې، یو ناولی تروریستي برید پرې وشو.»

امریکا او ملګرو ملتو هم دا برید غندلی دی.

One thought on “ایران او پاکستان هم په کابل کې پر دیني عالمانو برید وغانده”
  1. ظالمانو هم مې وژنئ ، هم ژړا را باندې کوئ.
    د خدای لعنت دې پر ټالیب ، داعش او د پنجاب پر آی اس آی وي.

ځواب ورکول عثماني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *