د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ته تهران کې له ولسمشر روحاني سره خبرې کوي

تاند- پاکستان او ایران وايي، د افغانستان لانجه پوځي حللار نه لري او د تلپاتې سولې لپاره باید سیاسي خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د دوشنبې په ورځ د تهران په سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وکتل او د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر زیاتېدا یې ټینګار وکړ.

اصف مخکې تر دې چې له روحاني سره وویني د ایران له باندنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د افغانستان د جګړې او د ایران – پاکستان پر اړیکو اوږدې خبرې وکړې.

دواړو وویل چې د سیمې هیوادونه د افغانستان په سوله او ثبات کې حیاتي رول لرلی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تردې وړاندې چین ته تللی و او له چینايي چارواکو سره یې هم د افغانستان د مسلې او پاکستان ته د امریکا د وروستي خبرداري په اړه له چینايي چارواکو سره خبرې کړې وې.

ټاکل شوې ده چې خواجه اصف ترکیې ته هم لاړ شي.

خواجه اصف د ایران له دولتي خبري اژانس (ایرنا) سره په مرکه کې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره په غیر مستقیم ډول مخالفت وکړ، ویې ویل چې په دې ستراتیژۍ کې پر جګړې تمرکز شوی خو د افغانستان مسله د جنګ له لارې نه حل کېږي؛ که حل کېدای ۱۶ کاله به جګړې دوام نه و کړی.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي پرون له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې له پاکستان سره د امریکا د مالي مرستو بندېدا د امریکا په تاوان ده.

ده وویل چې پاکستان د تروریزم پر ضد جنګېږي او که مرستې پرې بندې شي، دا مبارزه به ټکنۍ شي.

One thought on “ایران او پاکستان وايي، د افغانستان لانجه پوځي حللار نه لري”
  1. په خواشینۍ سره همدا مضر ګاونډیان دي چې د خپل ورور ، مسلمان او ګاونډي افغانستان سوکالي، پرمختګ او ثبات نشي زغملی ، کله وایی اسلام مرزندارد، کله بیا نه شرق غواړی او نه غرب ، خو په افغانستان کې اسلامی جمهوریت غواړي. زمونږ هنر ، فرهنګ ، ادبیات مسخه کوي او خپلې ناچله واژې او کتابونه راليږي . کله د اوبو دعوه کوي ، او کله بیا بندونه ورانوي.
    دا بله منحوسه د سرطان دانه بیا په افغانستان کې ستراتیژيک عمق لټوي او د هند له ډاره مونږ ته خوله جونګه جونګه کوي. د ټالب ، داعش ، القاعده او مجاهل په نوم خپل د آی اس آی افسران او ځري رالېږي. خر مرګي روزي ، مخامخ توغندي را سړي. زمونږ پلونه ، ښوونځي، روغتونونه ،سرکونه او کورونه را ورانوي. کډوال تر شکنجې لاندې نیسي ، حتی د یوې مظلومې کونډې کورنۍ زندان ته غورځوي ، ټول بشري ، اسلامی او د ښه ګاونډیتوب اصول تر پښو لاندې کوي.
    د افغانستان مظلوم ولس ته په کار ده چې نور بیدار شي ، خپل یوالی او هوښیاري وساتي ، د دښمنانو په خوږو او غوړ وعدو ونه غوليږي. وایی یا خپل کور یا خپل ګور.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *