تاند- د نیمروز ولایت د بړېڅي د سیمې اوسېدونکي وايي چې ایران د دوی په مځکو کې دېوال وهلی او دوی نه پرېږدي چې په خپله سیمه کې واوسي.

د نیمروز والي تاییدوي چې ایران په سیمه کې دېوال وهلی او د بړېڅي د سیمې د اوسېدونکو کرنیزې مځکې د خپلې خاورې برخه ګڼي.

والي امیرمحمد اخوندزاده ازادي راډیو ته وویل چې د دې لانجې د حل کولو لپاره له مرکزه یو پلاوی سیمې ته رسېدلی څو له ایراني چارواکو سره ستونزه حل کړي.

د بړیڅي د کلي اوسېدونکي وايي چې په دې سیمه کې ۱۰۰ کورنۍ اوسېدې خو نیمايي یې مجبوره شوي چې نورو سیمو ته ولېږدي ځکه چې ایران د دوی د کلي او مځکو ترمنځ پنځه متره لوړ دېوال وهلی او پر دوی ډزې کوي.

د کلي نور اوسېدونکي هم وايي، په دې خاطر چې نه خپلو مځکو ته تللی شي او نه د څښاک اوبه لري مجبوره دي چې کډې بار کړي.

ایران تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو د نیمروز والي وايي چې د لانجې د حل کولو لپاره نیمروز ته په ورغلي پلاوي کې ایراني چارواکي هم برخه لري.

د بړېڅي سیمه د نیمروز له مرکز زرنجه ۳۰ کیلومتره لېرې په کنګ ولسوالۍ کېدی.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي دوست محمد د الجزیرې خبریال ته د ایراني پوله ساتو په ډزو د خپل بدن ټپونه ورښکاره کړل.

دوست محمد دا هم وویل چې ایرانیان د دوی په اوښانو او خرو هم رحم نه کوي، پر هغو هم چې دېوال ته ورنژدې شي، ډزې کوي.

د کلي نور اوسېدونکي وايي چې ایرانیان له هغې پوستې پر دوی ډزې کوي چې تازه یې له دېواله شل متره لېري جوړه کړې ده.

د نیمروز د کنګ ولسوالۍ امنیه قومندان علي احمد وايي چې بړېڅي ډېرې لېري پرته سیمه ده. ده وویل چې اوس په دغه سیمه کې شاوخوا شل تنه پاتې دي.

د علي احمد په وینا د ایران له لوري په دغه سیمه کې د دېوال د وهل کېدو له کبله یو ښوونځی هم بند شوی دی.

د سیمې ارباب محمد ملک وویل چې د بړېڅي د کلي نیمايي اوسېدونکي د دېوال هغې خوا ته پاتې شوي او اوس هغه سیمه د ایران ترکنټرول لاندې ده.

ده وویل چې د ډېرو خپلوان نیم د دېوال یوې خوا او نیم بلې خوا ته دي.

د نیمروز والي امیر محمد احوندزاده وايي چې دا ستونزه به په یوه اوونۍ کې حل شي ځکه چې د دې لانجې د څېړلو لپاره ټاکل شوی پلاوی پرمختللي ماشینونه او نقشې لري چې د هغو پر اساس به دعوه حل شي.

3 thoughts on “ایران د افغانستان د نیمروز د بړېڅي په سیمه کې دېوال وهلی”
  1. داولس مشر او دده دشا وو خوا به اول او دوهم رديف كي راتول شوو كريو خخه هيله كيزي جه دا دننك او نا موس خبره ده دي موضوع ته جدي توجه وكري دداكتر نجيب خبره دلبه بايد ذكر كرم هغه ويل(سر وركو مكر سنكر نه(

  2. د ایران دولت حق نه لری چی پخوانی شوی معاهدی او موافقتنامی تر پښو لاندی کړی. د افغانستان ملی حاکمیت ته باید درناوی وکړی او له مصنوعی دیوالونو نه کار وانه خلی. کیدای شی داسی سرحدی سیمی وی چی دقیق کوردینات یی په نقشو کی نه وی راغلی اما پدی مسایلو کی د سیمی د خلکو نظر چی د تاریخ په اوږدو کی د کوم هیواد اوسیدونکی ول او له چاسره یی تاریخی تعلقات درلودل مهم دی. پخوا دومره دقیق وسایل نه و چی د هغو په واسطه د دوهیوادونو سرحدونه پری دمرکیشن یا علامه ګذاری شی. ایرانیانو د اسلام کلا صفری نقطه همداسی په چل ول ونیوله او کله چی د طالبانو حاکمیت په سیمه کی ختم شو د تورن اسمعیل شورشیانو سیمه لاندی کړه او هغه یی ایران ته ورپریښودله. ایرانی طرف دعوا درلوده چی د فخرالدین التای د قرارداد په اساس په دی سیمه کی دوه نقطی باید په مستقیم خط سره وصل شی او د خلکو او سیمی د اوسیدونکو حقوق یی په نظر کی ونه نیول بلکه دوی ته کاغذ مهم وو. له بلی خوا د افغانستان دولت ته په کار ده چی د سرحدی سیمو اوسیدونکو سره حتی له موجوده امکاناتو نه زیات کومک وشی هغوی ته لاری ، روغتونونه ، ښوونځی او د اوسیدو کورونه جوړ کړی تر څو د باتورانو کورته شغالانو د راتګ مخه ونیسی.
    ایرانیانو د نیمروز ولایت هغه صفری نقطه چی د هلمند اوبه د ایران خاوری ته تویږی هم له منځه وړی ده او په ډیری خواشینی سره زمونږ اوبه ټولی د هغوی خاوری ته ورځی پداسی حال کی چی د نیمروز زړور او ننګیالی خلک د څښاک له اوبونه محرومه دی او بیا دوی د څښلو د ضرورت وړ اوبه بیرته له ایرانه اخلی.
    هیله ده چی پدی برخه کی زمونږ نوی دولت د نیمروز د خلکو د مشکلاتو په حل کی خپله ایمانی او وجدانی وظیفه ترسره کړی.

  3. ګرانو لوشتونکواو دتاند محترموکارکوونکو سلامونه او نیکی هیلی می ومنی .
    تاسی پوهیږی چه دهر ی سیمی چارواکی قانونی او دینی مسولیت لری چه دهیواد لویشتی ،لویشتی خاوری څخه په میړانه او شجاعت او دتیری دپیل په وخت بی له ځنده دفاع وکړی. ددی موضوغ په هکله خو زه هک پک شوم چه ایا په نیمروز کی دوالی په نوم هم څوک وه او که نه؟
    دلته بل کوم دولتی ارګان او یا کشفی څانګی شتون درلود او که په قصدی توګه ټوله سیمه دګرګین لمسیانو ته پریښودل شوی وه؟
    چارواکی اوس دخوبه راپاڅیدل هله چه دالجزیری او بی بی سی خپرونی یی واوریدی!!!!
    زما په نظر باید ټول اړوند چارواکی ددی غفلت اوبی پروایی له کبله وپوښتل شی.
    څکه چه دومره لوی دیوال خو په یوه شپه او په پټه نشی ابادیدای.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *