تاند- ایران د سوریې جنګ ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه راپورونه رد کړل، ویې ویل چې دا ادعاوې د ایران خلاف تبلیغات دي.
د ایران ایسنا خبري اژانس د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وویل، داسي شواهد شته چې افغانان د سوریې د ولسمشر بشار اسد په ملاتړ او همداراز خلاف په جګړه کې برخه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دې سرچینې ایسنا خبري اژانس ته همداراز ویلي:«هیڅوک د سوریې د دواړو خواوو لپاره د افغانانو د جنګېدو په اړه په زغرده څه نه شي ویلی ځکه چې د داعش تروریستې ډلې او نورو ترهګرو ډلو په عراق او سوریه کې د خپلو پلویانو د ملاړ لپاره د افغانستان په شمول د بېلابېلو هیوادونو اتباع ګومارلي دي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کره شواهدو پر اساس، یو شمېر افغانان په سوریه کې اوسي او یو شمېر نور له افغانستانه د ایران له لارې سوریې ته تللي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د جنورۍ په نولسمه د شواهدو او اسنادو پر اساس وویل چې ایران په خپله خاوره کې افغان کډوال اړ باسي چې د سوریې جګړې ته لاړ شي. (تفصیل)
د بشري حقونو د څار د ډلې تر راپور وړاندې هم په څو نورو راپورونو کې، چې سوریې ته د لېږل شویو افغانانو له قوله ترتیب شوي وو، د ایران د سپاه پاسداران له خوا د سوریې جګړې ته د افغانانو استول تایید شوي وو.
د سوریې په جګړه کې، چې په ۲۰۱۱ م کال د بشار اسد د رژیم پر ضد له ولسي پاڅون سره همهاله پیل شوه، تراوسه دوه لکه شپېته زره تنه وژل شوي، یو ملیون ټپیان شوي او په ملیونونو نور کډوال شوي دي.
اړوند خبرونه:
ایران افغانان په زوره د سوریې جنګ ته لېږي
د سوریې جنګ د ایرانیانو، افغانانو او عراقیانو نوی میدان
سي این این د سوریې د جګړې برخوال افغانان وښودل
۳ زره افغانان د سوریې په جنګ کې د یو بل پر ضد جنګېږي
ایران هغه منافق ملک د چی د زمکی په سر نشته د د یهودیانو بچی اوبله دا چی مونکه هر کله نورو ته کوته نیسو په داخل د افغانستان کی د ایران لپار زمونکه وطن وال کوم کار نکوی د خومینی عکسونه خو یه د کابل په سرکو نو زورند کری دی الله دی مونکه تولو ته هدایت وکی چی خپل دوست او دشمن و پیجنو
در منطقه اسراعیل دوم کشور ایران است که بالای مردم خود رحم نمیکنند