قاسم سلیمانی د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان

تاند، جمعه، د جدي ‍۱۳مه: ایران د عراق په بغداد هوايي ډګر د امریکا هوايي برید کمعقلتوب بللی دی او بلخوا ته په اسراييلو کې هم امنیتي تدابیر سخت کړای شوي دي.

تېره شپه ناوخته امریکايي ځواکونو پر بغداد هوايي ډګر بریدکې د ایران د سپاه پاسداران د مشر قاسم سلیماني او د الحشد الشعبي د ملېشو د مشر په شمول ۹ کسان ووژل.

پنټاګون ویلي، چې قاسم سلیماني د ولسمشر ټرمپ په امر وژل شوی دی تر څو ایران په راتلونکي کې له حملو منع کړای شي.

په دې پېښه د ایران د باندننیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، امریکا د ایراني جنرال په نښه کولو سره نړیواله ترهګري کړې ده او اوس به د خپلو باغیانه کارونو پایلې پخپله وویني.

نوموړي ویلي، د امریکا دغه برید خطرناک، احمقانه او په سیمه کې د تاوتریخوالي ډیروونکی اقدام و.

د ایران مذهبي مشر هم د امریکا د دغه برید غندنه کړې او درې ورځې یې په ایران کې د قاسم سلیماني په وژنه ماتم اعلان کړی دی.

ایران په تهران کې د سویس سفیر هم احضار کړی دی چې په دغه هېواد کې د امریکا استازیتوب هم ور په غاړه دی.

بلخوا د جنرال سلیماني له وژل کېدو وروسته په اسرائیلو کې هم امنیتي تدابیر سخت شوي دي او د ایران لخوا هر احتمالي برید ته په دغه هېواد کې کلک تدابیر نیول شوي دي.

2 thoughts on “ایران: د قاسم سلیماني وژنه د امریکا احمقانه اقدام و، پایلې به یې وویني”
  1. د دغه صفوي شیطان وحشي تروریست او شیعیه بن لادن وژل کیدل ښه خبر دی، خو چې غچ یې افغانستان کې وانخلي، دلته خو هسې هم د جهل ووحشت لښکر(طالب) لکه تیار ګرڼیټان دي چې هرچا په لاس ورغلل ډرت ترې پورته کوي … بیا به کابل پرې په وینو ولړي

  2. ایران زمونږ لوېدیز ګاونډی هېواد دی.
    د دوستانو په انتخابول کې مونږ آزاد یو خو د ګاونډیو په انتخابولو کې مونږ دا چانس نه لرو.
    د ایران له اسلامي جمهووریت سره زمونږ هېواد شاوخوا 925 کیلومتره ګډه پوله لري.
    ایران او امریکا به سره جوړیږي، اما مونږ افغانانو ته چې د هرقوم او مذهب یو ، لازمه ده پدې هکله خپله ناپېیلتیا او بېطرفي وساتو.
    له ایران سره راز راز سوداګریزې ، علمي ، سیاسي ، ټولنیزې ، اقتصادی ، کلتوري اړیکې لرو.
    په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه مهاجر افغانان اوسیږي او یا د دوی له لارې نورو هېوادونو ته سفر کوي.
    ایران یو اسلامي هېواد دی او د ملګرو ملتونو له غړیتوبه علاوه ، د اسلامي کنفرانس هېوادونو سازمان ، د ایکو اقتصادي سازمان او د شانګهای سازمان غړیتوب هم لري نو پدې اساس مونږ ته لازمه ده چې له ایران سره په دوستي کې پاته شو او د امکان تر حده ښې اړیکې ولرو .

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *