تاند- د ایران د مذهبي مشر د پوځي چارو سلاکار وايي، افغانستان به په راتلونکې کې د اوبو پر سر د لانجو سرچینه وي.
رحیم صفوي، چې پخوا د ایران د سپاه پاسداران قوماندان و، وویل، د ایران او ۱۲ ګاونډیو هیوادونو ترمنځ سیندونه بهیري او دا سرحدي سیندونه په راتلونکې وخت کې د اړیکو او یا هم د اختلافاتو سبب کېدای شي.
صفوي همداراز وویل«په افغانستان کې د امریکایانو د حضور یو دلیل دا دی چې د افغانستان پر حکومت اغېز ولري څو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر ګډو حوزو خپله خوښه عملي کړي.»
ایران ته له ګاونډیو هیوادونو نژدې ۱۰ سیندونه بهېږي چې ډېری یې له افغانستانه دغه هیواد ته بهېږي.
ایران په ځلونو د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د بندونو او د اوبو د زېرمو د جوړولو د مخنیوي لپاره د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو او دغه راز د جنایتکارو ډلو ملاتړ کړی دی.
تروریستي او جنایتکارو ډلو څو ځلې د سلما بند د ویجاړولو هڅه کړې چې په لړ کې یې یو شمېر افغان پولیس شهیدان شوي دي.
حاضردمه د افغانستان او ایران حکومتونه د اوبو د وطش پر سر خبرې کوي. د افغانستان حکومت وايي ایران ته به د هغو اوبو مخه ونه نیسي چې د دغه هیواد حق دی.
زمونږ همدا اشتباه ده چې نه مو هیواد جوړ دی او نه مو خلک د کوم شي د مخنیوي وس لري، خو صرف په خوله خلک د ځان دښمنان کوي. پدې حالاتو کې مونږ نه په چا اوبه بندولی شو او نه د کوم ګاونډي مقابله کولی شو. کله چې په پښو ودریدو باید عمل وکړواو اس پکار ده دښمنان کم او دوستان زیات کړو.
سلامونه
هر ګاوندی ته مو پیغام دی چی کله مو په هیواد کی صلحه راسی نو تاسی وارخطا کیزی مه دهر یوه سره به خپل حساب وکرو
پوهژو چی په تیرو ۴۰ کلونوکی تاسو زموژ دهیواد سره خه کری دی د هخ قسم تجاوز خخه مو دریغ ندی کری
د سوکاله افغانستان په هیله