تاند- ایران وايي، د سرحدي ځواکونو قوماندان یې افغانستان ته ځي چې د دغه هیواد له چارواکو سره د دوو ایراني پوځیانو د وژل کېدو په اړه خبرې وکړي.

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان بریدجنرال قاسم رضوي له خبریالانو سره د خبرو په مهال وویل، د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ به کابل ته لاړ شي چې د افغانستان له امنیتي چارواکو سره د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په زابل ولسوالي کې پر ایراني پوله ساتو د هغې حملې په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان څخه وراوښتو وسله والو وکړه او په ترڅ کې یې دوه ایراني پوله ساتي ووژل شول.

ده همداراز وویل چې له افغان امنیتي چارواکو سره به د پولې په اوږدو کې د تګ راتګ او د دوو هیوادونو ترمنځ د پولې د کنټرول په برخه کې د مخکینیو موافقو پر عملي کولو هم خبرې وکړي.

ایران وايي چې د زابل په ولسوالي کې د نښتې په لړ کې ایراني ځواکونو څه باندې یو ټن مخدر مواد ونیول خو دوه سرحدي ځواکونه یې ووژل شول.

تسنیم خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې د چهارشنبې په شپه ایرانیانو د هسپانیا له لوبډلې سره د ایران د فوټبال د لوبډلې مسابقه کتله یو شمېر وسله والو د ایران په خاوره کې د ایراني پوله ساتو پر اډه برید وکړ.

ایران وايي په دې پېښه کې دوه ایراني سرتېري وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

One thought on “ایران وايي، له افغانستانه وراوښتو وسله والو د دوی ۲ سرتېري وژلي”
  1. ډیر ښه کار شوی
    دا ډیر مضر او خطرناک خلک دی
    دوی افغانستان کښی ژبنی تعصب ته ودوه ورکوی
    دوی اوس وسلوالو سره هم کومکونه کوی

    جهاد دایران پرضد پکار دی

ځواب ورکول تراب خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *