تورن جنرال محمد باقري

تاند – ایران وایي چې که پاکستان د ترهګرو روزنه او ایران ته د ورانکارۍ لپاره د هغوی لېږنه ونه دروي، په دغه هېواد کې به د ترهګرو په پټنځایونو حملې وکړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستېز تورن جنرال محمد باقري له پاکستان نه وغوښتل چې د هغو ترهګرو پر ضد دې اقدامات وکړي چې د دغه هېواد له خاورې وراوړي او په ایران کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.

ایران وایي چې د جیش العدل په نامه ترهګره ډله چې په پاکستان کې اډې لري په ایران کې عملیات کوي.

بي بي سي اردو د رویټرز له قوله لیکلي چې جنرال باقري ورته ویلي، «مونږ به دغه حالت ونه زغمو.»

باقري اخطار ورکړی چې که له پاکستان نه دغه ډول حملې دوام وکړي په دغه هېواد کې به د ترهګرو په پټنځایونو بریدونه وکړي او له منځه به یې وېسي.

ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د دغه هېواد د تاسیس له وخته او په ځانګړې توګه له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ورانکاري تربیه کوي او افغانستان ته یې د جهاد په نامه د جنګولو او د افغانانو د وژلو لپاره لېږي. همدارنګه دغه هېواد له بل ګاونډي، هند، سره هم ورته لوبه کوي، او داسې ښکاري چې اوس یې ایران ته هم لاس وراچولی دی.

One thought on “ایران وایي، که له پاکستان نه د ترهګرۍ صدور دوام وکړي په دغه هېواد به حمله وکړي”

ځواب ورکول Noor kamal Irshad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *