ایران له ډېرو کلونو راهیسي په افغانستان کې قومي سیاست ته دوام ورکړی او تل یې په خپلو تبلیغاتو کې هڅه کړې چې د افغانستان قومي اقلیتونو ته داسي ذهنیت ورکړي چې ګواکي محروم ساتل شوي او باید د خپل حق د احقاق لپاره هلې ځلې وکړي.

په تېرو دیارلس کلونو کې، چې د ناټو او امریکا پوځیان په افغانستان کې مېشت ول، افغانستان ته د ایران توجه یو څه لږه شوې وه. خو له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته ایران یو ځل بیا افغانستان ته توجه زیاته کړې او ورسره جوخت یې هڅه پیل کړې چې قومي مسایلو ته د پخوا په شان لمن ووهي.

«د افغان پر ځای د افغانستاني کلمه بیا بیا یادول، د یوه خاص قوم له لوري پر نورو قومونو ظلم او د هغوی د حق خوړل او افغانانو ته دا ویل چې تاریخ او ملي هویت نه لري» دا هغه غټ ټکي دي چې ایراني رسنۍ یې په افغانستان کې زیات تبلیغوي.

لاندې تبصره د ایران فارس نیوز خبري اژانس په خپله رسمي ویبپاڼه کې کړې ده. په داسي حال کې چې موضوع یې له افغانستانه د تکړه خلکو مهاجرت دی خو قومي مسایل مطرح کوي:

«… وجود نخبگان قومی؛ آنهم از قوم خاص که هنوز بر طبل طرح‌های سیاسی انحصارگرایانه می‌کوبند را به مدد و میانجی این نظریه می‌توان تحلیل کرد. »

او یا

« تقابل بین نخبگان افغانستان

با درنظرداشت دسته‌بندی بالا می‌توان نوشت که 13 سال گذشته نوعی از تقابل بین انواع مختلفی از نخبگان وجود داشته است

نخبگان قومی که متعلق به قوم خاص این سرزمین است با استدلال و اتکاء به گذشته‌های تاریخی این سرزمین نوعی نوستالژی قوم‌محورانه را از خود نشان می‌دهند و از شریک‌ شدن سایر گروه‌های قومی در قدرت، ناخرسند و به نحوی اصرار دارند تا حالت حصر قدرت به شکلی که در گذشته بوده احیاء شود؛ زیرا به باور آنان، این گروه قومی ظرفیت ذاتی و توان طبیعی به مراتب بیشتر از دیگران داشته و این چیزی است که به استدلال آنان تاریخ این مملکت گواه آن است.»

د افغانستان حکومت دغه خبري اژانس ته په خپله خاوره کې د رسمي دفتر د پرانستلو او هرراز فعالیت اجازه ورکړې ده. ایا که افغانستان د ایران په اړه ورته تبلیغات وکړي، قومي مسایل یې مطرح کړي، پر تاریخ او ملي هویت یې شک څرګند کړي، ایران به په خپله خاوره کې کومې افغان رسنۍ ته د فعالیت اجازه ورکړي؟

حال دا چې په ایران کې تر افغانستان زیات قومونه اوسي او ډېر قومي مسایل لري. د ایران ترکان یا اذریان، بلوچ، کرد، عرب ترکمن او نور په ځلونو د خپلو مشروع هویتي مسایلو لکه ژبې، قوم او مذهب په خاطر په خورا بې رحمۍ ځپل شوي دي.

سنیانو ته اجازه نه ورکوي چې حتي د خپل هیواد په پلازمېنه تهران کې لمونځ په جماعت وکړي.

پکار ده چې د افغانستان حکومت له ایران څخه د دې ډول تبلیغاتو په اړه توضیح وغواړي او ورته ووايي چې له دوی سره د افغانستان قومي او مذهبي مسایل ارتباط نه لري دا په افغانانو پوري اړه لري چې خپلې قومي ستونزې او سیالۍ څرنګه شاربي.

3 thoughts on “ایران په افغانستان کې قومي تفرقې ته لمن وهي”
  1. ایران چی به افغانستان کی افغانانو ته دا ذهنیت ورکوی چی ګویا محروم ساتل شوی بی بنسټه خبره ده دا ځکه په افغانستان کی چی پښتنانه اکثریت دی خپل حقوق یی هم اقلیتونو ته ورکړی دی.
    خو په ایران کی بیا دا خبره وقعیت لری چی اقلیتونو ته خبل حقوق ندی ورکړل شوی کوردان وګوری، هزاریان وګوری. عربان وګوری چی د ایران د نفوسو ۶۰ سلنه جوړوی خو یو ته یی هم حق ندی ورکړل شوی.
    موږ د افغانستان رسنیو او زورنالستان ته حیران پدی یو چی دوی ولی خپله دنده نه شی سرته رسولی. د افغان رسنیو لومړۍ دنده دا ده چی د ایران اقلیتونه راویښ کړی تر څو د ایران څخه د خپل حق عوښتنه وکړی.پدی سره به یی خوا خپله دنده سرته رسولی وی بله خوا به یی د ایران د مداخلی مخ نیولی . هیله ده چی افغان ژورنالستان او افغان رسنۍ دغه تکی ته پوره پاملرنه وکړی.

  2. لعنت دې وي پر ایراني متعصبینو او د هغوی په افغانستان مېشتو ګوډاګیانو.

ځواب ورکول rafee nazari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *