تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: یو شمېر افغانانو چې په قاچاقي لارو یې ایران ته د تګ هڅه کړې ده، ادعا کړې چې ایراني سرحدي ځواکونو ۲۳ افغان کارګر یا وژلي یا یې په اوبو کې غرق کړي دي.

له دې ډلې یو ژوندی پاتې افغان شاه ولي وايي، د ده په شمول ۵۷ افغانان په قاچاقي لار د ایران، افغانستان او ترکمنستان په پوله د ایران خاورې ته دننه شول، خو هلته ایراني ځواکونو ونیول او ګڼ ملګري يې ترې په ډزو ووژل.

شاه ولي وايي، ایراني ځواکونو ۵۷ واړه افغانان د هريرود سیند ته واچول ،، وهیې وهل او له دې ډلې یې ۲۳ تنه مړه شول.

   د پېښې بل عیني شاهد او د ایراني ځواکونو لخوا شکنجه شوی افغان شیراقا طاهري چې اوس په هرات کې دی خبریالانو ته یې ویلي، ایراني ځواکونو تره شپه یوه بجه دوی ټول سیند ته اچولي وو: (( موږ د هرات او فاریاب له لارې ذوالفقار سیمې ته داخل شوو چې ونیول شوو او سیند ته واچول شوو.))

 د هرات د حوزوي روغتون چارواکي هم وايي، چې په اوبو کې د پنځو افغانانو مړي موندل شوي او له ایرانه د افغانستان پولې ته یې مړي رالېږدول شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مشر عارف جلالي خبریالانو ته ویلي، دغه مړي ټول د هغو کسانو دي چې غوښتل یې ایران ته په قاچاقي ډول د کار لپاره واوړي.

 د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد که څه هم د ایراني ځواکونو لخوا د افغان کارګرو د وژلو خبره رد او تایید نه کړه، خو وايي په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.

 بلخوا د ایران قونسلګرۍ د یوې بیانیې په ترڅ کې دا ادعا رد کړې چې ګواکې افغان کارګر د ایراني پولیسو لخوا وژل شوي دي، بلکې اعلامیه وايي، دغه افغان کډوال هیڅکله د ایراني پولیسو لخوا نه دي نیول شوي.

 په هرات کې د ایران قونسلګرۍ ویلي، د دغې پېښې په اړه د ایران پلټنې روانې دي او ژر به په مشهد کې د افغانستان له قونسلګرۍ او افغان حکومت سره شریک شي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم ایران پر افغان کارګرو ډزې کړې و او ګڼ کسان چې غوښتل یې د کار لپاره واوړي، وژلي یې وو.

2 thoughts on “ایران په قاچاقي لار ور اوښتي ۲۳ افغان کارګر وژلي او سیند ته یې اچولي”
  1. ه خو یې ډیر پريشانه ، خپه
    او خواشینی کړم الله د داسې دولت جوړ کړي چې افغان اولس ته خپل ملي غرور ورکړي او په خپله خاوره کې ژوند او ابرومنده مشغولیت ولري!
    د افغان وژنه اوس د چرګ وژنه ده پر ځای ددې چې ایران یې بندیان کړي هغوی یې لکه چرګان ووژل خو په افغانستان کې په ټولو تلویزونو کې لکه طلوع او نور ډیر زمونږ په کابلۍ فاړسي نه بلکې په ایرانۍ لهجه او لغاتونو
    باندې خبرې کوی دا څرګندیږي چې افغانان اوس یوه ګله ده او ملي شعور نلري

  2. اخوری او اخندی ایرانیان ځانته په ظاهره شیعه مسلمانان وای، خو ماته پدی ناځوان مردانه کار سره اخوری او اخندی ایرانیان داسی په ثبوت ورسیدل چه دوی هیڅ دین نلری، او اوس یی دنیا وال د یو شیطان او ډیرمنافق هیواد په نوم پیژنی.
    افغانان هم داسی خلک دی چه د ایرانی اخوریانو څخه به څو چنده غچ اخلی او پخوا یی هم اخستی دی.

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *