لیکوال : محمد یاسین زیار –

د ایران او سعودي ترمنځ سیالي څه نوې خبره نه ده دغه سیالي له لسیزو را په دیخوا پیل شوې . په منځني ختیځ ایران او سعودي کې دوه ستر سیمه ییز لوبغاړي دي او د سیمو په ډیری پيښوکې ښکیل هیوادونه دي  له دې وروستۍ لسیزې وړاندې په سیمه کې سعودي پلوې ډلې ډيرې برلاسې وې خو له یوې لسیزې را په دیخوا ایران ورځ تر بلې په سیمه کې لاس بری کیږي.

په لبنان کې د حزب الله پیدا کیدل په عراق کې د صدام د رژیم نسکوریدل او په غزه باندې د حماس واکمنیدل ټول د ایران په ګټه او د سعودي په زیان وو.

د ایران په ګټه پيښې یوازې د صدام تر نسکوریدو نه وې بلکې  آن تر ننه دوام لري . په منځنې ختیځ کې وروستي بدلونونه هم ددغو پيښو لړۍ ده  د داعش ډلې را پیدا کیدو هم لوبه د ایران خواته کږه کړه د یادې ډلې د پیدا کیدو له امله نړیوال د بشارالاسد د رژیم له ړنګولو نه لاس په سر شو او خپل پام يې د بشارالاسد په ځای په سوریه او عراق کې توندلارو سوني ډلو لکه داعش او جبهه النصره ته واړاوه.

محمد یاسین زیار
محمد یاسین زیار

او په دې توګه د بشارالاسد رژیم چې د ایران ستراتیژیک ملګری دی بیا په خپل ځای پاتې شو.

سعودي چې تل يي په اسلامي هیوادونو کې د سني جهادي ډلو ملاتړ کړی او له دي لارې یې د ایران چې د شعیه ډلو ملاتړ کوي د نفوذ له پراختیا سره مبارزه کړې خو اوس هغه ډلي چې سعودي يې پخوا ملاتړ کاوه دوی ته بلا شوي هغه ځکه چې په عراق او سوریه کې اوسنۍ سوني ډلې ډيرې توندلاري دي  او دسعودي له کنټرول نه بهر دي . دغه ډلې که څه هم چې د شیعه ډلو په ځپلو او د ایران د نفوذ په مخنیوي کې ډیرې اغیزناکې تمامیدای شي خو زیاته توندلاري ، نړیواله ترهګري او د سعودي له شاهي نظام سره کلک مخالفت ددې لامل شوی چې سعودي يې له ملاتړ نه لاس واخلي او آن ددوي په ضد اقدامات وکړي چې ددغو ډلو کمزوري کیدل خپله د شیعه ډلو چې ایران يي ملاتړ کوي د پیاوړتیا سبب کیږي.

په عراق او سوریه کې دداعش ډلې ځپل که څه هم د غه ډله د سعودي حکومت ضد ډله ده خو ددغې ډلې د ځپلو ډیره ګټه بیا ایران ته په لاس ورځي  هغه داسې چې ددغو ډلو ځپل له یوه پلوه د ایران ضد ډلو یعني د سونیانو کمزوري کول دي  له بل پلوه ایران ته دا فرصت برابروي چې شیعه ډلې تقویه او په سیمه کې یې واکمنې کړې.

په یمن کې هم امریکا په القاعده ډلې ګڼ بریدونه ترسره کړل او شیعه حوثي ډلي چې ایران يې ملاتړ کوي خپل ځان تقویه او سوني ډلې کمزورې کړې یمن چې له سعودي سره ګډه پوله لری او ډیری وګړي یې سونیان دي تل سعودي پلوی حکومت پرې حاکم وو خو اوس اوس شیعه حوثي ډلې د سونیانو سعودي پلوی حکومت ړنګ او پر ځای يې شیعه ایران پلوی حکومت رامنځته کړ.

په ټوله کې داسې ویلای شو چې د منځنې ختیځ په ګڼو هیوادونو لکه عراق ، یمن ، سوریه ، فلسطین ، او آن په لبنان کې داسې حکومتونه واکمن دي چې یو ډول نه یو ډول ایران ته نژدي دي.

تر اوسه ایران یوازې په بحرین کې پاتې راغلی . بحرین چې ډیری وګړي یې شیعه ګان دي خو حکومت د سونیانو په لاس کې دی تر دې دمه ایران نه دی توانیدلی چې په بحرین کې کوم ستر بری لاسته راوړي او تردې دمه د شیعه ګانو لاریونونو کومه مثبته پایله له ځان سره نه ده لرلې.

2 thoughts on “ایران په منځني ختیځ کې د سیاسي لوبې ګټونکی هیواد”
  1. د ايران حکومت او خلک خپل ضرورت ښه پېژني او تر ډيره حده خپل ملي منافع کلک ساتي که څه هم دغه ايت الله ګان د حکومتونو، تګلارو، نورو نړيوالو پاليسيو او عکس العملونو سره هومره بلد نه وه . خو ايرانيان په تعليمي لحاظ ډير مخکي دى او هېڅ کار په احسا سا تو، ګواښونو، دبل چا په خوله او خبره د خپل ملت ملي منافع ناديده نه ګڼي. په سيمه کې ځان ساتي او د راتلونکې په هکله د يوه سوچ خلک دي.د ايرانيانو اسلامي جهان بينې او پوهه ډير پراخ اړخ لري او ښوونې اوروزني ډير کلک ملاتړي دي دايران پرمختګ په سيمه کې له ډيرو شتمنو هېوادونو مخکې دى .د تهران پوهنتون تعليمي کچه له اروپايي هيوادونو سر که مخکې نه وه خو شاته په هېڅ صورت نه وه.د پوهنتون مهال ويش، تعليمي نصاب ، کانکور او داخله يو ستندرد درلود ايت الله ګان پوهېږي چې څه ډول له نړي سره سر وخوځوي.

  2. Salamoonah,
    Zma pa nazar Iran ka nory narriy ta herraqam vi kho Afghanistan lipara makhsusen Pashto aw Pashtano lipara zehr-e kkatil diey. Pa khpila Iran ki ham d`Azeri turkano; Kordano; Balotzano aw A`rebano aw Sunyano hoqquq tir pasho aw giro landy karry die.
    Afghany zwanan, kargeran, serhadi satounki wajniey???. d` fars cultuur ghwarriy d` tash pa noom ayetolagano (moxceny , mohakik, …) aw To`lo molo, mitra a.dn. rasenyo la lyary tervij krry;

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlaver SAFI t. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *