تاند- په داسي حال کې چې د افغانستان ولسمشر، اجرايي ريیس، او د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون د افغانستان دوستو هیوادونو او ملګرو ملتو د کابل د باقرالعلوم تروریستي برید غندلی، ایران شک لري چې دا برید په ارګ کې ځینو کسانو او بهرنیو استخباراتو کړی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت اړوندې ویبپاڼې (تسینم) پرون له حملې لږ وروسته دا رد کړه چې داعش به په دې برید کې لاس لري، ویې ویل چې داعش په مصنوعي ډول په افغانستان کې مهمه ډله ښودل کېږي. تسنیم لیکلي« به نظر می‌رسد سازمانهای امنیتی خارجی در افغانستان و همچنین برخی افراد در کاخ ریاست‌جمهوری این کشور، شیعیان افغانستان را قربانی اهداف سیاسی و نظامی خود کرده‌اند.»

(تفصیل)

له بهرنیو سازمونونو څخه د تسنیم هدف ظاهراً د امریکا متحد ایالتونه دي.

د امریکا د ملي امنیت ویندوی نیډ پرایس د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د کابل په یوه جومات کې حمله په افغانستان کې فرقوي تاوتریخوالو ته د لمن وهلو په هدف شوې.

ده همداراز ویلي«د امریکا متحد ایالتونه په کابل کې د باقرالعلوم پر جومات د نن ورځې تروریستي برید په کلکه غندي….»

پرایس دا خبره هم کړې د امریکا متحد ایالتونه عدالت ته د دې برید د عاملانو د راکاږلو د هلوځلو ملاتړ کوي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم دا برید په کلکه غندلی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما دا برید وحشت بللی دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي او د پاکستان حکومت هم دا برید په کلکه غندلی دی.

د نریندرا مودي په پیغام کې ویل شوي«موږ په کابل کې د شیعه ګانو پر جومات برید په کلکه غندو او د بېګناه انسانانو پر وژل کېدو د هغوی له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوو.»

مودي همداراز ویلي«هند د تروریزم پر ضد په جګړه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.»

د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون هم د کابل برید غندلی دی.

د سرمنشي ویندوی سټېفن دوجاریک په خپله ورځینۍ خبري غونډه کې وویل« پر ملکي وګړو، چې له خپلو حقونو سره سم خپل مذهبي مراسم ترسره کوي، قصدي حمله د دوی د اساسي بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.»

سرمنشي له افغان ملت او حکومت سره پیوستون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې په دې برید کې دخیل عناصر دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

One thought on “ایران په کابل کې د شیعه ګانو پر جومات برید د داعش کار نه بولي”
  1. د ټولو نه وړاندې دا وحشي عمل غندم. په افغانستان کې هیڅ داسې ندې شوي چې یوې مذهبي ډلې د بلې مذهبي ډلې خلاف کوم عمل کړی وي، بلکې ټول د یو بل عقیدې ته احترام لري. دا کار یواځې او يواځې زمونږ په ګاونډيو کې رواج دی او غواړي چې خپل شوم او وحشي رواج مونږته انتقال کړي. ددې نه داسې معلومیږي چې پدې کار کې مستقیم ایران او پاکستان لاس لري تر څو په افغانانو کې د نفاق او مذهبي تعصب اور بل کړي. مګر که دوی هر څه وکړي شیعه او سني افغانان پدې ښه پوهیږي چې دوی یو د بل ورونه دي او هیڅکله هم یو پر بل شک نه کوي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *