تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۸مه: د ایران، په تهران کې د یوې اوکرایني الوتکې د سقوط پېښه کې ۱۸۰ کسان وژل شوي دی.

ایراني رسنیو ویلي، په اوکراینۍ بوئینګ الوتکه کې ۱۸۰ کسان سپاره وو چې یو یې هم ژوندی نه دی پاتې شوی.

دغې الوتکې د تهران د امام خمیني له هوايي ډګر څخه پرواز کړی او هوايي ډګر ته نږدې په پرند سیمه کې راغورځېدلې ده.

ایراني چارواکو د دغې الوتکې د راغورځېدو علت تخنیکي ستونزه ښودلې، خو دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ایران په عراق کې د امریکا نظامي اډې په توغندیزو بریدونو کې په نښه کړې دي او له امریکا سره د ایران اړیکې تر ټولو ترینګلي حالت ته رسېدلې دي.

One thought on “ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لويدو پېښه کې ۱۸۰ کسان وژل شوي”
  1. د ایران لمړی کاذب حرکت

    زه ډیر ګومان کووم پدی خاطر چه د ایران حکومت د ایران د خلکو پام بلی خواته واړوی، ځکه د ایران تلویزونونه، ورځپانی او خلک دقاسم سلیمانی په ویر اخته خپرونی کوی، او بل دا چه خلک دحکومت څخه جدی خواست کوی چه د امریکا څخه غچ واخلی، دا چه د ایران حکومت تیره شپه یو څو توغندی د امریکا دځینو متحدینو سره په خصوصی مشوره وتوغول تر څو خپلو خلکو او دنیاوالو ته ښکاره کړی چه مونږ خپل غچ واخیست. دا چه دغه توغند یزغچ کاذب وه. نو پدی خاطر چه د ایران کاذب حکومت د ایرانیانو فکر بلی خواته واړوی، نو د تهران میدان کی ولاړه اوکراینۍ الوتکې ماشین یا انجن ته شاید یو څه وراچولی وی ترڅو الوتکه په هوا کی ډیر ژر اور واخلی او نسکوره
    شی، دغه واقعه نن سهار وختی یا د کاذب توغندیز برید څخه دری ساعته وروسته شویده.

    د ایران دوهم کاذب حرکت
    ۲ – زما په ګومان په کرمان کی د قاسم سلیمانی د جنازی په مراسیمو کی د ګډوډیو او ټیل ناټیل کاذب حرکت هم دایران حکومت پدی خاطر تنظیم او پلان کړی وه، چه دیوی خوا دنیاوال په تیره بیا غربی هیوادونو ته وښایی او یا یی وډار کړی چه ایرانیان داسی قهرجن خلک دی چه تنها دجنازی په مراسمو کی یی ۶۰ مړه او تر ۲۰۰ زیات زخمیان شول، دبلی خوا د ایرانی حکومت بل مقصد دا وه چه د قاسم سلیمانی خاکسپاری بلی ورځی ته په دې خاطر وځنډوی چه خپلو خلکو او نړیوالو ته وښایی چه دقاسم سلیمانی د سپارلو او تدفین څخه مونږ مخکی دخپل سردار غچ واخیست، چه دغه کار نن وشو او د تدفین په وخت ایرانی چارواکو وویل چه د سردار د سپارلو څخه مو مخکی بیګاه شپه ۸۰ امریکایان په عراق کی ووژل. لکه
    د سپاه پاسدران ویاند رمضان شریف کرمان کې خاورو ته د قاسم سلیماني له سپارلو وروسته وویل، د امریکا پر اډو د شپې یوه بجه او ۲۰ دقیقې برید وشو او دا همغه شیبه وه چې قاسم سلیماني په عراق کې ووژل شو.

    د ایران اخوندان په خپلو خلکو هیڅ رحم نه کوی

ځواب ورکول دورانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *