تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د واشنګټن او کابل دوه اړخیزه امنیتي موافقه د افغانستان په ګټه نه ده او د سیمې پر مسایلو منفي اغېز شیندي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې به له ۲۰۱۴ وروسته په زرګونو امریکايي پوځیان په افغاسنتان کې پاتې شي. امریکايي پوځیان به د ایران پولې ته نژدې د هرات او شینډنډ د هوايي ډګرونو په شمول د افغانستان په ۱۱ ځایونو کې مېشت وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندویې مرضیې افخم نن وویل:«د ایران اسلامي جمهوریت د امنیتي موافقې لاسلیک او تصویب د افغانستان د ګټو لپاره په اوږدمهال کې ښه نه بولي.»

د ایران د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم څو ځلي په ښکاره د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون مخالفت کړی و.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي مشورتي لویې جرګې ته په وینا کې ویلي و چې د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې په اړه یې د سیمې له ټولو هیوادونو سره سلا مشوره کړې خو له ایرانه پرته نورو ورسره مخالفت نه دی کړی. کرزي وویل چې ایران په زغرده ورته ویلي چې د دې موافقې مخالف دی.

د افغانستان حکومت وايي چې د امنیتي تړون لپاره د ولسمشر حامد کرزي دوه شرطونه لا پرځای پاتې دي او د امریکا غبرګون او ځواب ته په انتظار دی.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي پرون وویل، دوه شرطونه چې ولسمشر مطرح کړي، یو یې د بهرنیو ځواکونو له لوي د ټولو پوځي عملیاتو درول دي، هغه که هوايي وي یا ځمکني. او بل د سولې د بهیر پیلېدل دي. په دې دوو مواردو کې موږ لاهم د امریکا د حکومت ځواب ته په انتظار یو.»

په افغانستان کې د امریکا سفیر ویلي چې کرزی هر وخت نوي نوي شرطونه مطرح کوي.

خو ښاغلی فیضي وايي چې له دې دوو شرطونو پرته افغانستان د امنیتي تړون په اړه نور هېڅ شرط نه لري.

8 thoughts on “ایران یو وار بیا د افغانستان او امریکا له امنیتي موافقې سره مخالفت وکړ”
  1. له خپلی موری خو دا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندویه مرضیې افخم ډیره را ته مهربانه شوه . دی نن وویل:«د ایران اسلامي جمهوریت د امنیتي موافقې لاسلیک او تصویب د افغانستان د ګټو لپاره په اوږدمهال کې ښه نه بولي.»
    مګر تاسی چی موافقی لاسلیک کوی کله مو زمونږ ګټی په نظر کی نیولی دی. لعنت دی په شیطان وی

  2. افغانستان باید د امنیتي تړون د لاسلیک یا نه لاسلیک په برخه کې د هېڅ هېواد اندېښنه په پام کې ونه نیسي او د خپلو ګټو په اساس فیصله وکړي. آیا همدا صفوي ایران چې د شیطنت د محور په نامه په نړۍ کې شهرت لري یا د تورڅټو پنجابیانو په دا ۱۲ کالو یا ان په دا ۳۵ کالو کې کله هم په واقعیت او صداقت سره د افغانانو د ښېرازۍ له پاره یا لږ تر لږه د دوی د انساني ناستې په برابرولو کې معمولي کار هم کړ دی. خدای دې پر دواړو په غضب شي.

  3. ته په اوس زمونږ دګټو له امله مړه شوې ستا رزیل دولت خو هره ورڅ لسګونه افغانان اعداموي. افغان په خپل نوم ان د بایسکل اخستو حق هم نه لري ستا په هیواد کې بیا لا زما د ګټو له امله هم مړه یې. کرزی هم رزیل دی که نه ددې ایران پّه خاطر یې هم باید لاسلیک کړي

  4. گیر زما واکی د ملا، مونژ پخپله پوهیژو چه خه مو په گته ده او خه مو په گته نه ده ، د ایران له مهربانی سخه دیره مننه

  5. دایران ګوډاګی رژیم چه کلونه کلونه کیږی دافغانستان له ستر دښمن یعنی روسیی سره عمیقی استرتیژیکی نظامی اړیکی اوتړونونه لری ایا ددی تړونونو دتړلو په وخت کی یی دافغانستان له حکومت سره سلامشوری کړی وی اوکه نه افغانستان یومستقل اوازاد هیواد دی حق لری چه دخپلو ملی ګټو په خاطر دنړی له هرملک سره تړون اواستراتییژیکی اړیکی ولری اودایران دمستبد رژیم اختلافات له غرب اوامریکاسره په ظاهری بڼه کی دی په پټه له اسراییلو سره هم ډیری ښی اړیکی لری

  6. دا پنځوس کاله پڅوا چی ایران په خپله امریکا سره امنیتی تړون امضا کولو هغه وخت دوی ته په ګټه کی وه نن افغانستان ته تاوان دی

    په ۱۹۴۷ کال کی پاکستان سره یی امضا کولو او په بډه بیره کی ورته هډه ورکړه هغوی ته په ګټه کی دی نن افغانستان ته ناروا دی دا د فرعونیانو ځامن دی مونږ اسلام پاکستان او ایران ته ورساوه هغوی نن خپل پلرونو ته چل ښایی

  7. مرضیه جان سلام ! حال شما چطور است ؟ به هرحال از دربار ایزد متعال برایتان عقل سالم میخواهم، مرضیه جان ! ديروز سر موضوع انرژي اتومي با غرب همصدا به خاطر منافع کشورتان چاکلیټ توزیع کردید و از خوشی ها در کوچه وبازار هایتان رقصیديد، حال که از بوی آمدن ثبات در افغانستان محسوس شديد ۰ خیلې نا آرام شده ، ياوه ګويي میکنید ، عرض بنده اينست که افغانستان يک کشور مستقل ود ارای هویت ملي افغانیست ـ لطفا از سر کل ما دست بردارید ، مرضیه جان قند آزرده نباشید ، زیرا رئيس صاحب دولت ما ميګوید ایران دوست و همسایه صادق است

  8. وایی مرغان تیریږي سپیان غپیږي نور د نو افغان دولت د هر سپي او سړي خولې ته نه ګوري خپل کار د په خپله وکړي نور نو د جرګې تر پریکړې وروسته د هرچا د خولې کتو ته اړتیا نشته .

ځواب ورکول لالا،بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *