تاند، سه شنبه، د ثور ۹ مه: د امریکایي اکنیتي کمپنۍ بلیک واټر مشر وایي، امریکا د دوی پر ځای د افغانستان جګړه طالبانو ته سپارلې ده.
د روسیې د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د بلک واټر مشر ایریک پرینس په دې وروستیو کې د روسیې نظامي تحقیقاتي مرکز په بلنه مسکو ته تللی او په دغه نظامي مرکز کې نوموړي د پوښتنو ځوابونو یوه برخه کې ویلي دي چې، د بلک واټر د ډیرو هڅو سره سره د امریکا حکومت له خوا بلک واټر ته په افغان راتلونکې جګړه کې ونډه نه ده ورکړل شوې.
خو نوموړي ویلي دا ماموریت د امریکا او طالبانو د نوې هوکړې له مخې اوس طالبانو ته سپارل شوی او طالبان په دغه تړون کې مکلف بلل شوي چې افغانستان کې د داعش ، القاعدې او نورو ټولو هغه ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړه وکړي کوم چې د امریکا د ګټو خلاف دي.
ایریک پرنس ویلي طالبانو ته دا نوی مسوولیت سپارل کټ مټ هغه ماموریت ته ورته دی چې کابو شل کاله وړاندې د امریکا له خوا بلک واټر ته سپارل شوی وو، تر څو افغانستان او سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره جګړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو امریکایي چارواکي هم منلې وه چې طالبانو ته د افغانستان په ختيځ کې د سولې د تړون له مخې په ازمایښتي ډول پیسې او تجهیزات ورکړل شوي دي تر څو یې د داعش پر ضد جګړه وارزول شي.
دا مهال امریکایان او طالبان په قطر کې د سوق او ادارې یو مرکز لري چې د القاعده پر ضد ترې عملیات رهبري کیږي.
د بلک واټر د لیډر نه د طالبانو په حکله واقعیتونه واوری چه په دغه څرګندونو کی کړی ، دا اقرارونه دا ثابتوی چه د طالبانو ډله د پردیو د مخو د پاره د ابزار په توګه را منځ ته شوی ، او په آینده کی ورته نوی دندی سپارل کیژی ، اوس نو دا ثابته شوه چه د طالبانو د اشغال په ضد جهاد او د اسلاو نه دفاع یوه غولونکی ادعا ده ، همغه یوه واقعیت مخی ته راځی چه طالبان د جنګ سوداګر دی اوددغه جنګ د تجارت د ګټو په ټولولو لګیا دی او بس .
ددی حقایقو د افشا کیدو نه وروسته دافغانستان ملت او ددنیا ولسونه او دولتونه د طالب مشرانو ، آمریکا او پاکستان تر منځ د اوږدی انډیوالی په معامله باندی ښه قضاوت کولای شی چه طالب تروریستی ډله څومره ددغه پردیو قوتونو د اهدافو د پاره په افغانستان کی د ابزار په شکل استخدام شوی ده
خبره لاړه ډنډوره شوه او اوس نو؛
طشت رسوائی ما باز از سر بام افتاد