سپین ږیری د ونې شاته تاو شو. سر یې ټيټ ونیو. ایس کریم ته یې ژبه راوایسته. زوی ته مې وویل:

– پلار دې ګورې

ده اوف کړل. سر یې وڅانډه:

– هاغه بله ورځ ډاکټر ته ورغلی و ایس کریم ورته زهر دي پخوا ښه و په پرهیز کې کلک و

– راځه چې ورته ووایو

– تیره شپه مې د ده له مخې خواږه پورته کړل، غالمغال مې وکړ سهار مې بیا خبرې ورسره ونه کړې

– زه به ورته ووایم

-ته ودریږه چې د پارک خواته تیر شم چې راپام یې نه شي چې راپسې دی

د بوډا  لور ته ورغلم. لږ ایس کریم ترې توی شو، لاس یې پر خوله وموښه. د ایس کریم بیسکیټ یې شاته ونیو. ورته ومې ویل:

– نوش جان، ښه دی چې خوړلی یې شې

د ایس کریم بسکیټ یې په ګوتو کې وڅرخاوه:

– دا مې په غاښونو کې نښلي

– د ایس کریم هم بوره زیاته وي شکرې ته ښه نه دی

د پارک لور ته یې وکتل، شکي شوم لکه چې موږ یې کتلي وو. راته وې ویل:

-له کوروالو یې پټ خورم

– نو ولې

-بیا خپه کیږي دوی غواړي چې تر ډيرو ورته ژوندی یم

– خو سم وایي

سړه ساه یې وایسته:

– ډاکټر راته ویلي چې د مغزو په لاندې برخه کې دې تومور دی

پر ټټر یې څڅیدلي ایس کریم لیکه وکړه. ده د ایس کریم بیخ په لاس کې ټنګ کړ، ورو یې وویل:

-دوی خبر نه دي… علاج نه لري

 د بسکټ ټوټې یې له لاسه ولویدې.

پای

One thought on “ایس کریم | اجمل پسرلی”
  1. ډېره ښکلې او په تول پوره ده.
    له تلوسې ډکه او د افغانانو د کورنۍ د زړه سوي او لوريينې ښکلی انځور په کې دی.
    لومړی سړی فکر کوي چې پلار توسن او بد پرهېزه دی خو وروسته پوهېږي چې پلار په ريښتوني معنی پلار دی. ټول دردونه او غم په ځان تېروي خو کورنۍ ته حال نه وايي چې خپه نشي.
    کورنۍ هم د پلار د شکر ناروغۍ او د ده د صحت په فکر کې دي.
    خو پسرلی صيب که زما منې دا د ايسکريم ليکه ډېره وروسته شوې ده. ايسته يې کړه. يعنې دا لاندې جمله اضافي ښکاري: ((پر ټټر یې څڅیدلي ایس کریم لیکه وکړه. ده د ایس کریم بیخ په لاس کې ټنګ کړ، ورو یې وویل:))
    بله دا چې ایس کريم ترکيبي نوم دی او په پښتو کې ترکيبي نوم يو ځای ليکل کېږي (ايسکريم) يې کړئ.
    ډېره ښکلې وه

ځواب ورکول ورور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *