خبریال: میرویس جلالزی – رپوټونه وايي چې د پاکستان ځواکونو په پیښور کې د ډسمبر میاشتي د برید وروسته د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.

دغه برید د پیښور په یوه پوځي ښوونځي د طالبانو له لوري وشو چې پکې نږدې درې سوه ماشومان مړه او ژوبل شول.

د ایران فارس خبري آژانس سره په مرکه کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار ویلي چې دوی د اشرف غني احمدزي د واکمني پر مهال د افغانستان په خاوره کې په بیلا بیلو سیمو له افغان او ناټو ځواکونو سره په همغږۍ کې پوځي عملیات تر سره کړي دي.

که چیرته د پاکستان د کورنیو چارو د ووزیر دغه څرګندوني رڼي وي دا به په تیرو څه باندي دیارلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د پوځونو بربنډ عملیات وي.

پاکستان تر اوسه تورنیده چې په پټه له طالبانو سره مرسته کوي او د هغوی په مینځ کې سرتیري لري لیکن دا ځل له بله موقفه او په ښکاره توګه د افغانستان په خاوره کې عملیات کوي.

د افغان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي په خپل ټویټر پاڼه کې دا موضوع ډیره حساسه او بګنونکي بللي ده.

ښاغلي فیضي ویلي چې د افغانستان خلک د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر چوهدري نثار دا څرګندوني له نږدې څاري، او د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پوځي عملیات د دغه خاوري په ځمکنښ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت بربنډ تیری دی.

هغه ویلي چې افغانانو د پردیو د تجاوزونو څخه ډیر کړیدلي او افغانان د خپل ناموس او ځمکۍ د ساتني او ملاتړ لپاره ډیري قربانۍ ورکړي دي.

ایمیل فیضي چې د افغانستان په پخواني حکومت کې د مخکښو څیرو څخه شمیرل کیده دا هم ویلي چې د افغانستان په خاوره د پردیو تیری په هیڅ ډول د منلو او زغم وړ نه دی، او په دې کې باید هیڅ څوک شک و نه لري چې افغانانو په خپله خاوره متجاوزینیو ته څه ډول ځواب ورکړی دی.

د پاکستان د قواو د عملیاتو خبره وروسته تر هغه مطرح کیږي چې د پاکستان په پيښور کې پر ښونځي د برید وروسته د دغه هیواد د استخباراتو مشر دوه ځله کابل ته راغی.

د لومړي ځل سفر څو ورځي وروسته یي د دغه برید پینځه تنه احتمالي طراحان د افغانستان په خاوره کې ونیول شول خو کابل پر هغه مهال وویل چې دا نیول کیدل د پاکستان د دولت د معلوماتو پر مټ تر سره شوي دي.

خو افغان دولت هیڅکله هم و نه ویل چې د پاکستان ځواکونو له دوي سره په ګډه د افغانستان په خاوره کې عملیات تر سره کړي دي.

3 thoughts on “ایمل فیضي: په افغان خاوره کې د پاکستان عملیات پر موږ بربنډ تیری دی”
  1. افغانستان به هيڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې په خاوره کې يې عمليات تر سره کړي او نه افغان ځواکونو له پاکستانيو ځواکونو سره په ګډه افغانستان کې عمليات تر سره کړي .

    دغه ټکى د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په هغه خبرپاڼه کې په ډاګه شوى ، چې يوه کاپي يې د سلواغې په ٢٤مه پژواک اژانس ته هم رالېږل شوې ده .

    تېره ورځ يو شمېر رسنيو د پاکستان د کورنيو چارو د وزير چوهدري نثارعلي له قوله داسې خبرونه خپاره کړل چې ګويا پاکستان له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره په همغږۍ کې د افغانستان په خاوره کې پوځي عمليات تر سره کړي دي.

    دغه ټکي دلته په افغانستان کې د يو شمېر سياسي څېرو غبرګون راوپاراوه ، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چوهدري نثارعلي له قوله خپاره شوي خبرونه رد او ناسم بللي .

    پاکستانيو چارواکو ويلي چې د دغه هېواد دکورنيو چارو وزير له رسنيو سره په خپلو خبروکې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان، ناټو او افغان ځواکونو له خوا د ګډو عملياتو ترسره کولو ته اشاره نه ده کړې او يواځې د تروريزم پرخلاف د مبارزې د پياوړتيا په اړه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ښه والي په باب له رسنيو سره خبرې کړې دي.

    د يادې موضوع په اړه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خواپه خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې چې افغانستان حکومت خپل دريځ يو ځل بيا روښانه کوي چې په افغانستان کې به يواځې افغان ځواکونه عمليات کوي او بل هيڅ هېواد ته به د عملياتو اجازه ور نه کړل شي او نه هم افغان ځواکونو د پاکستان له ځواکونو سره ګډ په عمليات ترسره کړي دي.

    خبرپاڼه زياتوي ، چې د افغانستان خلک د خپلو ملي امنيتي ځواکونو له ځواکمنۍ څخه خوښ دي او له هېواد څخه د دفاع په لاره کې پر دوی باندې بشپړ باور لري.

    په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سره د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې يوڅه نرم والى تر سترګو کيږي.

    د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلې وې. افغان حکومت به تل پاکستان له ترهګرو پر ملاتړ تورنوه او پاکستاني چارواکو به ويل چې دوى په خپله د ترهګرۍ قرباني دي.

    خو د افغانستان نوي حکومت چې لا يې پنځه مياشتې نه تېرېږي وکولى شول د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د يو بل پروړاندې تندې لهجې کارول او د تورونو لړۍ ته د پاى ټکى کېږدي.

    د افغانستان نوي ولسمشرتل په خپلو خبرو کې پر سيمه ييز امنيت ټينګار کړى او ويلي يې دي چې ددې موخې لپاره به افغانستان خپلې هڅې ونه سپموي، خو له ګاونډيانو يې هم تل ورته غوښتنه لرلې ده.

    نوموړي په المان کې د ميونيخ په امنيتي کنفرانس کې ويناوالو ته وويل چې نور له ترهګرۍ څخه د استفادې وخت تېر شوى. که څه هم هغه په ډاګه د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو اشاره يې ګاونډي هېواد پاکستان ته وه چې پر استخباراتي ادارې يې د افغان دولت د مخالفينو د ملاتړ تورونه دي.

  2. بل ته گوته نيسى بدبخته دستاسي دحكومت په وخت كى مو دكنر قتل عام هيرشو لكه كوندو په شان تيكرى مو په مخ راكشته كرل او غوژونه موبند وساتل اوس زمرى شوى

  3. Gul
    Taso kha waaye. hagha khapl wakht ye her kar chi Amricananoo be nar, khzi mashomman tul wa wazhal. ows doy naraan shawl aw legia di takhrib aw tabligh kawi. da Karzai ye laa suk wo chi aws wayaand ghati khbari kawi. wrak shai nor le di watana wowzai ziyati bas de deri paisi mo toil kre.

ځواب ورکول Paind ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *