تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی ای)‌ پخواني کارمند ایډوارډ سنوډن ادعا کړې ده چې اسامه بن لادن وژل شوی نه بلکه ژوندی دی.‌

یو اېس ای پالیټیکس ټوډی لیکي چې له مسکو ټریبیون ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ایډوارډ سنوډن ویلي دي چې اسامه په بهاماس کې اوسېږي او اوس هم سي آی ای تنخا ورکوي.‌

نوموړي ورځپاڼې ته ویلي دي،‌ «زه داسې اسناد لرم چې ښیي چې اسامه بن لادن ژوندی دی او دا چې سي آی ای هغه ته هره میاشت له یو لک ډالرو څخه ډېر ورکوي چې دغه پیسې نوموړي ته د یو شمېر تجارتونو او موسساتو له لارې نېغ په نېغه د هغه د ناساو بانکي حساب ته ورلېږل کېږي.‌ زه باوري نه یم چې هغه اوس چېرې دی خو په ۲۰۱۳ کال کې نوموړی له خپلو پنځو مېرمنو او ګڼو اولادونو سره په خپله وېله کې غلی اوسېده.‌»

سنوډن چې اوس په روسیه کې د فراري په توګه ژوند کوي په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو د امنیت د شورا له خوا د پټې څارنې یو لړ اسناد یې رسنیو ته واېستل له متحده ایالاتو څخه تېښتې ته اړ شو.‌

راپورهمدارنګه وایي چې سنوډن پخوا هم د اسامه بن لادن په هکله داسې اسناد خپاره کړي ول چې په رسنیو کې یې په هکله راپور نه وو ورکول شوی.

سنوډن وړاندې وایي چې د اسامه بن لادن د وژنې کیسه هسې ډرامه وه چې سي آی ای جوړه کړې وه.‌ نوموړی ادعا کوي چې اسامه په پټه له خپلې کورنۍ سره په بهاماس کې یوه پټ ځای ته انتقال کړای شو.‌

راپور د سنوډن له خولې مخکې لیکي چې، «اسامه له اوږده وخته د سي آی یو باوري ځری وو،‌ که چېرې سي آی ای هغه وژلی وای دغه کار به د سي آی ای نورو ځریو ته چې د هغوی له پاره کار کوي څه ډول پیغام ورکړی وای؟ هغوی د هغه د وژنې تقلبي پلان د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته ترسره کړ او نوموړی له هغه ځای څخه پټ واېستل شو.‌ دا چې اوس ټول باور کوي چې هغه مړ دی نو هیڅوک یې هم پوښتنه نه کوي، چې په دې توګه د هغه له پاره ډېره اسانه ده چې پټ شي‌. له ږیرې او پوځي جاکټ څخه پرته هیڅوک هم هغه نه پېژني.‌»

یوازې دا نه بلکه سنوډن وایي چې نوموړی به په خپل هغه کتاب کې چې په نژدې راتلونکي کې چاپېږي د هغو اسنادو په هکله خبرې وکړي چې ښیي چې اسامه ژوندی دی،‌ خو د سنوډن ادعاوې د کومې بلې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي،‌ او د متحده ایالاتو حکومت د سنوډن پرضد رسنیو ته د پټو خبرو د اېستنې له امله د جاسوسۍ تورونه لګولي دي.‌

دا چې د سنوډن خبره به ریښتیا وي که نوموړی غواړي چې د خپل را روان کتاب د خرڅلاو له پاره بازار ومومي وخت ثابته کړي.‌

3 thoughts on “ایډوارډ سنوډن ادعا کوي چې اسامه بن لادن لا ژوندی دی”
  1. دداسی يو شخص وژنه چی په کلونويي دخپل بادارلپاره دجاسوسی پلانونه تنظمول اوپه عمل کی يي تطبيق کول هغه ولی مړ کړی دسنوډن خبره بلکل سمه ده ،بل بن لادن دسعودی دشيخانو ورور،وراره اوخپل دی ولی يي دهغه دفاع ونکړه داڅنګه د داعيش دفاع کوی اودخپل شيخ په هکله پټه خوله کينی نه داسی نده

ځواب ورکول farid farzan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *