ليکوال: نجيب الله ازاد –

په نړۍ کې درې ډوله ژورنالستان دي. لومړی ډول یې بېخي لږ تر سترګو کېږي، دوی عموماً د یوې ځانګړې ايډيالوجی له مخې خپله دنده په صداقت او بېطرفۍ مخته وړي. دوهم ډول یې د لومړي ډول مطلق برعکس دي، دوی د پیسو زامن دي چې د پيسو په وړاندې هر څه وایي او ليکي. خو، تر ټولو جالب یې دا دریم ډول دی.

ظاهراً دوی يو پاک او بې پرې انځور نقاشي کول خوښوي، د حقايقو او واقېعتونو يوه وړه برخه راخلي او په خپلو مقالو او ليکنو کې ځای کوي، اما په اصل کې دوی په ځان کې يو ژور تور انځور لري چې تل یې پټوي. سلیم ساپی د همدغې دریم ډول ژورنالست دی. دا ډول ژورنالستان د خپلې چالاکۍ له مخې هڅه کوي چې ظاهراً ډېر ساده او معصوم ښکاره شي، اما دوی تل د يوې ډلې او يا هم لابي سره ژورې او مانادارې اړيکې لري چې د سليم ساپي په قضیه کې دا ډله ای ایس ای دی.

سليم ساپي خپل سفر د اسلامي جمېعت طلبه (د پاکستان استخباراتو جوړه کړې هغه افراطي ډله چې تل یې د افغانستان په جګړو کې مهم رول لوبولی) څخه پيل کړ چې ډېر ژر د جهاد لپاره افغانستان ته ولاړ. نوموړی د ډېر ډنګر او بدرنګه جسامت له کبله د خپلو ملګرو لخوا (سليم کارتوني) په نوم ياد شو. ده د څورلسم د سند ترلاسه کولو وروسته د (پاسبان، د جمېعت اسلامي ځانګړې ډلګۍ) غړيتوب هم واخيست او بيا یې ژورناليستيک ډګر ته مخه کړه. نوموړی په لومړي سر کې د مردان ښار د يوې علاقه دارۍ کوچنی رپورټر سو چې هلته هم د خپل وچ او بدرنګه جسامت له کبله د ژورنالستانو او سیاسي فعالينو د ټوکو موضوع وګرځېد چې دې سختو، توندو او توهين امېزو ټوکو نوموړی په يو ډول رواني ناروغۍ (د کمترۍ احساس) اخته کړ او تر ډېره به یې هڅه کوله چې له خپل محدود چاپېريال څخه بهر و نه وځي، ډېر وارې به داسې هم پېښېدل چې نوموړي د دغو طنزي مسخرو څخه د ځان ژغورنې په موخه د خپلو هغو نږدو ملګرو او دوستانو سره هم نه کتل چې د ده ليدنې ته به د ده ځای ته ورتلل.

دی د وخت په تېرېدو وتوانېد چې له مرادان څخه پېښور ته راشي او د يو څو مقالو په لیکلو د پښتونخوا د (مشرق) په نوم په ورځپاڼه کې د اېډېټر دنده ترلاسه کړي. څرنګه چې نوموړی له وړاندې لا د جهاد په نوم افغانستان ته راغلی و نو د ياد هېواد په اړه نوموړي خپل لومړی لاس معلومات په خپلو مقالو کې ځای کړل چې د ورځپاڼو او لوستونکو د پام وړ وګرځېدل.

نوموړی د خپلې چالاکۍ له مخې ډېر ژر وتوانېد چې خپلې اړيکېپه پېښور کې د شته سياسيونو لکه مولانا فضل الرحمان، ولي خان، اجمل خټک، فاروق لغاري، محمد علي دوراني، د پښتونخوا ايالت والي او ارشد وزير سره جوړې کړي او (اسټبلېشمنټ) پاکستاني استخباراتو ته لار وموندي چې په دې لړ کې د محمد علي دوراني پر لاس پروېز مشرف ته ځان ورساوه او د پاکستان په ملي ټلويزون کې د تحليلګر په توګه وګمارل شو. مشرف هغه مهال د نوموړي لپاره هر څه و، ان په یوه مرکه کې نوموړی د ساپي سره داسې برخورد کوي لکه د یوه ښوونځي مدير چې د لومړي ټولګي د شاګرد سره کوي. پروېز مشرف د نوموړي چالاکۍ او لاسپوڅي ته په کتو بهرنۍ هيوادو ته په سفر واستاوه او د ايالاتو د بهرنيو چارو او پېنټاګون موضوعاتو د څېړنې او پلټنې لپاره يې معلوماتي سرچينې په واک کې ورکړې. ساپی به تل د پاکستاني استخباراتو مرکزي اډې (جي ايچ کیو) خوا او شا ليدل کېده چې وروسته د نورو ژورناستالنو له لوري د ای اېس ای سړي (ای اېس ای مېن) په نوم ياد شو.(نثار, ۲۰۱۲)

جالبه دا ده، چې ده به تل د (جي اېچ کيو) د دننه خبرې او معلومات پټول او تر دې چې کله نا کله به یې د اسټبلېشمنټ په خلاف ليکنې هم کولې تر څو ځان د پاکستاني استخباراتو مخالف وښيي، خو ډېر لږ خلک په دې پوهېږي چې د پاکستاني او امريکايي استخباراتو سره د نوموړي اړيکې ان تر نامتو نجم سېټي هم ژورې او نږدې دي. د مشرف د رېژيم تر ړنګېدو وروسته نوموړي په خپل ټول توان د پاکستان د قاضي القضاد په ضد لېکنې پیل کړې. د ده د ليکلو یو جالب طرز دا دی چې د ليکنې په پای (کنکلوژن/نتيجه) کې تل بېطرفي وښيي چې ښه بېلګه یې د ده په وروستۍ ليکنه (افغانستان او زموږ قضيه) کې ترسترګو کېږي (ګيلې مانې بايد شاته وغورځول شي او له يوه نوي فصل څخه پيل وشي ترڅو دواړه لوري بريالي شي).

د افغانستان په اړه د پاکستان يوازېنی او لوی شکایت د هند سره د افغانستان نږدېوالی او ملګرتیا ده. پاکستان بايد په دې پوه شي چې هند تل د افغانستان د دولت يو ريښتينی او عملي ډېپلوماتيک ملګری او شريک پاتې شوی، هند د خدای بخښلي ظاهر شاه له واکمنۍ څخه نيولې بيا د مجاهدينو تر حکومت او له اوسني دولت سره خپلو همکاريوته تر تېر هر وار ډېره اوږه ورکړې. اما برعکس، پاکستان تل د افغانستان د نظام او يا هم دولت مخالفه پاليسي (دريځ) خپل کړی، پاکستان د سردار محمد داود خان د مشروع نظام په وړاندې د دولت مخالفين (مجاهدين) وزېږول، وې روزل او تمویل يې کړل، له هغه را وروسته يې هماغه ډله د بل هر نظام (ترکی، حفیظ الله امين، ډاکټر نجیب) سره تر هغو وجنګول چې دوی خپله واک ته ورسېدل. وروسته بيا څه وشول؟ هغه خلک چې تاسو روزلي او جنګولي وو هم په ارامه پرې نه ښودل چې په لاهور کې مو په خپل لاس حکومت ورته جوړ کړی و، دا دولت ښه و او که بد خو د افغان دولت نوم پرې پروت و، نو تاسو راولاړ شوی ان د خپل جوړ دولت په وړاندې مو بله دولت مخالفه ډله (طالبان) وزېږول، وروزل او تمویل مو کړل. ښه بيا دې ډلې (مطلق ستاسو ډلې) واکمني ترلاسه کړه، له هغو سره مو څه وکړل؟ د هغو د نظام د ړنګېدو په موخه هم د متحده ايالاتو سره هر ډول همکاري (د جنګي اډو څخه نيولې تر سړک او کورديناته) وکړه. فلهذا دا ښکاره ده چې پاکستان په افغانستان کې هيڅ ډول دولت یا نظام نه غواړي هغه که د خلفاء راشدين هم وي.

پاکستانۍ مقاله زیاتوي چې ،هيڅ پاکستاني مشر يا د پارلمان استازي تر ننه افغانستان ته د دوښمن هيواد خطاب نه دی کړی. اما برعکس، په افغانستان کې پاکستان ته دوښمن هيواد ويل د وطنپالنې شرط ګڼل کېږي، زه پوهېږم چې ليکوال ډېره محدوده مطالعه لري، اما که چېرې د ژوندي وجدان خاوند وي نو یو وار دې خپل ګريوان ته سر کښته کړي چې افغانستان هيڅ کله هم د پاکستان دوښمن هيواد نه دی پاتې شوی اما برعکس پاکستان بيا تل د افغانستان سره دوښمني کړې او کوي یې. د ثبوت په توګه: (د افغانستان د دولت په وړاندې د جګړې له پيل سره سم جنرال عبدالرحمان اختر (وروسته زه هم د همدې ټيم غړی شوم) د افغان مجاهدينو روزنه، دوی ته هر ډول امکانات ورکول او د افغان دولت په وړاندې جګړې ته هڅول پيل کړل. دا افغانه جګړه او جنرال اختر وو چې نن پاکستان د يوه ځواکمن استخباراتو څېښتن دی، دا د افغانستان جګړه او جنرال اختر وو چې نن پاکستان په لسګونو اېف ۱۶ جېټ الوتکې او ميلياردونه ډالر لري. (يوسف, ۱۹۹۳)

اضافه، د پاکستان پخوانی ولسمشر چې سليم ساپي به خپل پلار باله پروېز مشرف د ۲۰۱۵ م د اکټوبر د مياشتې پر ۲۸ نېټه د سماچار پلس ټلويزون سره په يوه مرکه کې ومنل چې طالبان او نورې ټولې تراهګرې ډلې د پاکستان اتلان وو او دي.

تر دې ور ها خوا، ( جلالاتمآب ښاغلې ولشمسر ضياالحق: دا راپور چې موضوع يې افغانستان نيول ده تاسو ته نن دېرشم جولای ۱۹۸۸ در واستول شو. څرنګه چې شوروي اتحاد له وړاندې لا ستړی او خسته شوی و اوس د جنيوا له ناستې وروسته په ډېره بېړه غواړي له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي. فلهذا، زموږ لپاره دا يو تاريخي چانس دی چې افغانستان له موږ سره د اتحاد کولو په پلمه زموږ شي، ما له وړاندې لا اووه جهادي ګوندونه، ترکيه او ايران قانع کړي. په دې ډول به موږ نه يوازې يو لوی پاکستان ولرو بلکې هغو ټولو زېرمو ته به مو هم لاس ور ورسېږي چې زموږ او د نړيوال مارکېټ پکار دي. هېره دې نه وي چې موږ به د پاکستان افغانستان (ايالت) د ۱۹۷۸ او ۱۹۹۸۸ تر منځ د افغانستان او يا هم د قبايلي سيمو (فاټا) په څېر ساتو.لاسليک، ډګرجنرال حميدګل (ارشد, ۲۰۰۱)

دغو حقايقو او واقعتونو ته په کتو یو پاکستانی مشر او يا هم د پارلمان استازی ځان ته څنګه دا حق ورکوي چې افغانستان دې د پاکستان دوښمن وبولي او د افغان مشر يا سياسيونو څخه دې دا تمه ولري چې پاکستان ته دوښمن نه بلکې دوست هيواد ووايي.

پاکستانۍ مقاله په تحليلي توګه هم د نيمګړتياوو ډکه ده، د بېلګې په توګه ليکوال ليکي چې پاکستان دا احساس کړې چې افغانستان او متحد ايالات بلوڅ ازادي غوښتونکو ته ځای ورکوي، دوی تمويلوي، د پښتونستان او ډيورنډ مسله یې بيا راپورته کړې او ان د هند استخباراتو (را) ته یې هر ممکنه زمينه مسايده کړې چې په پاکستان کې تراهګرۍ او غير ثباتي ته لمن ووهي. خو بله خوا بيا ليکوال وايي چې هو، په پاکستان کې هم ډېر لږ شمېر کسان شته چې د کابل کړنې غندي (کابل ته دوښمن وایي) اما هيره دې نه وي چې دا کسان د پاکستان تر ټولو نږدې ملګری او شريک متحده ايالات هم غندي(دوښمن ورته وايي).

پاکستانۍ مقاله زياتوي چې د افغان مهاجرو په برخه کې د افغانستان دولت بايد د دوی منندوی وي. اما، ټوله نړۍ په دې پوه ده چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو په برخه کې پاکستان تل د هغه قاتل رول لوبولی چې پلار وژني بيا یې يتيم زوی ته سرپناه ورکوي او ځنې غواړي چې د ورکړل شوي سرپناه له کبله د ده منندوی ووسي. سربېره پر دې، پاکستان له افغان مهاجرو څخه نه يوازې د هغه خام موادو کار اخلي چې په افغانستان او کشمير کې یې جنګوي بلکې د دوی پر سر د ملګرو ملتونو د مهاجرت له ادارې (يو اين ايچ سي ار) او نورو ورته نړيوالو ادارو څخه په ميلياردونو مرستې ترلاسته کوي، د دوی شمتمۍ په خپله مرکزي خزانه کې څرخوي، وخت نا وخت يې پر افغان دولت د فشار د الې په توګه کاروي (بنديانوي او ځوروي یې)، او خبره که د بشري حقوقو سي نو د تېرو درې لسيزو په تېرېدو اوس هم یو افغان مهاجر نه شي کولی چې يو عادي بانکي حساب پرانيزي، او افغانستان ته د دوی راستنول خو موږ وينو چې څومره بشري او اسلامي برخورد ورسره کېږي.

دا چې د ملا عبدالسلام ضعيف نيول او امريکايي ځواکونو ته سپارل افغان دولت ولې و نه ستايل نو بېخي د خندا وړ ده چې په مقاله کې یې يادونه شوې. لومړی خو افغان دولت هيڅکله د نوموړي د نيولو او امريکايانو ته د سپارلو غوښتنه نه وه کړې، بل دا چې دا د هر ډول نړيوال قانون، ډيپلوماتيکو حقونو او انساني اخلاقو خلاف کړنه وه، خو د پاکستان ياده کړنه ځکه ډېره حيرانه وونکې نه وه چې ياد هيواد تر دې وړاندې او وروسته خپل تبعه لکه ايمل کاسي او عافيه صدیقي هم لاستړلي امريکا ته وسپارل چې دې کار امريکايي څارنوال اړکړ چې پر خپل دولت نيوکه وکړي او ووايي چې (امريکا بې ځايه دومره مصرف وکړ، پاکستانيان هغه څوک دي چې خپله مور په څو زره ډالرو پلوري). (پوسټ, ۱۹۹۷)

د ليکوال په وينا چې پاکستاني استخبارات ادعا کوي چې د حکيم الله مسيد درملنه به د کابل په روغتونونو کې کېده، دا يوه ادعا ده. اما، د پاکستان يوه نامتو او په دولت کې برحاله سياستمدارعمران خان د جيو ټلويزون سره په يوه مرکه کې په ډېر وياړ وويل چې د افغان طالبانو درملنه د ده په شوکت خاهم روغتون کې کېږي. (ټلويزون, ۲۰۱۵).

دا چې افغان دولت د ملا برادر نيول د دې پرځای چې وستایي ولې وغندل، لامل یې څرګند دی، ځکه د پاکستان دې کړنې د طالبانو د افغان دولت سره د سولې د خبرو مستقيمه پروسه ټکنۍ کړه او بيا د افغان دولت په وار وار غوښتنې سربېره پاکستان ملابرادر افغان دولت ته و نه سپاره بلکې په خپل محبس کې یې د خپلو شومو اهدافو په موخه ساته. په تاريخ کې په لومړي ځل پاکستان په خپله خاوره د خپلو خلکو په وړاندې هوايي بريد ترسره کوي او افغانستان یې نه ستايي نو بله د خندا وړ خبره ده، ځکه چې پاکستان هيڅکله هم پر خپله خاوره د خپلو خلکو په وړاندې نظامي عمليات نه دي ترسره کړي هغه چې یې کړي او يا هم لګيا دی په پښتني خاوره د پښتنو په وړاندې عمليات دي، چې دا عمليات په حقيقت کې د پاکستان عمليات، د پاکستاني طالبانو په وړاندې د پاکستان لپاره دي، خو په ورته وخت کې بيا افغان طالبانو (حقاني او ډلې) ته يې د اسلام اباد په ايچ ۱۱ کې عصري استوګنځایونه او نور هر ډول امکانات برابر کړي، نو ولې بايد افغانستان ضرب عضب وستايي؟ د ياونې وړ ده چې د افغانستان يوې مدرسې او يا هم کوم ګوند تر ننه د پاکستاني طالبانو د مشرتابه ټاکنې نه دي ترسره کړي.

فلهذا، بلې هو، تورونو لګول د ستونزې حل نه دی، اما د پاکستان په څېر دوه مخه هيواد چې يوازې د دې مقصد چې ( يا به مرې يا به بل وژنې) لپاره جوړ شوی وي هيڅکله به له تېر وخت څخه زده کړه و نه کړي تر څو د دواړه هيوادونو ستونزې حل شي. هېره دې نه وي چې دلته د هيواد ځني رسنۍ او ژورنالستان (چې اوس د دولت په مهمو ځايونو کې کار کوي) هم په غير مستقيم ډول د پاکستاني استخباراتو مرسته کوي. زما د افغان دولت څخه غوښتنه دا ده چې هغه ژورناستان چې په کابل کې د ساپي کوربه توت او مېلمه پالنه کوي وڅاري.

ماخذونه:

ارشد, م. (۲۰۰۱). پټ راپورونه.لاهور: رحمانيه مطبوعه.

پوسټ, و. (۱۹۹۷). د ايمل کاسي محکمه.واشنګټن: واشنګټن پوسټ.

ټلويزون, ج. (۲۰۱۵). افغان طالبان د عمران خان په روغتون کې تداوي کېږي.اسلام اباد: جيو ټلويزون.

نثار, ا. (۲۰۱۲). سليم ساپی څوک دی. سليم ساپی, ۱-۴.

يوسف, ډ. م. (۱۹۹۳). خاموش مجاهد جنرال عبدالرحمان اختر.لاهور: جنګ مطبوعه.

One thought on “ای ايس ای – سليم ساپی او زموږ قضیه/ ژباړه: احمد فرزان”
  1. مننه دپاکستان شیطان اسلامی د رازونو او ژورنالستانو څخه خبر شوو دوی تل هڅه کوی چی نړی ته ځانونه سپین وښایی دوی د خدای رسوا کړی زمونږ د شیطان خطا ایستلیو وروڼو ته د خدای هدایت وکړی باید دخپلو وژل شویو ملګرو اصلی قاتلان دی له دوی سره دوستی کوی زمونږ تیر ایستی اکثره یی بی تعلیمه دی چی هسی یی د مولوی او قاری پیشوندونه ورته کاروی د دصحابه وو نمونه او لقبونه یی په ځان باندی ایښی وی خبر ندی چی در عزازیل ملګری دی

ځواب ورکول Ahmad Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *