بريګيډېر (ر) سيد ارشاد احمد ترمذي

ژباړه: سيدشاه سقيم

هغه وخت چې روسي سرتېري د افغانانو پر وطن وروختل پاکستان يې له سختو اندېښنو سره مخ کړی و. له يوې خوا د پاکستان ملي امنيت له ګواښ سره مخ و او له بلې خوا يې بايد خپل دفاعي ځواک هم تر هغې کچې پياوړی کړی وای چې د افغانستان له خوا پر پاکستان د روسانو د احتمالي بريد وېره يې د دوی له زړونو ايستلې وای.

کله چې د نړۍ په کچه يو زبرځواک پر يوه کوچني هېواد يرغل کوي، نو د اشغال شوي هېواد ګاونډی خو بايد هره ساه په احتياط واخلي، هره شېبه به يې اړخ سوځي، ځکه هره شېبه ورباندې د بريد امکان وي.

هغه وخت پاکستاني چارواکي نه يوازې په افغانستان کې له مېشتو روسي سرتېرو ډارېدل، بلکې پاکستان ته دميليونونو افغان کډوالو ورتګ هم سخت ورېرولي وو، ځکه پاکستانيانو فکر کاوه چې د افغان کډوالو په منځ کې به د افغانستان د استخباراتي ادارې (خاد) کارکوونکي هم خامخا پاکستان ته ننوتي وي.

دا اندېښنه يې پر ځای هم وه، ځکه چې هغه وخت موږ ډېر داسې کره راپورونه هم ترلاسه کړي وو چې ګواکې د خاد زيات کارکوونکي د افغان کډوالو په منځ کې پاکستان ته راغلي دي.

هغه وخت بايد موږ يا خو پاکستان ته د خاد راغلي کسان نيولي وای، يا مو بېرته له پاکستان څخه وتلو ته مجبوره کړي وای.

په دې سربېره هغه وخت موږ د ځينو اروپايي مرستدويه موسسو تر فشار هم لاندې وو.

دغو موسسو هغه مهال له پاکستان څخه غوښتنه کوله چې افغان کډوالو ته د سرپناه، روغتيا او خوراکي توکو لپاره مرکزونه جوړ کړي.

هغه وخت زموږ لپاره د خپل دوست او دښمن پېژندل ډېر ضروروي وو، خو هېواد ته د راغليو دښمنانو کړنې څارل او د هغوی مخه نيول تر هغه هم اړين کار و.

په دغو شپو ورځو کې موږ په دې اخته وو چې څنګه له راپېښو ستونزو څخه هم ځانونه خلاص کړو او هم تاواني نه شو چې يوه ورځ خبر راغی چې په کابل کې د پاکستان د (ايير اتاشي) د دفتر يو کارکوونکی له پاکستانيت څخه بې‌زاره شوی دی، له افغان حکومت سره يې لاره يوه کړې او په افغانستان کې يې سياسي فناه هم اخيستې ده.

په کابل کې زموږ سفارت راته وويل چې دوی څو ځله د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته ويلي دي چې دغه کارکوونکی يې تښتول شوی، خو خبرې ته يې څوک غوږ نه نيسي.

وروسته بيا زموږ سفارت له افغان چارواکيو څخه وغوښتل چې له وراوښتي پاکستاني سره دې زموږ د سفارت يوه کارکوونکي ته د ليدو اجازه ورکړل شي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت تر ډېرو هڅو وروسته افغان چارواکيو ومنله چې د پاکستان د سفارت يو کارکوونکي ته به اجازه ورکړي چې له وراوښتي پاکستاني سره وويني.

د دغې ليدنې لپاره زموږ د سفير له خوا خپل دويم سيکرټر غوره کس وبلل شو.

زموږ ډيپلوماټ تر دغې ليدنې وروسته راته وويل، کله چې زه ورغلم نو هلته په يوه کوټه کې د مېز شاته هماغه بدلارې شوی پاکستانی کښېنول شوی و. ښۍ خواته يې دوه افغان او چپې خواته يې دوه روسي افسران ناست وو.

ده ويل، څنګه چې زه کوټې ته ورننوتم نو له روغبړ او ستړې مشې پرته هغه پاکستاني افسر خبرې پيل کړې. کټ مټ تا به ويل يو ثبت شوی پيغام راته اورول کېږي.

“زه نور له پاکستانيتوبه بې‌زاره يم.په خپله خوښه له دغو خلکو سره يو ځای شوی يم او دلته مې سياسي فناه اخيستې ده……”

زموږ ورغلي ډيپلوماټ ته له خپل بدلارې شوي پاکستاني سره هيڅ د خبرو کولو اجازه نه وه ورکول شوې او د هغه د خبرو تر اورېدو وروسته بېرته را ايستل شوی و.

هغه وخت صدر صاحب “ضياءالحق” د “ای ايس ای” مشر جنرال اختر ته وويل چې تاسې د دغې پېښې پلټنې وکړئ او وروسته له افغانانو څخه خپل غچ واخلئ.

جنرال اختر ماته پسې وويل چې د دې په بدل کې ته د افغانستان له سفارت څخه يو کس را وتښتوه يا يې اړ کړه چې له افغانيت څخه بېزاره شي.

په دې اړه مو ډېرې خبرې او مشورې وکړې، خو په اخېره کې چې زه د جنرال اختر له کوټې څخه راوتم نو جنرال صاحب راته وويل:

Take your Time. Don’t kill him.

که څه هم موږ وار له مخه د افغانستان د سفارت زيات کارکوونکي سم پېژندل، خو بيا مو هم ځان ته د دوی په منځ کې يو سم برابر ښکار لټاوه.

ما د افغانستان د سفارت په شاو خوا کې د مېشتو پاکستاني ځواکونو له قومندان سره هم ډېرې سلاوې مشورې وکړې او په افغان سفارت کې مې ورته د يو برابر ښکار د لټولو دنده وسپارله.

څو ورځې تېرې شوې، خو موږ لا ښکار نه و په ګوته کړی چې له هندوستان څخه د هند وتلی سندرغاړی جګجېت سينګ او د هغه مېرمن چترا سينګ پاکستان ته راغلل.

په اسلام اباد کې د هند سفارت د دوی لپاره يوه مېلمستيا کړې وه او ما بايد د خپلې دندې په خاطر چې هرڅنګه وای په دغه مېلمستيا کې برخه اخيستې وای.

هلته مې بايد ورغلي ټول مېلمانه ليدلي وای، د هندوستان د سفارت کارکوونکي او د هغوی ايجنټان مې ليدلي او څارلي وای او کېدای شي څه نوي چلونه مې هم ورڅخه ‎ زده کړي ‎ وای، خو هرڅنګه چې وه له نورو مېلمنو سره يو ځای زه هم وتوانېدم چې په هغه شپه د هند سفارت ته ننوځم.

دا يوه تشريفاتي غونډه وه.

برخه وال يې زيات ځوانان وو، خو د جګجېت سينګ په غږ مينو سپين سرو او سپين ږيرو هم برخه پکې اخستې وه.

د ځينو سفارتونو کارکوونکيو او ډېری پاکستانيانو هم ځانونه ورته رارسولي وو. سندرې په درز کې روانې وې، خلک د موسيقي په درب او دروب او د جګجېت او چترا په غږونو کې ورک وو، خو ما سوکه سوکه د خلکو څېرې لوستې او د هغوی کړه وړه مې څارل.

د غونډې تالار ته څېرمه په يوه کوټه کې د شرابو پيالې وېشل کېدې، هندوو نجونو په ځانګړيو اداګانو او اندازونو مېلمنو ته شراب ورکول، په دغه کوټه کې د هند د استخباراتو ځينې کارکوونکي هم ښه په درز کې په خپلو چارو اخته وو چې ناڅاپه مې نظر د افغانستان د سفارت په ناظم الامور “شارژداپېر” منصور احمد ولګېده.

———————————

هغه په يوه کونج کې پر يوې وشنده پاکستانۍ نجلۍ لاس اړولی و، نجلۍ سپېڅلې مالومېده او داسې ښکارېده چې نوې ځوانۍ ته رسېدلې ده.

د منصور بې‌خونده حرکوتونو او د نجلۍ ښايست زه چندان نه کړم حيران، خو له دې سره مې سمدستي په ذهن کې را وګرځېده چې موږ د افغانستان په سفارت کې يو ښکار لټوو او د دې لپاره منصور احمد بېخي په تول پوره راته ښکاره شو. بس هغه لحظه مې په دې فکر پيل کړ چې څنګه بايد سړي ته کوهی وکينم او څنګه يې پړ مخې پکې وغورځوم.

يو وخت د جګجېت سينګ سندرې ودرېدې، خلک په دغه وفقه کې د پښو غوړولو لپاره په تالار کې يوه بله خوا ګرځېدل، خو ما په منډه ځان هماغې پاکستانۍ نجلۍ ته ورساوه، چې لږ مخکې ورباندې افغان ډيپلوماټ لاس اړولی و.

زما تر رسمي پېژندنې وروسته هغې نجلۍ خپل نوم شازيه راوښود او راته وويې ويل چې زه په راولپېنډۍ کې په يو مسافر وړونکي شرکت کې کار کوم. ما ژر ژر هغې ته خپل پلان ووايه، نجلۍ په لومړي سر کې لږ وارخطا شوه، خو وروسته يې راسره ومنله چې زما په خوښه به کار کوي.

ما ورته وويل چې زه دې اوس د يو سفارت کارکوونکي ته ورپېژنم، ته يوازې هغه ته ما د خپل دفتر مشر وروښيه او وروسته چې زه هرڅه وايم، ته خالي هو هو کوه.

څو شېبې وروسته موږ دواړو تر منصور پورې ځان ورساوه، ما منصور ته خپل ځان ښاغلی ملک د “اې بي سي ټرېول ايجنسي” مشر وروښود او چې وار شازيې ته ورسېده، ورته ومې ويل چې دا له ما سره زما په دفتر کې کار کوي.

منصور ته چې مې وويل چې شازيه له ماسره په دفتر کې کار کوي، بس نغده يې وليده، دستي يې له جېبه خپل ويزيټينګ کارټ را وکيښ، ماته يې ونيو او راته يې وويل چې بله ورځ مې په خپل کور کې تاسې دواړه مېلمانه ياست.

په دې خاطر چې زما زړه نور هم د ځان خواته ور مات کړي، راته يې وويل چې زموږ له سفارت سره دغه ستاسې په څانګه کې ښه کارونه شته، خو که موږ ستاسې شرکت ته درکړل دواړه به خوشحاله يو.

هغه وخت مې لا شپږم حس راته وويل چې ياره ماهی په خپله جال ته ننوت او ورسره سم مې خپل پاتې پلان هم بشپړ کړ.

په دا سبا ورځ مې سهار وختي “اې بي سي ټرېولينګ ايجنسي” ته ځان ورساوه.

د ياد شرکت مشر مې پوه کړ چې ما يو چا ته ستا پر ځای خپل ځان ستا د شرکت مشر ورمعرفي کړی دی.

هغه بيا تر ما لا ډېر په پاکستان مين و، دستي يې راسره ومنله چې تر خپله وسه پورې به راسره مرسته کوي. اوس د هغه پر ځای زه د دوی د شرکت مشر وم. د ورځې به د څه وخت لپاره د دوی شرکت ته تلم او هلته به مې د ټيکټونو د ورکولو چلونه هم زده کول.

په څو ساعته کې زما نوي ويزيټينګ کارټونه هم را ورسېدل، په دې خاطر چې منصور احمد ما په رښتيا د دغه شرکت مشر وبولي، له ځينو مشتريانو سره مې د همدې شرکت د مشر په توګه غونډې هم وکړې.

که څه هم دا کار ډېر سخت و، خو زما دنده وه، دا ستونزې ګالل پر ما فرض و او ما هم اوږه ورکړې وه.

له نېکه‌مرغه د منصور کور ته څېرمه د هغه يو ګاونډی پښتون زما د يو نږدې ملګري خپلوان وخوت.

دغه پښتون هم له منصور سره ښه راشه درشه درلوده، يوه ورځ زه او پښتون دواړه د منصور کره ولاړو پښتانه ملګري مې هم زه منصور ته د “اې بي سي” شرکت مشر وروپېژندم.

اوس نو د منصور دوی کره زما پښه نوره هم ورخلاصه شوه، څو ورځې وروسته د منصور سمه زړه ته ولوېده چې زه د “اې بي سي” شرکت مشر يم او سمه يې راسره جوړه هم شوه.

موږ دواړه ښکاريان وو، منصور غوښتل شازيه ښکار کړي او زه بيا دې ته غلی وم چې څنګه شازيه هم د منصور له منګولو وژغورم او په خپله دی هم څنګه په دام کې ګېر کړم.

ما د منصور د کورنۍ ټول غړي مطالعه کول، د هغه او د هغه د مېرمنې د ليدو لپاره به همېشه د دوی کور ته ورتلم. په دغو دوستانه ليدنو کې ماته د منصور ټولې کمزورۍ رامالومې شوې او اوس مې کولای شوای چې تر خوږ ګوته يې ونيسم.

منصور په کور کې ښه ژوند درلود، دوه لوڼې، دوه زامن او يوه مېرمن يې درلودل. مېرمن يې ښه کورنۍ ښځه وه، خو زه په دې هم وپوهېدم چې منصور په خپل هر کار کې د خپلې مېرمنې خبره مني. د منصور مشر زوی د منځني طب په يو کورس کې زده‌کړې کولې او کشر زوی يې په پنځم ټولګي کې و.

د منصور له خبرو څخه مالومېده چې شازيه يې له خياله نه وځي. هغه به کله کله د “اې بي سي” دفتر ته راته او زړه يې غوښتل چې شازيه ښې ګپې ورسره وکړي.

يوه ورځ مې منصور ته سرسري ورياده کړه چې شازيه مې له دفتر څخه ايستلې ده.

ويل يې ولې خير دی؟

ما ويل ځکه چې هغې د واده لپاره اوږده رخصتي غوښته.

دا يوازېنۍ لاره وه چې زه ورباندې شازيه له منصور څخه وساتم، په داسې حال کې چې هغې ته مې په يو بل مسافروړونکي شرکت کې دنده ورپيدا کړې وه. سوکه سوکه مې شازيه له منصوره بېله کړه.

دا د منصور او د هغه د مېرمنې پر وړاندې زما يوه روحي جګړه وه چې تر ګټلو ورسته يې هغوی دې ته اړ کړم چې خپل وطن پرېږدي، له خپل هويت څخه لاس په سر شي، په پاکستان کې سياسي فناه واخلي او موږ په دې توګه له افغانانو څخه خپل غچ واخلو.

ما به کله کله د خبرو په منځ کې هغه ته وريادوله چې پاکستان د اوسېدو لپاره يو وړ هېواد دی او افغانستان چې د يو لښکر خطرونو ځاله ده، که ورشې، نو خپلې پښې به دې په خپله په تبر وهلې وي. مابه هغه ته ويل چې دا مهال په ټوله نړۍ کې د اسلام غمخواره د اسلام د ساتنې لپاره راپورته شوي دي او په مقابل کې يې ورځ تر بلې د کمونيزم پښې ښويېږي، خو په افغانستان کې بيا د کمونيزم حال بېخي تر بدو تر بتر دی ځکه هلته نږدې ټول ملت کمونيزم خپل دښمن بولي او د خپلې عقيدې د ساتلو په موخه يې تورې ته لاس کړی دی. هغه ورځ لېرې نه ده چې مجاهدين به روسان له خپلې خاورې شړي او بيا به نو د روس پلويان له شرمه په افغانستان کې چاته پورته هم نه شي کتلای.

زه په لنډ وخت کې وپوهېدم چې خبرې مې په منصور اغېزه کوي، ورځ تر بلې د منصور فکر بدلېده.

زه پوهېدم چې هغه وخت کله کله منصور له خپلې مېرمنې سره د افغانستان او کمونيزم په اړه زما په نه شتون کې هم خبرې کولې.

منصور يو ښه مسلمان و، پنځه وخته به يې لمونځ کاوه او څو وارې خو ما هم يو ځای له هغه سره لمونځ کړی دی.

هغه څو ځله له ما څخه په پاکستان کې د ده تر دايمي پاتې کېدو وروسته د خپل برخليک په اړه پوښتنې وکړې.

ما به هغه ته ډاډ ورکاوه چې که ته له افغانستان څخه مخ واړوې، په پاکستان کې به هوسا ژوند ولرې. ما هغه ته يوه بله تمه هم ورکړه، ورته و مې ويل چې ته يو افغان يې او کېدای شي دلته د سياسي فناه تر اخيستلو وروسته پاکستان تا ته د بهرنيو چارو په وزارت کې، د افغانستان په څانګه “افغان ډيسک” کې يوه ښه دنده دروسپاري.

د منصور مېرمنې به زما خبرې په خوند اورېدې او زيات وخت به يې زما د خبرو ملاتړ هم کاوه.

داسې مالومېده چې ورځ تر بلې خاوند او مېرمن په خپلو کې همدغه زما خبرې تکراروي، ځکه ورځ تر بلې به منصور هم له روسانو څخه ماته زياتې خاورې بادولې.

يوه ورځ منصور زنګ راته وواهه او په بېړه يې د ده دفتر ته د ورتلو راته وويل.

——————-

زه د يوه منتظر ښکاري په څېر د سترګو په رپ کې منصور ته ورسېدم. هغه ډېر خواشينی مالومېده، ماته يې وويل چې له کابل څخه حال راغلی او زه يې بېرته کابل ته غوښتی يم. زما پر ځای دلته يو بل کس را روان دی.

نن د منصور مېرمن او د هغه اولادونه هم خواشيني مالومېدل. ما داسې وانګېرله چې اوسپنه اوس په بشپړه توګه ګرمه شوې ده، بس د څټک واری غواړي.

ورته مې وويل چې که په رښتيا هم دلته پاتې کېږې، نو مېرمن او بچيان دې زما کره راوله او په خپله افغانستان ته له تګ څخه انکار وکړه، تر څه وخته چې دې خوښه وي زما کره اوسه، زه به په پاکستان کې ستا د کاروبار د شروع کولو لپاره تا ته يوميليون پاکستانۍ کلدارې هم درکړم.

د منصور مېرمنې ته مې مخ پسې ورواړاوه او د هغې مخې ته مې افغانستان ته د دوی تر تلو وروستو د دوی د تت برخليک يوه ورېرونکې نقشه وايسته.

و مې ويل، که ولاړئ مېړه او زوی به دي يا د پلخمري په زندان کې “کېدای شي د ليکوال موخه د څرخي پله زندان وي” مېچن ګرځوي او يا به دې زوی او خاوند په مرميو درته سوري سوري کړل شي. د کابل اداره به له تاسې ټول واک واخلي او بيا به يو داسې ژوند تېروئ چې په ژوند به نه شمېرل کېږي. خبرو مې پر دوی اغېز وکړ، وار له واره يې راته له سفارت څخه د خپلې تېښتې په اړه وويل چې څنګه به کېږي.

په دا سهار منصور د کور ټول سامانونه ليلام کړل، هر څه به يې په نيمه بيه پلورل. د کور سامانونو ته يې په خريدارانو کې زه هم ورغلم، منصور وليدم، يو بغل ته يې کړم، په غوږ کې يې راته وويل:

“زه له افغانيت څخه بې‌زاره شوم، ما له خپل هويت څخه لاس واخيست. “

منصور وويل اوس نو مهرباني وکړه، دلته زما د پاتې کېدو تابيا نيسه.

په همدغه ماښام مې د “ای ايس ای” مشر جنرال اختر ته پر ټلېفون ټول حال ووايه.

هغه سخت خوشحاله شو، ځکه تر دې له مخه هغه فکر کاوه چې زه به د افغان سفارت يو د ټيټې رتبې ډيپلوماټ تېر باسم، خو اوس چې يې د منصور احمد د بدلارې کېدو واورېدل، په جامو کې نه ځايېده.

دوه شپې وروسته منصور زنګ راته وواهه، ويل يې ما د کور ټول سامان پلورلي، يوازې ځينې سامانونه چې ستا خوښ دي، هغه په کور کې پاتې دي، راشه او له ځان سره يې يوسه.

زه د منصور په مطلب وپوهېدم، زما د خوښې سامانونه يې خپل اولادونه او مېرمن ښودل. زه په منډه د هغه کور ته لاړم، دا وخت د ماخوستن د ډوډۍ خوړلو وخت و. منصور راته وويل چې د شپې په يوه يا دوه بجې راشه، موږ درسره ځو، هغه کس چې زما پر ځای راغلی، د ننه ناست دی او ماته يې د خدای پاماني لپاره د ماښامنۍ تابيا نيولې ده. دوی وايي چې زه بايد سهار د نوي ډيلي له لارې کابل ته ولاړ شم.

زه چې بېرته راوګرځېدم د “ای ايس ای” مشرته ته مې زنګ وواهه چې مېلمه نن تشريف راوړي.

هغه راته وويل لږ صبر وکړه، زه له صدر صاحب “ضياء الحق” سره خبرې وکړم ځکه چې په دې اړه د صدر صاحب اجازه اخيستل ډېره ضروري ده، خو هغه اوس له يوه عرب مېلمه سره په “سټېټ ګيسټ هاوس” کې په خبرو بوخت دی، دا نه ده مالومه چې زه به له هغه سره اوس اړيکې ونيولای شم که نه، خو بيا هم زه هڅه کوم.

ما ورته وويل: سر! په موږ اوس هم ډېر وخت تېر شوی دی، صدر صاحب موږ ته دنده را سپارلې وه او موږ په ښه توګه سر ته ورسوله. زه مېلمه راولم، ته سهار صدر صاحب ته ووايه چې موږ ستا راسپارل شوې دنده سر ته ورسوله. ځکه که چېرې دغه کس نن د شپې را نه وړو، نو ټوله خواري به مو عبث لاړه شي، بيا به په ژوند دغسې موقع په لاس را نه شي.

ما له خپلې خوا جنرال اختر ته ټولې خبرې وکړې، خو بيا هم پوهېدم چې هغه د صدر صاحب له اجازې پرته هيڅ هم نه کوي.

زه سخت اندېښمن وم، ما ويل که صدر صاحب او د “ای ايس ای” مشر راته “نه” ووايي، خو ټوله خواري به مې عبث لاړه شي او کېدای شي بيا له افغانانو څخه د بدل اخيستلو دغسې موقع هم په لاس را نه شي.

په هر حال، اوس خبره زما تر وس تېره وه او ماته له انتظار ايستلو پرته بله يوه لاره هم نه وه راپاتې. اوس که دوی هره پرېکړه کړې وای، ما به منله. وروسته زه خبر شوم چې د “ای ايس ای” مشر د صدر صاحب له پوځي سيکرټر سره پر ټلېفون خبرې کړې وې او ورته ويلي يې وو چې په منډه دې ټلېفون صدر صاحب ته ورکړي، ځکه چې دی ورسره په يوه ډېره مهمه موضوع خبره کوي.

صدر صاحب د ډوډۍ خوړلو له مېزه راولاړ شوی او له ده سره يې تر خبرو وروسته ورته ويلي و چې مېلمه راولئ.

زه په خپله کوټه کې لټ په لټ اوښتم چې د “ای ايس ای” د مشر زنګ راغی، ټلېفون مې پورته کړ، جنرال اختر راته وويل:

“اجازه ده، مېلمه دې راوله. “

بيا يې راته وويل چې نو څنګه به يې راباسې؟

ما ورته وويل چې زه په خپل موټر کې ځم او مېلمانه راسره پلاني مېلمستون ته بيايم. هلته د دوی د اوسېدو لپاره وار له مخه تابيا نيوله شوې ده.

جنرال اختر په خندا کې راته وويل چې تر اوسه دې مېلمه ياداوه، اوس دې څنګه مېلمانه ياد کړل؟

ما ويل سر! له مېلمه سره يې مېرمن، دوه لوڼې او دوه زامن هم دي.

بيا يې راڅخه وپوښتل: نو ته د هغوی د راوستلو لپاره يوازې ورځې؟

– هو، ما ورته وويل.

– ستا ماغزه خراب دي، کم عقله! دا کېدای شي افغانانو تا ته کومه دسيسه جوړه کړې وي، کېدای شي له افغان ساتونکيو سره په لانجه واوړې، ولې ځان په بلا خورې؟ د خپل ځان د ساتلو لپاره درسره ساتونکي خامخا بوځه.

ورته ومې ويل: سر! هغوی دا کار په ډېره خوشحالي کوي او بل دا چې زما ساتونکی خدای دی، له دې سره جنرال وويل:

ستا په چلونو زما هم والله‌که چندان سر خلاصېږي، ځه سمه ده چې څنګه دې زړه غواړي هماغسې وکړه، خو احتياط کوه او څنګه چې هم هدف ته ورسېږي، ما خبر کړه.

——————

د شپې يوه بجه به وه چې زه په خپل موټر کې د منصور کور ته ورسېدم، ما د ده کور ته له رسېدو څه وخت مخکې لا د موټر څراغونه ګل کړل او وروسته مې د موټر انجن هم ګل کړه. د موټر ټايرونه د منصور د کور په خوا ور رغړېدل چې اخير يې ور ورسولم. منصور وارخطا راووت، راته يې وويل.

وروره دا چشی دی؟ دا اوس موټر دی چې تا راوستی؟ له ماسره د کور ډېر قيمتي سامانونه لا پاتې دي، په دې موټر کې نه ځايېږي، د يوه غټ موټر بندوبست وکړه.

د وخت د لږوالي له امله بايد موږ دغسې بې‌مانا خبرې نه وای کړې. زه سخت خواشينی شوم، ځکه چې په دې سره مو هدف ته په رسېدو ډېر وخت لګېده. تر اوسه هر کار له پلان سره سم روان وو، خو اوس که يوه وړه تېروتنه هم وشي، ټول کار به خراب کړي.

زه وېرېدم چې که چېرې د پوليسو کومه ګزمه، افغان ساتونکي، د روسي سفارت خانې کارکوونکي يا د کومې استخباراتي ادارې کارکوونکي هم موږ وويني، حال به مو تر بدو بتر وي. حتی د کوم سپي غپا يا د موټر د ټايرونو خرپی هم موږ ته د چا را پام کولای شي، خو زه په بشپړه توګه هرې احتمالي پېښې ته تيار وم او بايد چې هر څنګه وای، خپلې موخې ته رسېدلی وای.

په ډاډه زړه مې منصور ته وويل چې اول به ستا مېرمن او ماشومان يوه خوندي ځای ته ورسوو، بيا به دواړه د سامانونو په وړلو پسې راشو.

ما فکر کاوه چې يو وار د منصور ماشومان يوه خوندي ځای ته ورسېږي، بيا د سامان وړل چې ډېر ضروري هم نه و، اسانه کېږي، خو هغه زما مشوره و نه منله.

ورته مې وويل، نوی ناظم الامور “شارژداپېر” چېرې دی؟

ويل يې هغه ته مې دومره شراب ورکړي دي چې تر سبا غرمې پورې به هم نه شي راپورته، پاکستاني او افغان ساتونکي مې هم سم نشه کړي دي، اوس ټول د فيل په غوږ کې ويده دي.

په دې خاطر چې زه ځان ډاډه کړم له موټره ورکښته شوم، شاو خوا درنه چوپتيا خوره وه، خو کله کله به د يو عسکر خرهاري خاموشي ماته کړه.

زه په منډه راووتم، د “ای ايس ای” د موټرو له ګاراج څخه مې يو غټ موټر راوايست او بېرته په منډه د منصور کورته ورسېدم. موږ که څه هم ډاډه وو چې په اسانۍ سره نه رسوا کېږو، خو بيا مو هم له زښت احتياط څخه کار اخيست، ځکه هره شېبه زما د برياليتوب يا زما د مرګ وېره وه.

د کور څه سامان يې په صندقونو کې اچولی و، يو فريج مو هم په ډېر احتياط موټر ته وخېژاووه. بس خدای خدای مو کاوه او له کوره راوواتو.

دا زموږ خوش قسمتي وه چې هيڅوک هم راباندې و نه پوهېدل، دې کار ټول ټال دوه ساعته وخت ونيو.

له شکه وتلې وه چې د “ای ايس ای” مشر به زما ټلېفون ته انتظار ناست وي، د شپې درې بجې وې چې زنګ مې ورته وواهه، په اول زنګ يې پورته کړ، ورته ومې ويل: سر! هدف ته ورسېدو.

راته وويې ويل: وېل ډن او ټلېفون يې کېښود.

سهار چې د افغان سفارت کارکوونکي منصور ته د خدای پاماني لپاره ورغلل، په کور کې هيڅ هم نه وو، خالي دېوالونه او تشې کوټې پاتې وې.

ټول پوهېدو چې په دې سره به افغانان څومره ډېر ځورېدلي وي، موږ له خدايه همدغه ورځ غوښته.

اوس هلته يو ډول کرکه خپره وه، څو شېبې وروسته د منصور کور د منصور په يارانو او پلټونکيو ډک شو. هر چا خپله رايه بيانوله، ساتونکيو او پوليسو په دې اړه هيڅ هم نه شوای ويلای، همدا يوه خبره ډېره تکرارېده چې صاحب او اولادونه يې ماخوستن لا همدلته وو.

پلټونکيو پلټنې وکړې، خو هيڅ “فينګر پرنټ” يا ګوتې نښانه يې هم و نه مونده، ځکه نو د هغه په اړه پلټنې يوازې په ګمان ولاړې وې.

روسي پلټونکيو په څو ساعته کې هوټل، هوايي ډګر، د موټرو تمځای او د منصور د يارانو کورونه هم وپلټل، خو څه په لاس نه ورغلل.

په هرحال، دا په مرموزه توګه د يو ناظم الامور “شارژداپېر” د ورکېدو خبره وه، په څو ساعته کې دا خبر لکه په ځنګله کې لګېدلی اور په ټولو سفارتونو کې خپور شو، خلک ټول حيران وو چې اخير منصور ځمکې وخوړ، که اسمان ته وخوت.

يوه سرسخت سيال او دښمن ته د هغه د کړنې په غبرګون کې دغسې سبق ورکول او بيا دغه صحنه کتل د استخباراتي کارکوونکي لپاره يوه په زړه پورې منظره وي، موږ په خندا خندا روسي او افغان ډيپلوماټانو ته کتل چې خپل زخمونه يې څټل.

دغه خلک تر دوو دريو ورځو پورې د لېونو په څېر په منصور پسې وګرځېدل، خو اخېر ناکامه شول او پلټنې يې بندې کړې.

اوس د هغوی په ودانيو کې درنه چوپتيا خوره وه، رسنۍ هم غلې شوې، روسي او افغان ډيپلوټانو هم نور په دې اړه زموږ د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکې نه نيولې.

له ما، صدر صاحب او د “ای ايس ای” له مشر پرته، هيڅوک هم نه وو خبر چې منصور چېرته دی.

په هر حال، زموږ پيغام په سمه توګه کابل ته ورسېده او کابل هم په دې وپوهېده چې د يو معمولي پاکستاني افسر په بدل کې يې لوړ پوړی ډيپلوماټ له ګوتو ووت.

ښاغلی منصور او د هغه د کورنۍ غړي مو په ښه توګه وساتل، اوس هغوی د خپل برخليک په اړه فکر کاوه.

څو ورځې وروسته هغوی پرېکړه وکړه چې لندن ته ځي او هلته له خپلو خپلوانو سره اوسي.

صدر صاحب “ضياالحق” ته هم د دوی دغې پرېکړې خوند ورکړ او بيا مو د “بريټش ايروېز” په يوه پرواز کې سهي سلامت لندن ته ولېږل.

دا چې په لندن کې به په ښاغلي منصور څه تېر شوي وي، په دې اړه نه بيا تر اوسه پورې موږ په هغه پوښتنه کړې او نه هم ده راسره اړيکه نيولې ده.

نه د ښاغلي ملک بيا څه درک ولګېده او نه هم د هغه د “اې بي سي” شرکت.

په دغو عملياتو ک�� نه موږ په چا جبر وکړ او نه مو هم منصور په زوره دې ته اړ کړ چې له خپل افغانيت څخه واوړي.

بس رواني جګړه وه او په پايله کې يې موږ خپلې موخې ته ورسېدو.

2 thoughts on “ای ايس ای څنګه يو ډيپلوماټ له افغانيته بې‌ زاره کړ/ سقیم”
  1. د دی لیکنی په لوستلو سره د غبرګ اودله د خارجه وزارت اکثرا کارکوونکی سترګو ته ودریږی چه دکاری دوری تر پای وروسته یی% 85 په خارج که د پاتی کیدو غوښتنه کوی

  2. کله چې په روابطو چوکۍ ویشل کیږي نو پایله یې همدا راوځي ځکه چې ټول سیاستمداران اوس په خپلو نظریاتو کې دا وايي چې ډیپلوماټ باید ښځو ته توجه وکړي اما د هغوي نظر ته نه داچې زړه پرې وبایلي نو منصور به هم په روابطو مقرر شوی ؤ ځکه یې په شازیه زړه بایللی او د خپل وطن منفعت یې هیر کړی ؤ او د یوه ډیپلوماټ لپاره دا حرکات ډیر احمقانه وي په دې اړه یوه بله پیښه داسې شوې وه چې دکی جي بي غړو یوه ښځه د فرانسې په سفیر پسې اچولې وه ترڅو پرځان یې ګرم کړي او کی جي بي خپل مطلب ته ورسیږي په هر حال جلی لاړه او فرانسوي ډیپلوماټ یې تر خپل تاثیر لاندې راوستو یوه ورځ یې ورسره په بربنډه توګه غیږې کولې چې په همدې شیبه د کی جي بي غړي پرې ور دننه شول ډیپلوماټ یې ګير کړ ورته یې وویل چې یا به زمونږ منې او یا جزا درکوو ډیپلوماټ مجبوره شو او د دوي د خبرو منلو ته یې غاړه کیښوده یو څه استخباراتي معلومات یې ترې ترلاسه کړل خو وروسته چې ډیپلوماټ په دې پوه شو چې د هیواد سره یې زیاتې جفا ته لاس اوږود کړی دی نو ځان یې زندې اومړ کړ نو دا تاریخي اشتباهات مونږ ته دا راښیي چې ډیپلوماټ باید ډیر زیرکه او په ښخو زړه بایلونکی نه وي د ډیپلوماټ هر کار باید داسې وي چې د خپل هیواد د منافعو په فکر کې وي ، زمونږ اوسني ډیپلوماټان هم د منصور په شان په جنکیو دلباخته دي تاسې به ویډیو ګانې لیدلي وي چې زمونږ سفیر په امریکا کې یوې ډمې ته ډانس کوي نو دا چې په دې نه شرمیږي چې افغان دی او ډانس ته یې لاس ور اچولی نو دا به د وطن په ورانۍ څه خفه شي زمونږ نني ټول سفیران همداسې دي د کرزي د ویجاړ حکومت له لاسه خو هره چوکی د عمر تر اخره څه چې میراثي ګرځیدلې ده په لومړیو وختونو کې ډاکتر عبدالله خپل نفر وګمارل په هغه وخت د تاجکستان سفیر انجنر داؤد پنجشیری ؤ نو چې انجنر ډیپلوماټ کوې او یو مسلکي ډیپلوماټ معلم مقرروې نو بیا به د ډیپلوماټ څخه څه د خیر طمعه وکړې زمونږ د راتلونکي ولسمشر اشرف غني څخه دا هیله ده چې هیواد ویجاړ دی یوه برخه یې هم جوړه نده باید ټولو برخو ته په وطن مین او مسلکي خلک را ولي نه دوستان او خپلوان زما د خبرو مطلب دا نه دی چې دري ژبې یا تاجکان باید په دندو ونه ګمارل شي بلکې هغوي هم باید په دولت کې دخیل وي خو هر چا ته د هغه د وړتیا مطابق او د وطن دوستۍ د فکر په اساس چوکۍ ورکړل شي دري ژبي هم زمونږ ورونه دي مونږ تعصب نه کوو اما د روابطو په اساس د چوکیو ویش غندو سهامي شرکت غندو ځکه که چیرته روابط او سهامي شرکت حاکم وي نو ژر ده چې د منصور غوندې ډیپلوماټان په بې شمیره ډول پیدا کړو او لا هم شته ډیپلوماټ خو څه چې وزیران مو هم خارجي استخبارات مقرر شوي دي

  3. سقیم صا حب ښه مالوما تې مضمون مو ژبا ړلی دی خو د ګران افغا نیستان سپکا وی او دنورولوړوالی ځنې فهمیږې
    خو زموږ ګران هیواد ته هغه وخت دبد بختیو مخ شو چې په ګران هیوادکښې بې دینه کمونیستانو توره او کرغیړنه کودوتا وکړه ، بیګا نه اونا کا مه حکومتې نظا م (سوسیا لیستې) په هیواد کښې پلی ، داود خان او دده کورنۍ وحشیانو په شها دت ورسول او نور………………په زرګونو غلتیا وې دغه خونخوار رژیم وکړې چې منفې نتا یج یې تر او سه پورې موږ او تا سې وینو.دغسې ملنډې چې جنرال اختر عبدالا نګلیس په همدا سې ډیرو ډیرو هیوادونو دا سې ملنډې او ریخشندونه په وهلې دې چې لیکل یې ډیر وخت غواړې. دګران هیواد دښمنان که داخلې وې که خاریجې وې خدای دې یې تباه کې.خدای دی هیواد والو ته پوهه ورکړې چې خپل ځان ، پلا رنی تا ریخې هیواد ، دوست او دښمن وپیژنې.امین
    د هوسا ، لوی ، سرلوړې او پر مختللې افغانیستان وجوړیدو په هیله

ځواب ورکول hidayatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *