د وسلوالو طالبانو مشر ملاعمر د اختر په ورځو کې خپل پیغام د ننګرهار مرکز جلال اباد کې ځینې ښوونځیو ته هم رسولی دی.
په دې پیغام کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې لیکل شوي دي چې( ولس دې نه وېریږي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د حکومت تشه پیدا شي، ځکه موږ ټولو ولایتونو ته والیان، ولسوالان او … ټاکلي دي.)
ډېره د افسوس خبره ده، چې ملاصیب د تېرې واکمنۍ یاد نه لري او دا ترې هېر دي چې وسلوالو طالبانو د کابل نه ها خوا په تېره بیا په لوېش لوېش هره هغه سیمه کې په زرګونو پښتانه د ای اېس ای لپاره قرباني کړل، چې اوسېدونکي یې نور قومونه دي.
ملا صیب په تا پسې روان ځوانان به دا په یاد نه لري، خو زما په یاد دي چې څو ځلې مو جنګیالیو د دېرو وسلوالو په قرباني کولو سره ان د پنجشېر اول او دویم خط مات کړ، خو بیا به امر وشو چې طالبان دې شاته شي، تر اخره هم پجشېر ونه نیول شو، درحالیکه د ټول افغانستان د ۹۵ فیصده ځمکې د نیولو دعوه مو کوله، دا هر څه ځکه چې دا قومنده خو د هغو طالب قومندانانو په لاس کې نه وه، چې خپلواک و.
ای اېس ای هغه وخت هم نه غوښتل چې طالبان دې ټول افغانستان ونیسي، ځکه بیا خو د پښتون او افغان وینه بندېدله، اوس هم پنجاب او ای اېس ای د دې لوبې په ګرم ساتلو سره غواړي چې افغانان دومره وځپي چې نور د پاکستان په پنځمه صوبه بدل شی.
هغه وخت چې تاسو خپله قومنده په لاس کې نه وه اوس خو هیڅکله هم نه ده، ځکه ستاسو ډېر هغه مشران(عبیدالله، یاسر، اسماعیل) او نور ای اېس ای ووژل چې کلونه کلونه یې دې ادارې ته د خپل افغان ولس په وژنه لاسونه سره کړي و، خو ای اېس ای یې بیا هم راضي نه کړ.
دا چې ته وايې قومندانان او والیان لرې، نو دا به هغه والیان او قومندانان وي چې د ای اېس ای ګټې وساتي او هغه به هیڅ وخت هم په دې خاوره کې داسې کار ونه کړي، چې د اسلام په خیر، د افغانستان په ګټه او د پښتنو د پیاوړي کېډلو سبب شي، که داسې کوي، بیا به د ملایاسر، عبیدالله او نورو په لار ځي.
دا هم له چا پټه نه ده چې پاکستان د طالب جنګیالیو وژل کېدل هم پخپله ګټه بولي، که داسې نه وی، نو په شمال کې د طالبانو له ماتېدلو وروسته به تاسو او ملا دادالله طالبانو ته امر کړی و، چې شاته شی، په کندوز کې به مو په زرګونو پښتانه نه ایسارول، خو دا په زرګونو هغه پښتانه که د ډېورنډ کرښې بر یا کوز و، د شمال په دښتو کې په ډله ووژل شول چې هدف یې یواځې د افغانستان ساتل او د امریکا په مقابل کې جګړه وه، خو ملا دالله او نور هغه د ای اېس ای پوځیان په ۱۴ الوتکو کې اسلام اباد ته لاړل چې د پنجاب د ګټو لپاره یې کار کاوه.
اوس ته قضاوت وکړه، چې که ستا په قیاس داسې کیږي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته ستا وسلوالو ته د پښې اېښودلو ځای پیدا کیږي بیا به هم ته واکمن شې، یا د پښتون وینه بهېدل به بند شي، یا ای اېس ای به اجازه در کړي چې ټول افغانستان ونیسې، که به مو د جګړې ډګر د ګرم ساتلو لپاره یو قدم وړاندې او وروسته کوي.
Assa alamu alaikum
YEs taliban are ISI Agents!!!! but how abouth the pupet Kabul regime, this puppet regime is the agent of 45 + 3 countries. let me add a bit more spice in the puppet regime’s mix masala mafia, criminals, murderers,treaters, soup!!! yuck yack yack!!!
Dostum spying for FSB,CIA,Sepah Iran, ISI,RAW, TUish overseas Intelligence agency, Uzbakistan, National Security and….. the list is long if you allow me.
Abdu daller dubble Abdu, spying for CIA, FSB, ISI,Sepah, RAW, Tajekestan intelligence service, french intelligence, german intelligence agency……….
Saleh, what a person, he is every where for every one every country, but he is that reliable and foreign intelligence service dose not give him that much importance, he is a divorced spy.
Muhakik, waw waw, his only identity as an afghan is his afghan passport take his Afghan ID and passport from him, he is a pure Iranian,,,,
I will leave the rest of the Agents forming the puppet regime for another time.
Now tell me who is foreign agent?!! Taliban or puppet regime???
ملا عمرخانه ته خو پيریانو هم ونه لیدی چی ته رښتیا هم وجود لری او که نه ؟ کوم عکسونه چی ستا په نوم خپریږی شاید د بل چا وی . دا څنګه امیر یی چی ولس او رعیت تا نه پيژنی او ته خو هغوی بالکل نه پيژنی.
هسی بیچاره او بیګناه پښتانه د توپ د خولی غوښی دی چی له هری خوا ستا په قومانده وژل کیږی. کله چی ته د پاکستان له خوا د افغانستان امیر وی تا خو کوم ښه کار چی ولس او ملت درباندی ووياړی ونه کړ نو په راتلونکی خو آزمویلی بیا آزمیښت غلط او خطا کار دی. که زما منی ورځه چیرته په کومه مدرسه کی آرامه کښینه او خپل لمونځونه کوه او خدای یاد کړه تو به وباسه او کوم انسانان چی ستا په امر وژل شوی دی که لږ ګناه د کمه شی . ترکاڼی دبیزو کار نه دی.
چا ویل چې ملا بل او بلا بل دی
ملا هسې بلا نه ده روغ اجل دی
چې قرآن پسې قرآن پر یهود پلوری
خطا نشی عالم نه دی سوچه غل دی
سلیمان لایق
ملا صاحب خو دلته داسلام دعوا نکوی دی خو داسلام نه خبر هم نده دی خو د وینو تږی دی دچوکی دعوا کوی ولیان یی ټاکلی دی ځکه چی ټول وخت د خپل قدرت او مقصد پوره کولو لپاره د اسلام نه سو استفاده کړی او کوی .
ده یو مسلمان په حیث که ده جهاد لار دا وی چی ملا صاحب او ټول طالبان یی کوی او ټول آرام زړونه یی نه آرام کړی او ټول افغانان په ویره او وحشت کی ژوند کوی . له داسی قسم جهاد نه انکار کوم. ډیر لک حتی یوه زره علم هم د اسلام په باره کی نلرم ولی څه چی لرم دی پوهیږم څه چی دوی کوی د اسلام او انسانیت په خلا ف دی .
أوس خو تاسو د مسجدونو وراناولو او قران سيزلو امرونه وركوي دا كوم الهي امر دي كه د اي س اي امر دي ، نور وشرميزي الله مؤ وشرماوه
نه ملا شته او نه ملا عمر شته دا دواړه خیالي نومه او کراکټرونه دي . ای ایس ای چی چا ته وغواړي ملا او مولوی تری جوړکړی او افغانان پری وژني.
Mr. so called afghan,
First of all you are also the biggest agent ever………working for ISI and punjabi establishment…….