لالا وطن ته راشه!

لالا وطن ته راشه! ډارېږه مه! مونږ تر تا ډیر پخوا راغلي یو. هغه وخت چې مونږ راغلو، قدم په قدم او کوڅه په کوڅه د بم او بارود ډار و، د کورونو دیوالونه مو نړيدلي و او مونږ د UNHCR خیمې په خپل وطن کې بیا ځان ته ودرولې. د کور په انګړ کې مو ازغي شنه شوي و او د جومات مناره مو ړنګه پرته وه. مونږ پوره یوه میاشت د ویالې اوبه وڅخلې، کوهی مو ډک شوی و.

زما یاد شي، مشرې خور مې له مور سره یو ځای په ګډه د کلا په منځ کې کوهی وکیندله او پلار به مې د کلا له ړنګو دیوالونو لوخ او د ازغو بوټي تاوول. زه لا وړوکی وم، مور به لرې نه پرېښودم، ویل يې لرې مه ځه! قدم په قدم بم دی. لالا! هره شپه به مو په شمار سل تر یو سل او پنځوس لړمان وژل.

لالا هغه وخت هیڅ نه و، هغه وخت هر څه له منځه تللي و، نظام نه و، قانون نه و، ښوونځی نه و، روغتون وران و، په پوهنتونو او ښوونځیو کې ( په اصطلاح ) مجاهدین دیره ول، پلونه نیم وران په نظر راتلل. در ګرده خلک مصروفه ول او زمونږ پر کلي د تیر شوي تیلیفون لینونه يې را ټولول او پايې يې خرڅولې. سوزیدلي ټانکونه او دولتي موټرې د سړک غاړو ته پینجر ټایرونه ولاړ و. زمونږ د کلي قمندان کاکا ټول اره اره کړ او په کباړ کې يې خرڅ کړ.

لالا مونږ هغه وخت هم په خپل راتګ پښېمانه نه و او نن هم ویاړو چې تر تاسې لږ وړاندې راغلي یو، نوی نسل مو دومره بدل شوی چې اوس په وړکتون او په نرسري کې د افغانستان ملي سرود زمزمه کوي او د افغانستان بیرغ سینې ته کلک نیسي او لکه د مور د لوپټې ورته درناوی کوي. زمونږ نوی نسل اوس ( ټ – ټوپک ) نه وايي، اوس مو بچي ( ټ – ټال ) زمزمه کوي.

لالا اوس هر څه بدل دي، اوس پوهنتونونه فعاله دي، دولتي او خصوصي ښوونځي په لوړ معیار زده کړې وړاندې کوي، هر کال په زرګونه محصلین خارج ته د زده کړو لپاره ځي. په روغتونو کې تخصص پروګرامونه روان دي. پوهنتونونه مو د دوکتورا تر کچې پروګرامونه لري، تلویزیون کې کارتون خپریږي، په راډیو کې زلمي زمزمې کوي، اخبارونه چاپیږي او د کتابونو د چاپ خو سمه سیالي جوړه ده.

لالا اوس مو ځوانان په کارونو بوخت دي، څوک زده کړې کوي، څوک د وطن سرحدونه ساتي او څوک بیا د ښار کوڅې. زمونږ کرکټ ته نړیوال ګوته په غاښ دي. د کلي ځوانان وايي چې نبي او راشد په فوم کې دی، سږ کال ۱۲ تنه زمونږ له ټیم نه د IPL لوبو کې بولۍ ته وړاندې کیږي. هغه بله ورځ مو تر ۱۹ کالو کم عمره ځوانانو پاکستان مات کړ او اونۍ لا تیره نه وه چې سریلنکا مو هم ماته کړه. زمونږ لوبغاړي د نړۍ په غوره لیګونو کې لوبیږي.

لالا منو چې دلته لا د بم او د ټوپک ډزې اوریدل کیږي، یا په پوله جنګ دی یا په ډیران، اوس هم ستاسې د زمانې په شان یوه ډله بې لارې شوي او بنسټونه نړوي، خو لالا! له دې به نه يې خبر چې په زرمت کې یو حاجي صیب په خپلو پیسو ښوونځی جوړ کړ. تک سپین ښوونځی، چیرې چې به انسان د ځان د پېژندلو هڅه کوي.

لالا اوس مونږ له چا پاپړ نه غواړو، اوس مونږ تر ډیره خپل تولیدات کاروو، همدا تیره میاشت مې د خپل نوي کور تشنابونو ته د کابل جوړ پایپونه له بازاره را ونیو، پیډلو يې راته کابلی راکړ، غوري سمنټ مې هم تر سترګو شو، او مرمر خو همدلته سیقل کیږي. زما د کار د دفتر ترڅنګ د مینچې جوړولو فابریکه ده، شل دیرش کسه په کې کار کوي، هر سهار ترې دوه درې موټره باریږي او د بازار په دوکاندارانو يې پلوري.

لالا مونږ اوس یواځې غنم او جوار نه کرو، په پټو کې مو اوس بې موسمه بادرنګان او رومیان په ارزانه بیه پیدا کیږي، د قندهار انار ډیلي ته ځي، زعفران مو په نړۍ کې د کیفیت له نظره لومړی مقام خپل کړ، جلغوزو ته د پروسس خونې جوړیږي، په ښیوه کې د ګلابو د پروسس مرکز لرو، او دا پرون په سرخرودو کې د ماهیانو یو ستر فارم افتتاح شو. لالا ګلبهار آیسکریم آن له هراته راځی، که دې یو ځل ورته خوند ولیده، بیا به يې هر وخت خورې، ما خپله خوړلي. د صدر Joni Cone به دې هیر شي.

لالا په بازار کې وړې غرفې لږیدلي او د ( وطني لبنیاتو ) په نامه شیدې، مستې، کوچ، پیروی او فریني عرضه کوي. د ننګرهار عسل تر ټولو باکیفیته دي، سږ کال مو د زیتونو تولیدات ۱۲۰۰ ټنو ته رسیدلی و او د مالټو باغونو په لومړي ځل د خلکو خولې خوږې کړې.

لالا مونږ د شپې په لس بجو کامې ته شیریخ پسې ځو. څه؟ باور دې نه کیږي؟

نه لالا! باور وکړه، مونږ د شپې کامې ته د شیریخ خوړلو ته ځو، تا خو د ګمبیري ډاګ نوم اوریدلی و؟ اوس په یوه شنه سیمه بدله شوې، باغونه او ویالې هرې خواته په نظر راځي، یوه لویشت ځمکه به وچه پیدا نکړې. اوس د بهسودو په پول بیروبار هم کم شوی، دوهم پول يې افتتاح شو او وايي چې د بهسودو سرک هم دوه لینه کوي.

لالا په تیرو څو کلونو کې یواځې په ننګرهار کې تر ۳۰۰ زیاتې شنې خونې جوړې شوې، ته پوهیږې؟ په یوه شنه خونه تر ( ۱۵۰۰۰۰۰ ) یو نیم میلیون افغانیو زیات لګښت راځي، یوه بسوه شنه خونه د دوو جریبو په اندازه حاصل ورکوي، ښه خبره په کې داده چې د اوړي فصل په ژمي کې هم په کې کرل کیږي.

لالا ته به هر سهار د پولیسو له ډاره کار ته وختې ځې او ماښآم چې راځې ستړی به يې، وخت به درسره نه وي چې خبرونه واورې، دلته اوس مونږ د برق له لوډ شیډنګ څخه زیات ډار نلرو، د هر کور په بام سولر تختې لږیدلې، خو دولت وايي چې په پنځو کلونو کې به د برېښنا له نظره خود کفا شو. همداسې ده. د سلما بند افتتاح شو، د کجکي او د میدان وردګو د برېښنا په بندونو کار جریان لري، د مجلغو بند بودیجه هم منظوره شوه او ډیر زر به پرې کار پیل شي. او بله دا چې اسیايي پراختیايي بانک د قندهار ډالې ډیم جوړولو ته هم پیسې منظورې کړې. لالا دا هم واوره! ملګری می راته نقل راکړ چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ۱۱۳ میلونه ډالرو څخه زیات دوه د برېښنا پروژې منظوري شوي.

لالا مونږ که په کور کې څه ونلرو نو د ګاونډي پټي ته ماشومان لیږو، سابه راټولوي او ښه په خوند يې خورو، خو د شپې راباندې د پولیسو د ناڅاپي چاپې ډار نه وي، سهار کار ته د تګ پرمهال راسره دا ډار نه وي چې په ټهاڼه کې به مو راښکته کړي او حوالات ته به مو بوزي.

لالا نور ځان مه تیر باسه! نور دا بهانه راته مکوه چې هلته جنګ دی او دلته مونږ د سکون ژوند تیروو، ته راته ووایه چې دا نو څنګه د سکون ژوند دی؟ هره ورځ درپسې په کوڅه کې نارې نه کیږي چې : ( کله به ځې؟)؟ پاپړ يې درپسې چاپ نه کړ چې ( ټایم يې راکړو)؟ ولی لالا دا هره ورځ مونږ نه وینو چې له خپلو دوکانونو مو راښکته کوي او د ډاټسنو شاته مو جګوي او په بې شرمۍ مو راکاږي؟

لالا دلته به ستونزې وي، خو تر هغه ډاره ډیر کم دی چې د شپې خوب درنشي چې خدای مکړه په کور راته فوځیان وانه وړي او زنانه راته یو له بل سره له ویښتانو ونه تړي. دا ډار به درسره نه وي چې ناروغ دې په روغتون کې پاتې شي او تا لاس تړلی له تورخمه واړوي. دلته چې زمونږ ټیم جام وګټي سړک ته ووځه او اټن وکړه، ځوانان او سپین ږیري به هم درسره اټن وکړي او پولیس به دې پهره کوي، دا ډار به درسره نه وي چې څوک دې غږ وکړي چې ( د هندو زامنو).

لالا ته خبر يې ؟ ته يې قربانۍ ته ساتلی يې، چې کله پرې زور راشي نو بیا تا له ستوني رانیسي او ملنډې درباندې وهي. لالا داسې هم نه ده چې ته هلته تر ما ښه ژوند لرې، زه پوهیږم چې یا په بورډ بازار کې په کراچۍ میوه خرڅوې او یا په کارخانو کې دې د سبزیو لاس ګاډی ودرولی، یا په کوهاټ او لنډیکوتل کې د کباړو کار کوې او یا په پنډۍ کې د سیمسارۍ دوکان لرې، تر دې ګمان نکوم چې کوم ښه کاروبار ولرې، نو بیا د نه راتګ فیصله ولې؟

لالا! زه نور درپسې زوریږم او درباندې خفه کیږم، ته پوهیږې چې مور څومره خفه ده؟ له اوښکو سره يې له سترګو وینې څاڅي. هلته چې تا ډاټسنې باډۍ ته پورته کوي، دلته زه نینې نینې شم او خو هیڅ مې له وسې بر پوره نه وي. لالا هره ورځ نوي نوي فرمانونه خپروي، دا تیره اونۍ يې بیا درته یوه میاشت وخت درکړ او ورپسې يې اعلان وکړ چې د مهاجرو مالونه او دوکانونه به هم ضبط کیږي. لالا هرڅه دې په بلا ولږي، خو زه له هغې ورځې ډاریږم چې وریندار په نیمه شپه په کور کې یواځې پاتې شي او تا په تورخم راواړوي، په دې خلکو باور نه دی پکار، دوي له بنګالیانو سره څه ونه کړ او همدا اوس له بلوڅو، وزیرستانیانو سره څه نه کوي. او ته خبر نه يې چې د سوات د پتمنو پیغلو د حیا لوپتې بې ستره شوې؟

لالا راشه! په اوچکان او چمتله دښته کې يې درته نمرې بېلې کړي، برق به نه وي خو په ایمان يې درته وایم چې تر کارخانو او کچه ګړۍ ډیر پاک دی. لالا نور بس دی. راووځه! او که داځل هم را ونه وتې، قسم درته کوم چې که درته اجازه درکړي چې د وریندارې کمیس له تنابه يې را ایله کړې.

لالا! چې کله راتلې نو ماته احوال راکړه! نور مو که څه په وس کې نه وه، د نارنجو د ګلانو ګیډۍ په لاس به درته په تورخم کې ودریږم او ستا مخې ته به دګلو ګیډۍ وغوړوم.

لالا وطن ته راشه!

لالا مور درته نارې وهي!

 

لالا!

مونږ به خپلې ځوانۍ لو کړو خو د وخت تیارې به لمر کړو

ددې نوي ژوند په راز به دا رنځور وطن خبر کړو

 

One thought on “ای راشه که نه – لالا مور درته نارې وهي!/شیرین آغا جهانګیر”
  1. نه پوهیژو چی دا پولیس دکوم قانون کوم مذهب کوم کتاب کوم دین پیروان دی چی سپینږری میلمه وهی

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *