فدامحمد باران

پلو او پیپسي دې نه وي، شړومبي او سوکړک دې وي، خو چې سوله وي. د افغانانو په شونډو خندا خوره وي. خوشالیانې وي. مینه وي

افغانه خور د خپل مشر ورورجان سر ته خپل ویښتان و نه شوکوي. افغانه مور د خپل نازولي زوی سر ته بې حاله او ګونګۍ نه وي ناسته. سپین ږیری بابا یې، هدیرې ته د جنازي د وړو په وخت کې په زوره زوره چیغې کولو نه وروسته بي هوښه نه وینو. کوچني زامن یې په ورځو ورځو د پلارجان د غم له وجې نهر و نه ګرځي. ما ډېرې همداسي صحنې لیدلي، تر مرګه به مې هېرې نه شي.

همدا نن راته یوې سپین سرې د اختر د مبارکۍ را کولو په وخت کې په چیغو چیغو وژړل او را ته کړل یې، زوی مې چې ژوندی و تر ټولو مخکي به د اختر مبارکۍ له پاره زمونږ کره راتلي، خو اوس چې هغه نه شته ته هم نه راځي. زما د ځوانیمرګ ملګري دغه سپین سرې ادې نه پوهیده چې هلته په تګ مې اوښکې نه تم کېږي او نه غواړم چې په داسي خوشاله ورځو کې زړونه غمجن کړم…..

دغه ډول خلک نه د بریښنا غوښتنه کوي او نه د سړکونو د رغولو. دا دوی تر ټولو ستره هیله هیواد کې د سولې راتلل او د جنګ ختمیدل دي.

که هیواد مشر اشرف غني د سولې په راوستو کې بریالی شو، دا به یې تر ټولو لویه لاسته راوړنه وي او پر مونږ به یې لوی احسان وي. زمونږ تر ټولو ستر ارمان به پوره شوی وي.

خیر تاسو ترې په دې مه خپه کېږی، چې موږ ته به دوه کاله د بریښنا بندونه نه جوړوي. سړکونه به نه راته پخوي. دی په ریښتیا د سولې راتګ ته لیواله دی، دی په ریښتیا د افغانانو د سوکالۍ او خوشاله ژوند په ارمان دی. له ده سره، زموږ د ټولو، دغه ستر ارمان پوره کولو کې مرسته وکړی.

که سوله راغله، خپله به د بریښنا څښتن شو، زموږ خلک له هیواد سره لکه د خپلې خوږې ادې غوندې مینه لري، که دا نور لوی مشکل حل شول، خلک به خپله را ووځي، سړکونه به رغوي. بندونه به جوړوي. یو به ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه وقف کوي، بل به یې د ودانولو مصارف په غاړه اخلي، لسانس، ماسټران او دوکتوران به خپلو کلیو ته ځي او کلیوالو زده کوونکو ته به وړیا او افتحاري درسونه ورکوي.
ولې هغه وخت چې جنګ نه و، تاسو همداسي خلک و نه لیدل؟
بې له شکه، چې لیدلي مو دي؛ ځکه خو تر هر څه مخکې موږ د سولې د راتګ غوښتنه کوو.
یا ربه! موږ ژر تر ژره د سولې په خوږو ماړه کړې.
آمــــــــین

3 thoughts on “اې! دا مې د زړه غږ دی/ فدامحمد باران”

ځواب ورکول نصیر غورځنګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *