نورمحمد ثاقب

د یوه فلیسوف په ځواب کې ویل شوي، چې: “ زه دوه کورونه لرم؛ لومړنی کور مې هیواد دی، دوهم کور مې نړۍ ده ”نو ځوانه ستا هم لومړنی کور خپل هیواد دی، د پیاوړتیا په موخه یې د تحلیلي او تخلیقي هنر د زده کړو هلې ځلې وکړه. لوی څښتن، د هر ډول زیار او لګښت پرته د هیواد (افغانستان) په نوم د بېلا بېلو ارزښتناکه سرچینو ډکه ځمکه درکړي، چې تیل، ګاز، مس، وسپنه، د ډبرو سکاره او نور لري، همدارنګه غرونه، ځنګلونه، کرهڼیزه ساحه ، پاکه هوا او اوبه لري، خو ته یې د پاللو او ګتې اخیستنې لپاره لاس په کار شه.

د هیواد ځوانه تر ټولو څخه وړاندې خپل شخصیت ته بدلون ورکړه او شخصیت د هوشمندۍ، زغم، خود دارۍ او د جمعي فکر د اړخونو درلودونکی وي. ته د ولس، راتلونکي اتل یې، د ملت ماڼۍ د جوړولو رول پرغاړه لرې، انرژي او تیز فکره دماغ دې د ولس لپاره د څراغ په څېر اغیزه درلودلی شي، ستره شتمني یې.

ځوانه! که زده کړې ونه کړې، د تحلیل مهارتونه لوړ نه کړې، تخلیقګر ونه اوسې او د نړۍ سیالګر ونه اوسې، نو ګټور نه، بلکې د ټولنې د اوږو بار یې، ځوانه هغه ټولنې؛ چې ځوان یې لاس په کار شوی او سختۍ ګالي، تر نورو پرمختللي دي ځکه خو د یوه ملت بشپړ بریالیتوب په ځوان پورې تړلی دی، د خیر او ښګڼې په فعالیتونو کې فعاله وڼده واخله، د نورو ځوانانو سره مرسته وکړه ترڅو يې پر ځانونو اعتماد پیاوړی شي او په خپلو کاري ساحو کې پرمختګ ته دوام ورکړي، هڅه وکړه چې د هیواد یو مناسب انځور نړۍ ته وښایې، د خپلې ټولنې کلتور، دود او دستور ته دې غښتلتیا ورکړه، د خپلې ټولنې مشرو نظام سره همکاري وکړه، چې ګټورې پالیسۍ تطبیق کړي، داسې مهمې لارې پيدا کړه چې له مخې یې هیواد ته متوجې ننګونو مخه ونیسي، په خپله لوړه حوصله او انرژي ټولنې ته بدلون ورکړه او له تېرو تېروتنو پند واخله.

ځوانه ته په ټولننیز حرکت کې غښتلي انساني سرچینه یې او د ټکنالوژۍ په دې دور کې ډیر څه شوني دي نو د هیواد د بهبود لپاره اوچت کارونه وکړه. که څه هم د سختو ننګونو سره مخ یې خو د ټولنیز زغم پر بنسټ او د ټولنیز مسولیت له مخې د ژوند معیارونو د لوړولو هڅې وکړه، د یوې نوي ټولنې او پیاوړې هیواد د درلودلو لپاره له خوبه پاسه او چاپیریال مطالعه کړه، د همت ملا دې په غښتلي عزم مخکمه وتړه تر څو د انسان د لومړنیو اړتیاوو پراختیا، د ملي ارزښتونو د پاللو، د هر مشرو نظام تقویه کولو، د کرهڼې سیستم پیاوړتیا او ګټورتیا، د ځنګلو د وهلو مخنیوي، زده کړو ته د پراختیا په موخه د څېړنیزو مرکزونو منځ ته راوړلو او د مخداره موادو د مخنیوي لپاره نوي او غوره پړاونه پرانیزې.

د پام وړ خو دا ده، چې د ټولنې مدنیت، سیاسي سیسټم ، کلتور او ټولنیز اقتصاد پر تا بډایه دی؛ نو لاس په کار شه ځوانه او د ژوند طرز ته دې د پرمختګ په موخه هر اړخیز بدلون ورکړه. په لنډو، تر ټولو اړینه ده، چې ټولنیز اخلاق دې غښتلي کړه تر څو د ټولو په منځ کې عزتمند او بریمن پاتې شې.

پای

2 thoughts on “اې ځوانه!! ستا هم لومړنی کور خپل هیواد دی! – نورمحمد ثاقب”

ځواب ورکول مخمد یوسف همت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *