د ۲۰۱۶ کال د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی

باب دېلن(Bob Dylan) چې پوره نوم یې رابرت آلن زیمرین دی د ۱۹۴۱ میلادي کال د مې په ۲۴ نېټه په امریکا زیږېدلی دی، الستون گان، المرجانسون، سرگی پتروف، جک فراست، جک فیت او  ویلو اسکارلترابرت میلک‌وود توماس د باب دېلن مستعار نومونه دي چې په خپلو یو شمیر لیکنو او شعرونو کې د خپل اصلي نوم پرځای خپل مستعار نومونه کارولي دي.

 نوې ځوانۍ کې یې  خپل د خاپوړو ځای پرېښود او نوم یې هم بدل کړ. هغه خپل هنري نوم د بریتانیا له ديلن توماس څخه اخیستی دی او یوې یهودي امریکايي کورنۍ پورې اړه لري.

په ۱۹۶۳ میلادي کال کې د دېلن سیاسي او مدني فعالیتونه زیات شول. په همدې کال کې یې داسې سندرې خپلو مینه والو ته وړاندې کړې چې تر ډيره ورځنیو موضوعاتو ته ځانګړې شوې وې. په ۱۹۶۴ کال کې یې د سندرو یو داسې  البوم هم خپور کړ چې تر پخوانیو هغو یې متفاوت او ډير مینه وال یې خپل کړل.

د ۱۹۶۴ میلادي کال له نیمايي وروسته د دغه ترانه ویونکي او سندرو جوړوونکي د موسیقۍ سبک بدل شو. د سيمې اصلي او پخوانۍ موسیقي یې پریښوده او پاپ موسیقۍ ته یې مخه کړه. دېلن په خپله موسیقۍ کې د راک اند رول عاشقانه شعرونه د امریکا د کلاسیکې دورې له شعرونو سره ګډ کړل. په شپیتمه لسیزه کې یې د ((Folk Rock په نوم نوی سبک په موسیقۍ کې دود کړ چې په خپلو همزولو کې د شکسپیر په نوم مشهور شو.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د ښو او قوي شعرونو د ویلو له امله  د پولیترز ځانګړې جایزه ترلاسه کړه. کلامي مهارت، د ټولنیزو شرایطو تفسیر، په شعرونو کې د قافیې او استعارې د کارولو ځانګړی مهارت او یو څه شوخي د دېلن د اشعارو بازار ډير تود کړ او شعرونو او ترانو یې ډیره لوستونکي او مینه وال پيدا کړل.

دېلن د خپلو سندرو اته پنځوس ملیونه البومونه پلورلي دي او له پنځه سوو ډيرې ترانې یې لیکلي دي چې د نړۍ شاوخوا دوه زرو تنو هنرمندانو د ده شعرونه په خپلو سندرو کې ویلی دي. دېلن د موسیقۍ، ترانه او شعر ویلو ترڅنګ تکړه نقاش هم دی او په دې برخه کې یې یو کتاب هم خپور کړی دی. په ۲۰۰۷ میلادي کال کې یې ځينې نقاشۍ د المان په یوه نندارتون کې د نړۍ د نورو مشهورو نقاشانو ترڅنګ نندارې ته وړاندې کړې چې د نندارتون د ډيرو کتونکو له هرکلي سره مخ شول.

دېلن لومړنی ترانه ویونکی دی چې د نوبل ادبي جایزه یې ترلاسه کړه. د باب دېلن په اړه یو مستند فلم هم جوړ شوی دی. دغه راز د ”زه هلته یم“ په نوم یو فلم هم د ده د ژوند په اړه د امریکايي سینماګرو له خوا جوړ شوی دی.

که څوک  له  راک موسیقي او انګلیسي ادبیاتو سره بلدتیا ولري، خامخا به له دېلن سره اشنا وي. له ۱۹۶۰ نه تر۱۹۹۰ کلونو پورې د خوږو شعرونو او په موسیقۍ کې  په نوي انداز د شعرونو د ویلو له امله نړیوال شهرت ترلاسه کړ. بابد دېلن چې اوس (۲۰۱۶) کې پنځه اویا کلن دی د خپلو ښو او خوندورو شعرونو او په شعر او موسیقي کې د نوي انداز  له امله د سږ کال د نوبل ادبي جایزه خپله کړه. په سویډن کې د نوبل جایزې کمیټې د دغې جایزې د اعلان  پرمهال وویل: دامریکا په موسیقۍ کې د نویو شاعرانه بیانونو او په شعر کې د نویو استعارو او په سمه توګه د قافیو د کارولو له امله باب دېلن د دې  جایزې ګټونکی وپيژندل شو.

دې کمیټي وویل چې د باب دېلن شاعرانه انداز نوی دی او دېلن لومړنی ادیب دی چې د سندرو د لیکلو له امله د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ګټي. له ۱۹۹۳ میلادي را وروسته چې توني موریسن د نوبل ادبي جایزه خپله کړه، دا لومړنی امریکايی شاعر او سندرغاړی دی چې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کوي.

د نوبل جایزې ګټونکو ته د روان میلادي د دسمبر په لسمه نیټه دغه جایزې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکول کیږي. په ۲۰۱۵ میلادي کال کې  د بیلاروس سفیتلانا الکسیویچ (Svetlana Alexievich)  د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

One thought on “باب دېلن/ احمد جاوید صدیقي”
  1. ښکلې لیکنه په پښتو کې د باب دېلن په اړه لومړی لیکنه ده پر قلم دي برکت سه استاد

ځواب ورکول خان محمد فاریابي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *