د پاکستان د پوځ لوی درستیز

د سه شنبې په ورځ چې د پاکستان لوی درستیز په کابل کې د سیمې د لویو پوځي چارواکو په غونډه کې خبرې کولې او په خپل هیواد کې د طالبانو په شتون انکار ورته سخته و، نو پړه یې په افغان مهاجرو واچوله او ویې ویل چې په پاکستان کې اووه ویشت لکه افغان مهاجر دېره دي او طالبان د دوی په منځ کې پټ وي او ځکه خو تر اوسه نه یو توانېدلي چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پوره مخنیوی وکړو.

 جنرال باجوه او نور پاکستاني مقامات په وروستیو اونیو کې د افغان مهاجرو په خلاف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې پخوا څو ځله پاکستاني مقاماتو اعتراف کړی و چې په ترورستي پیښو کې د افغان مهاجرو هیڅ نقش نشته.

 باجوه او د پاکستان اوسني حکومت ته هم د افغانستان له خوا او هم د امریکا له خوا داسې اسناد وړاندې شوې دي چې د هغو په اساس د طالبانو د ساتلو په برخه کې انکار ورته مشکل شوی دی. اوس چې انکار ورته مشکل دی نو د انکار په دلایلو پسې چندان نه ګرځي بلکې د توجیه په دلایلو پسې ګرځي او دا ویل غواړي چې پاکستان کې افغان طالبان شته خو طالبانو ته د پاکستان حکومت نه بلکې افغان مهاجرو پناه ورکړې ده.

 په پاکستان باندې موجود فشار ګڼو صاحب نظرانو په دوه زره لومړي کال کې د سپتمبر د یولسمې نېټې له حملې وروسته فشار سره مقایسه کړی دی. په هغه وخت کې د پاکستان پوځي او ملکي چارې د جنرال مشرف په لاس کې وې. امریکایي مقاماتو په هغه وخت کې پاکستاني چارواکو ته ویلي وو چې له تروریزم سره په جګړه کې همکاري کوئ او که غواړئ عصر حجر ته ستانه شئ! د هماغه فشار نتیجه وه چې افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور شو او افغانستان ته امن راغی او د هیواد ترقي پیل شوه.

 خو د بش له زمانې وروسته او خصوصا د اوباما د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې چې افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره روابط خراب کړل او امریکا اعلان وکړ چې خپل ټول عسکر باسي نو پاکستان او طالبان یو ځل بیا زړه ور شول او افغانستان یې یو ځل بیا د خپلو مظلومو خلکو په وینو ولمباوه.

 خو اوس حالات بیا بدل شوي دي او پاکستان فشار احساسوي. په هغه وخت کې پاکستان ته اسانه وه چې سمدستي له طالبانو لاس واخلي او د امریکا په څنګ کې ودریږي، ځکه په هغه وخت کې د اسامه د نه سپارلو تر پیښې پورې طالبانو داسې څه نه وو کړي چې امریکا ورباندې ډیر جدي عکس العمل وښیي. له بلې خوا په هغه وخت کې طالب مشران په افغانستان کې و او پاکستان ته مستقیم مسولیت نه شو راجع کېدای.

 د اسامه د نه سپارلو پیښې چې امریکا او نړیواله ټولنه په قهر کړل، پاکستان هم لاره بدله کړه. مګر اوس پاکستان ته مشکل دا دی چې که د طالبانو له یارۍ لاس اخلي او د هغې په نتیجه کې په روان جنګ کې تغییر راځي نو سمدستي دا سوال پیدا کیږي چې په تیرو لس، پنځلس کلونو کې چې دا دومره تباهي راغله، اصلي محرک او عامل یې پاکستان و.

 همدا وجه ده چې د مشرف په وخت کې پاکستان توجیهاتو ته اړتیا نلرله او سمدستي یې خپلې پالیسۍ د نویو واقعیتونو په رڼا کې بدلولای شوی خو اوس توجیهاتو ته اړتیا لري او تر ټولو لویه پلمه چې یې پیدا کړې ده، هغه په پاکستان کې د افغان مهاجرو شتون دی.

 ډیر احتمال دا دی چې د حوت د میاشتې په ورستیو اونیو کې به پاکستان د مهاجرو په ایستلو پیل وکړي او چې هر څومره مهاجر کمیږي هغومره به د طالبانو له یارۍ هم لاسونه اخلي او په دې ډول به دنیاوالو ته دا ثابتول غواړي چې طالبان د پاکستان حکومت نه بلکې مهاجرو ساتلي وو.

  جنرال مشرف د یوې لوبې په سر کې و خو جنرال باجوه یې په پای کې دی. باجوه د داسې لوبې په وروستیو اورونو کې دی چې د کامیابي څرک نه ویني او تر سخت فشار لاندې دی. مشرف ته د باجوه په نسبت فیصلې اسانه وې.

One thought on “باجوه بد راګیر دی | شفیق اندړ”
  1. مننه اندړ صیب ښه لیکنه و درباندي ویاړو او زیاتره وخت مو لیکنې لولم او هو
    ستا پېژندنه مي په کار وو شفق اندړ صیب ځکه چې ما داندړو دشاعرانو او لیکوالو په نوم یوه تذکره لیکلي ده لا چاپ نه ده او غواړم ستا لیکنې هم ورکړم ستا له پېژند نې سره کولای شي خپله پيژندنه او معلومات ماته راولېږې البته (زده کړه ، زوکړه او دلیکنې نمونه دي ، او شعر نمونه مو) زما شمېره ده 0774893045
    زما ایمېل ته هم معلومات استولی شئ [email protected]
    او زما فېسبوک د
    م.ا وليد یاهم د Mohammadullah Walid
    په نوم دی که مو ځواب راکړ ښه به وي

ځواب ورکول محمدالله ولید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *