تاند، جمعه، د جدي ۶مه: د بادغیس ولایت په یوه دیني مدرسه او جومات کې پر یوه لس کلنه نجلۍ جنسي تېری شوی دی چې له کبله یې دغه نجلۍ روغتون ته رسول شوې ده.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی پېښه تاند ته تاییدوي او وايي، د پنجشنبې په ماسپښین د قلعه نو ښار په یو جومات او مدرسه کې دا پېښه شوې ده.

نوموړی وايي، ولایتي ادارې دا مدرسه له پېښې وروسته تړلې او نجلۍ یې د ښې درملنې لپاره د هرات روغتون ته لېږدولې ده.

  بلخوا د بادغیس د امنیت امر شیر اغا الکوزی وايي، د پېښې په تړاو یې د مدرسې ۱۸ تنه طالبان او استادان نیولې دي چې لا هم ترې تحقیقات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې ورته پېښه په کندهار کې هم راپورته شوه چې له مخې یې د یوې مدرسې ملا پر خپل اته کلن ماشوم زده کوونکي جنسي تېری کړی او هغه یې په وهلو وهلو وژلی و.

ولسي خلک نیوکه کوي چې د مدرسو او جوماتونو د ملایانو او سیسټم په اړه دې جدي څارنه او پلټنې وشي تر څو یې ماشومان د دین په بهانه د ګناهونو ښکار نه کړای شي.

2 thoughts on “بادغیس: په یوه مدرسه کې پر ۱۰ کلنه نجلۍ جنسي تېری شوی دی”
  1. دوی خو دا د چندو مفته ډوډۍ خوري نو پر ځان نه پوهیږي چې څه وکړي الله ج دې دوی په دونیا او آخرت ذلیل کړي

  2. هو طالبان چه کله په مدرسو کی دینی زده کړی کوی نو د جنسی خشونت خواته مخه کړی او کله چه د حکومتداری او سیاسی چوکی خواهش ورته پیداشی نو بیا وحشت ، دهشت او تروریسم خواته مخه کړی چه دغه دواړه حالتونه د ا ثابتوی چه د طالبانو په تربیوی سیستم کی ډیر لوی نواقص موجود دی ، چه باید آینده دولت ددی سیستم په اصلاح کی اساسی اقدامات ترسره کړه ، یو هم ددغه اقداماتو نه باید داوی چه د طالب دزد کړی پخوانی د مدرسی سیستم باید د یوه تجرید شوی حالت نه راویستل شی او د اوسنیو مکاتبو د سیستم سره یو قسم ترکیب ورکړل شی ، یعنی مدرسی باید معاصر معیاری نصاب درسی ولری چه هم دینی زده کړی هم د طبیعی ، اجتماعی او ریاضی علومو تدریس د لیسو په شکل تر ۱۲ صنف پوری عمومی دوام ولری او د ۱۲ صنف نه وروسته لکه مکاتب د کانکور تر ازموینی وروسته عالی زده کړو ته لار ومومی . په هر حال مهمه ستونزه په دینی مدرسو کی همدغه په تجریدکی پاتی شوی غیر معیاری سیستم د تدریس دی چه خشونت ته یی مساعد بستر جوړ کړی او فارغین یی د مکتب ، پوهنتون ، ساینس دانانو ، مدنی کار کونکو ، حکامو او سیا سیونو سره په آسانی عقده او ټکر پیدا کوی ، او د خشونت او افراط ګری په خوا درومی . باید دولت دینی مدرسی تر یو قانونمند چوکاټ لاندی راولی چه هرچاته د فتوی چاړه په لاس ورنشی اودرست صالح علمان تری فارغ کړل شی . داسی نه چه دغه چړو په لاس مفتیانو ته زموږ د همسایه تروریست نواز استخباراتو لاس ورورسیږی او بر سر یی د خپل نوازش شوم لاس راکش کړی ، نو سم د خپل ځان ، خپل کور اووطن خرابولو او تباهی ته یی برابر کړی

ځواب ورکول دوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *