تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د عدلیې او کلتور لپاره دوه نور کاندید وزیران اعلان او ولسي جرګې ته ورمعرفي کړل.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش دواړه نوي کاندید وزیران نن ولسي جرګې ته وروپېژندل.
نجیب الله فهیم د عدلیې وزیر او عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او کلتور وزیران نومول شوي دي.
تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لپاره آی سلطان خیري نومول شوې وه او دغه راز احمد سعید سیر مهجور د عدلیې د وزارتونو لپاره وړاندیز شوي و خو د دوهم تابعیت د لرلو له کبله د ولسي جرګې له لوري له پارلماني پروسې محروم شول.
د ولسمشر غني ویندوی نظیف الله سالارزي نن وویل چې ولسمشر به د هغو ټولو کاندید وزیرانو پر ځای نوې څېرې معرفي کړي چې ولسي جرګې د دوهم تابعیت د لرلو له کبله رد کړي دي.
ولسي جرګې لږترلږه ۱۱ نومول شوي وزیران او د افغانستان بانک د ریاست کاندید د دوهم تابعیت د لرلو په خاطر رد کړي دي. خو ځیني توانېدلي چې خپل دوهم تابعیت لغوه کړي. د هغو په ډله کې د بهرنیو چارو د وزارت لپاره صلاح الدین رباني، د کورنیو چارو وزارت لپاره نور الحق علومي او د کار او ټولنیزو چارو د وزارت لپاره سید سعادت نادري شامل دي.
د رباني او علومي نومونه تایید شوه
ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د صلاح الدین رباني او د کورنیو چارو وزارت لپاره د نورالحق علومي معرفي کېدا تایید کړه.
ولسي جرګې وروسته له دې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د ښاغلیړو ربتاني او علومي کاندیدا ومنله چې دواړو خپل دوهم تابعیتونه لغوه کړل.
په تالار کې له ۱۹۷ حاضرو وکیلانو ۱۷۴ تنو د علومي او رباني د معرفي کېدو په ګټه او ۲۳ مخالفې رایې ورکړې.
په ولسي جرګه کې له اوږدو بحثونو وروسته وکیلانو د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند صلاح الدین رباني، او د کورنیو چارو وزارت ته نوماند جنرال نورالحق علومي ته بلنه ورکړه چې خپل پروګرامونه جرګې ته تشریح کړي.
خدای پاک د وکړی چی ښاغلی او منلی شخصیت عبدلباری جهانی صاحب د اطلاعاتو او کلتور وزیر شی زما په ګمان خو له جهانی صاحب څخه بل داسی وړ کس موږ نه وینو یا خو به یی موږ نه پیژنو چی همدغه دنده په سمه توګه پر مخ یوسی . د جهانی صاحب د کامیابیو په هیله
دعبدالباری جهانی صاحب دنوم په اوریدو چه دکلتور وزارت لپاره نوماند دی پرون ناببره څوکسانو راته مبارکی وویله! زه حیران شوم چه نه می جهانی صاحب لیدلی او نه هم ورسره خپلوی او یا هم بل شانی اړیکی لرم نو داکسان ولی ماته مبارکی راکوی؟ بیا می سوچ وکړ چه کیدای شی دی خلکو په سهوه سره خیال کړی وی چه ګواکی زه به ددوی خپل وم؟ خو دڅه ځنډ وروسته ما هم دهغو کسانو دنظر دمعلومولو لپاره چه یی ماته تلیفون کړی دخپل تلیفون غوږونه تاو کړل او نیغ په نیغ می دخپلو پوښتنو دځواب غوښتنه وکړه ، ما ورنه وپوښتل چه دجهانی صاحب دکاندیدا مبارکی ولی ماته راکوی؟؟
نو هغوی په هیله بخښونکی اوازونو وویل : ته دافغانستان داکثریت اولس دافکارو روښنایی غواړی؟
نو ما به څه ویلی وه دهو نه پرته.
تا درهین دوزارت په پیر کی لیدلی چه څنګه به دایران دګتو او کلتو رلپاره په ډیره بی شرمی هلی ځلی روانی وی؟
دی پوښتنی ته هم دهو په بدرګه غبرګون وشو.
دخپل هیواد داولس دتاریخ او ژبو سره مینه لری؟
ما فکر وکړ چه دنه ځواب په ویلو به هم ددین څخه بهر شی او هم ددی دنیانه،
نو دی لپاره می بیا هم ددریمی هو په غبرګون ځواب ورکړ.
ددی لنډ دپوښتنو او ځوابونو دادلون او بدلون څخه وروسته زما زړګی هم باغ باغ او دهیلو او نوی ارزوګانو ډک شو.
خوښ په دی شوم چه که توری تیاری ، مرګ او ژوبلی او هر راز کړاونه ددی وطن په خلکو راغلل خو بیاهم هغو میړنو چه دتاریخ په اوږدو کی یی چا ته سر نه دی ټیټ کړی، خپل هوډ او همت دلاسه ورنکړ او ددی ولس دپت او هویت لپا ره یی خپل سرونه وشیندل خو دنیکونو دشملی احترام اوعزت یی ژوندی وساته.
زه او زما په شان نور افغانان چه دعبدالباری جهانی صاحب هلی ځلی یی ددی وطن دتاریخ او ژبو دپرمختګ لپاره لیدلی دی ، نو دولسی جرګی په محترمو وکیلانو ږغ کوو، چه که چیری جهانی صاحب ته مو په ډیر درنښت او عزت رایه ورکړه نو دابه دخپل وطن دکلتور او عنعناتو او تاریخ لپاره ډیر لوړ خدمت کړی وی، او افغانان به همیشه لپاره دلوی خدای ج په دربار کی ستاسی لپاره دعا کوی .
هغه پخوانی یوه لنډه کیسه ده چی چیرته وای چرسیان راټول شوی وه او چرس یی وهل چی په دی وخت کی دملایانو یوه ډله پری راغله،ملایانو په خپلو منځونو کی فیصله وکړه چی دی چرسیانو ته به سلام نه ورکوی او همداسی تری تیر شول خو یو ملا چی شاته تری پاتی وه او ددوی له دی فیصلی ځینی خبر نه وه سلام یی پری واچاوه په دی وخت کی یوه چرسی بل ته وویل چی هلکه په ملایانو کی هم مسلمانان شته؟ هغه ورته په ځواب کی وویل چی نه خو یو نیم ورکی پیدا کیږی.
اوس نو ښاغلو ع او غ حکومت هم ایله لږه دسړیتوب کار وکړ چی ښاغلی جهانی یی د کلتور وزارت ته نوماند کړ هیله ده چی بریالی او دی وطن ته دخدمت مصدر وګرځی
خوشال خان بابا به ویل:
چه دستار تړی هزار دی
ددستار سړی په شمار دی
عبدالبارې جهانی صاحب دهغه په شمار کسانو په ډله کی یو له هغه سرغندویانو څخه دی چه دافغان وطن دبچو دنابودی او مرګ او ژوبلو په شپو کی یی هم ددی اولس دزامنو دعزم او امید څراغ بل وساته او هم یی نوری نړی ته وښوده چه داچه می نن په کلیو او باندو کی دنفاق او تروبګنی اورونه بل دی ، او داچه نن می ډلی ډلی وسله وال په کورونو کی زما دوژلو او قتلولو لپاره په غمبیدو دربیدو دی ، خو زه هغه اولس یم چه دهرشی زغم لرم او ددی زغم حوصلی می په تاریخ په وار وار ازمیل شوی ، خو دیو شی چه هیڅ زغم اوصبریی نه لرم هغه زما دغلام کیدو او زما دوطن داشغال کیدو ده.
جهانی صاحب ځوان نسل ته لکه یو څراغ وه چه ددی وطن دتا ریخ تیاره اړخونه یی دوخت او زمان دشرایطو سره په موقع روښان کړی او زمونږ اولس یی دذهنی تشی رابهر کړی. دجګړو او قتل اوقتال په زورونو شپو کی چه له یوی خوا دهری ورځی په راتلو دجنازو او مړینه خبرونه وه ، او ددی سره زمونږ داولس کلتوری دښمن هم دناخوالو په رالیږلو کی ځند نه دی کړی!!! دهری ورځی دترخو سره یی زمونږ اولس دنفاق لپاره یی ترخه راشیندلی، کله یی دافغانستان دنوم په هکله او کله یی دملیتونو تر منځ دنفاق اور ته لمن وهلی ، خو جهانی هغه تیز بین او لیری لیدونکی شخصیت دی چه ډیر ژر یی ددښمنانو دغه فتنه لیدلی او دهغه دخنثی کولو لپاره ډیر په زړه پوری تاریخی مدلل او هر اړ اړخیز مسایل څیړلی او روښان کړی دی.
دجهانی صاحب دشخصیت څیړل ددی څو کرښو دحوصلی بهر دی ، خو یو شی چه باید په نظر کی وی هغه دادی چه ددغه علمی شخصیت دبری لپاره لکه دملت دبری لپاره ټولی لاری او چاری باید وکارول شی.
ایا محترم جهانی به له خپل دوهم تابیعت څخه تیر سی؟