د ډول ډول ګلونو په يوه بڼ کې د سره ګلاب ترڅنګ تږی ولاړ وم. يوه جينۍ راغله، ګل يې بوی کړو. په ستل کې راوړې اوبه يې د ګل پښو ته  ورتوی کړې او ستنه شوه.

زه حيران شوم چې د ګل ترڅنګ ولاړ انسان ته يې تر ګل هم ټېټ وکتل. نه يې سلام کلام وکړ او نه يې اوبه ورکړې!

زه په همدې سوچ کې وم چې يوه بله جينۍ راغله. ګل يې له ګل بوټي وشوکولو او ورسره راغلي ځوان ته يې په ښي لاس ورکړ.

زه بيا هم حيران شوم چې ولې د انساني مينې اظهار د بوټو محتاج وي!

په همدې سوچونو کې مې ورو ورو قدم وهلو چې له دې بڼه يوه بل بڼ ته ورسېدم. د دغې باغ او بڼ باغوان يو ځوان سړی و چې نه يې د اوبو ستلونه لرل او نه کومه بله د خړوبولو وسيله مګر د باغ و بڼ سېلانيان يې بې سلامه کلامه او بې مينې نه پرېښودل.

په زړه کې مې راغله چې دغه باغوان به ونې بوټي په څه او څه ډول خړوبوي؟ خو لا مې څه ويلې نه و چې باغوان مسک شو او ويې ويل: هروخت چې زما ونې بوټي تږي شي نو سملاسي باران وورېږي.

۰۶ دلو ۱۳۹۲

حيدرآباد

2 thoughts on “باغوان او باران/ ساده حیدرخېل”
  1. مننه ګوهر صیب!
    ډېر کله لوستونکي هم ليکوال ته مناسبه لاره ښودلی شي!

ځواب ورکول Noorudin Gawhar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *