احمد ضیا مسعود

تاند ته ځينو دولتي سرچينو ويلي دي چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی مخکېنی استازی د پيسو د غلا په تور له دندې ګوښه کړل شوی دی.

سرچينه وايي، احمد ضيا مسعود فراه ته قطري شيخان بېولي وو، ځان يې ورته په حکومت کې د وروستۍ پرېکړې سړی معرفي کړی و او بيا يې ورڅخه پرېمانه پيسې تروړلې وې.

د سرچينې په خبره،  ولسمشر چې په کيسه پوهېږي، نو له مخې سره احمد ضيا مسعود له دندې ګوښه کوي.

دا مهال احمد ضيا مسعود هڅې پيل کړې دي چې په يوه نه يوه توګه پر ولسمشر فشار راوړي چې يا له خپلې پرېکړې تېر شي، يا ده ته په حکومت کې کومه بله څوکۍ ورکړي.

پر احمد ضيا مسعود تر وړاندې د کابل په سمارټ سيټي کې هم د پرېمانه پيسو اخيستلو تور پورې وو.

6 thoughts on “بالاخره د ضيا مسعود د ګوښه کېدو راز افشا شو”
  1. زه ولسمشر صاحب ته دا وایم چی دا ډله ټوله په داسی یوه فساد کښی اخته دی او باید ټول محاکمه شی نو ر د جهاد او مقاومت په نامه ګټی بس دی هر چا چی جهاد کړی دی الله تعالی لپاره یی کړی او بس دا ټول سترګ وګی غله دی او ټول اصلی د پاکستان غلامان هم دو دی او دا مو ډیر شه کړی نور هم داسی منفک کړی ملت درسره ولاړ دی نور دا چوکی میراثی مه جوړوی

  2. اشرارو ته دېوې کليوالي کونډې ښيرا :
    خداى اورب العالمين اومياعلي صيب مو په خاورو ماړه که دوطن غلو

    شرم اوحيا لرۍ اوکه نه .

  3. د ولسمشر له خوا د دغه جهادی ماډل غلا راز پټ ساتل پخپله له دموکراسی غلا ده، پوهیږو چی سړی دومره شجاعت نلری چی دغه لوی غل وړووکی څارنوالی ته حواله کړی لږترلږه رسما یی باید خبره مطبوعاتی کړی وای، خیر د غلا نوم به یی نه پری ایښود، سړی مجاهد دی، یوازی به یی وییلی وو چی ضیا مسعود ونننننننننننننډ یی وهلی هههههه

  4. احمدضیا مسعود رسمي غلا په مسکو کې د افغانستان د لوی سفارت له وخته شروع شوه ، نژدې شل کاله هلته سفیرو او د سفارت ټول عواید یی خپلو شخصی حسابونو ته ولېږل. کله چې د ښاغلي کرزي مرستیال وټاکل شو له 52000000 ميليون دالرو سره د دوبۍ په هوایی میدان کې د پولیسو له خوا لاس په لاس ونېول شوچې بیا د کرزی په وساطت خوشي شو. پدې غلا یی ټوله نړۍ خبره ده ،
    د کابل سيتي ، کابل بانک ، د فراه د شیخانو معاملی هسې وړې معاملې دی.
    احمدضیا مسعود په نړیواله سویه غل دی . پخوا به غل په غره کې نه ځاېده خو اوس یی د شرم سترګې خوړلی او د دوی تر سیورې لاندې سلګونه او زرګونه لوی او واړه غله د دولت په چوکاټ کې په دندو بوخت دی.

ځواب ورکول مومند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *