تاند- د هند سینما بالیووډ د افغان امپراتور احمد شاه بابا د پاني پت پر غزا فلم جوړوي.

د دې فلم جوړوونکي اشوتوش ګواریکر د پاني پټ فلم لومړنی پوستر، چې لا بشپړ نه دی، د مارچ په څوارلسمه خپور کړ.

په دې فلم کې د لومړي ځل لپاره درې مهم سینمايي لوبغاړي سنجې دت، ارجون کپور او کریتي سانون

یوځای کار کوي.

د فلم نوم (پاني پت) اېښودل شوی او په ۱۹۶۱ م کال د افغانانو او مرهټیانو ترمنځ د درېمې جګړې د داستان پر اساس جوړ شوی دی.

په دې جګړه کې افغانان مرهټیانو ته ماتې ورکوي.

ټاکل شوې ده چې دا فلم د روان ۲۰۱۸ په نیمايي کې سینماګانو ته راووځي.

په دې فلم کې سنجې دت د احمدشاه بابا رول لوبوي او ارجون کپور د مرهټیانو د پوځ د مشر (ساداشیوراو بهو) او کرتي سانون د هغه د دوهمې مېرمنې رول لوبوي.

تر دې پخوا په هند کې د احمدشاه بابا په اړه یو سریال جوړ شوی و چې احمدشاه باب یې په منفي نقش کې انځور کړی و.

څرګنده نه ده چې په پانې پت فلم کې احمدشاه بابا څه ډول انځور شوی دی.

احمد شاه بابا په ځلونو د هند مرهټیان ځپلي او پر ځای یې مسلمانان واک ته رسولي څو په دې توګه د هند له لوري افغانستان ته تهدید له منځه یوسي.

3 thoughts on “بالیووډ د احمدشاه بابا او مرهټیانو پر درېم جنګ فلم جوړوي”
  1. لطفآ کال ۱۷۶۱ سم کړئ ، دافغانستان حکومت باید دخپلو دپیلوماتیکو چینلونو له لوري دهند دولت او بالیوود سناریو لیکونکو ته داخبره ورسوي چې له تاریخي حقایقو تیری ونه کړي او هندو واله پرتاریخي حقایقو لوړه ونه شمیري ، ماناداچې تاریخي حقایق لکه چي په ګریت مرهټه کې یې تحریف کړي وو بیا تحریف نه کړي . افغانستان په هند باخبره او دانشمند استازي لري چې باید دهغوی مشورې په دغه برخه کې له ځآن سره ولري او دهند د دولت غوږ ته باید ورسول شي چې که حقایق تحریف شي ، دابه زموږ او هند پراړیکو باندې ښه اغیزه ونه کړي . بس هم دونه
    زرین ګل له اندیا چه

  2. ویل کیږی چی پدی فلم کی به د احمدشاه بابا منفی رول ښوودل کیږی چی مخکی له مخکی داخلی فاشیستان دی کړنی ته ډیر خوشاله دی او ورته چکچکی کوی نو که چیری داسی وی آیا د فرهنګی کړیو او سیاسیونو لپاره به ښه نه وی چی همدا اوس د دی کړنی او څرنګوالی په اړه تماسونه ونیول شی، تر دی چی د فلم د ریلیز نه وروسته بیا چیغی وهل کیږی چی دا رول ناسم دی او فلم باید بند شی چی هغه وخت یی بیا امکانات هم شاید نه وی.

  3. دافغان ځواکونو اومرهټیانودریمه جګړه په ۱۷۶۱کال کې پیښه شوې ـ هیله ده اصلاح یې کړی یعنې په ۱۹۶۱ کې نه ده پیښه شوې

ځواب ورکول عبدالرووف لیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *