جلۍ دا ځل په ژړغوني غږ وويل:

ـــ ګوره ګرانه! مينه خو راسره لرې که نه!؟

هلک موبایل نور هم خپلې خولې ته نږدې کړ،په موسکا يې ځواب ورکړ:

ـــ اوهو لېونۍ! زما په زړه خو يوازې ستا نوم ليکل شوی!.

يوه شېبه دواړه غلي وو،له مقابل لوري ورو ـ ورو سلګۍ راتلې،هلک بيا ور زياته کړه:

ـــ ګلالۍ! ته لکه چې زما په مينه باور نه لرې؟

جلۍ ژر ځواب ورکړ:

ـــ نه نه فرهاده! داسې مې نه ويل،بس دې پرېکړې لږه وارخطا کړې يم.

فرهاد بيا ترې د خبرو وار ونيو:

ـــ هېڅ مه وارخطا کېږه! داسې ځای ته ځو،چې هېڅوک به مو پيدا نه کړي.

ګلالۍ څه ونه ويل،خو فرهاد بيا زياته کړه:

ـــ هلته به دواړه خوشاله ژوند پيل کو.

يوه شېبه دواړه غلي وو،فرهاد د موبايل ښيښې ته وکتل،د بطرې انځور خالي و،بېرته يې له غوږ سره جوخت کړ،خوله يې وخوځېده:

ـــ ښه ګرانې! د موبايل چارج مې کم دی،په خبرو مې خو پوهه شوې!؟

ـــ ههو..وو.

فرهاد بېرته لنډ وويل:

ـــ له ملا اذانه مخکې!

د فرهاد خبرې بندې شوې،ګلالۍ ور وکتل،د موبايل پر ښيښه ۴۵ دقيقې او ۱۶ ثانيې ليکل شوې وې،يو دم يې په ښځينه غږ ټکان وخوړ:

ـــ ګلالۍ! لورې،له چا سره دومره ډېره غږېدلې؟

ـــ مو…مور! ټولګيواله مې وه.

ښځه نږدې شوه،ورو يې وويل:

ـــ ګوره! سبا دې خوړه ده،کارونه مو ډېر دي،موبايل پرېده،هله راځه نو!.

ښځه له کوټې ووته،ګلالۍ لرزې پسې اخيستې وه،سبانۍ ورځ يې په ذهن کې تاوېده،ورو يې له ځان سره وويل:

ـــ فرهاده! دا په څومره سخت امتحان کې دې واچولم!؟

د ور له غنجا سره غلې شوه،په وره کې له وجوده پلن،لنډ سړی راننوت،جلۍ په ټکنۍ ژبه وويل:

ـــ پ…پلاره! څه مو په کار وو؟

سړی نږدې شو،په څېره يې موسکا خوره وه،د جلۍ په سر يې لاس راکش کړ،خوله يې وخوځېده:

ـــ ګلالۍ! لورې،احسان ډېر ښه هلک دی،ټول ژوند به دې خوشاله وساتي.

جلۍ غلې وه،بدن يې ورو ـ ورو لرزېده،سړي بیا وويل:

ـــ هو رښتيا! ستا د ښوونځي مې ورته ويلي،يو کال به موږ ته ګوري،چې فارغه شې،بیا هله به واده ورکوم.

شېبه وروسته په کوټه کې يوازې ګلالۍ ولاړه وه،لاندې د فرش کرښو ته يې سترګې نيولې وې…

***

تياره وه،ګلالۍ پلاستيکي کڅوړه په خپل کيڼ لاس ټينګه کړه،ښي لاس يې د لوی ور زنځير ته وړاندې کړ،يخ ولګېد،ور غنجا کړ،په منځ کې بېل شو،له کوټې ډډ نارينه ټوخی راغی،ګلالۍ ژر شاته وکتل،چپه چوپتيا وه،بېرته يې مخ واړوه،په رېږدېدلو ګامونو له وره ووته،پلاستيکي کڅوړه يې په ځمکه کېښوده،دواړه لاسونه يې خولې ته پورته کړل،ګرمه هوا پرې ولګېده،بېرته يې کڅوړې ته لاس کړ،يو دم له شا پرې غږ شو:

ـــ ګلالۍ!

د ګلالۍ له پښو دمه لاړه،خو په دوه يم غږ يې بېرته ځان قابو کړ:

ـــ ګلالۍ! زه يم،فرهاد!

ګلالۍ ژوره ساه واخيسته،فرهاد بيا وويل:

ـــ هله نو! ژر کوه،بايد تر لمر خاته،ځانونه د ولسوالۍ بازار ته ورسوو.

شېبه وروسته دواړه له کلي وتي ول…

لمر لا د غره له څوکې نه و پورته شوی،چې د موټرو هډې ته ورسېدل،فرهاد يو کرولا موټر ته نږدې شو،له ډرېور سره يې په خبرو سر او لاسونه خوځول،ګلالۍ لرې ولاړه وه،له تور پړوني يې يوازې دوه سترګې ښکارېدې،شاوخوا به يې په بيړه وکتل،بېرته به يې ژېړې کرولا ته مخ واړوه…

څو شېبې وروسته ژېړه کرولا د تنګې درې په موړونو کې روانه وه،د ډرېور په تندي تاو ـ تاو لانده وېښتان پراته ول،د ښي لاس ګوتې يې د برېتو په څوکو کش کړې،بېرته يې لاس پورته کړ،منځنۍ هنداره يې د شا سيټ ته مخامخ کړه،په هنداره کې له تور پړوني يوازې دوه سترګې ښکاره کېدې،چې له ښيښې د باندې منظرې ته سيخي وې،تر څنګ يې د ځوان هلک نيم مخ ښکارېده،په خرېيلي مخ يې ځای ـ ځای وړې دانې وتې وې،د موبايل ښيښې ته يې کتل،په توکمو يې ژر ـ ژر ګوتې کېکاږلې…

جلۍ هلک ته مخ واړوه،ويې ويل:

ـــ فرهاده! موږه چېرته ځو؟

ځوان موبايل په مخامخ جيب کې کېښود،د جلۍ کيڼ لاس يې په خپلو دواړو لاسونو ټينګ ونيو،لنډ ځواب يې ورکړ:

ـــ د خپلو خيالونو نړۍ ته!

جلۍ وموسېده،يوه شېبه چپه چوپتيا وه،يوازې د موټر غږ اورېدل کېده،له بېرونه به يودم يخه هوا راننوته،جلۍ بيا وويل:

ـــ کاش چې مې له خپلې کوژدې مخکې ليدلی وې!…

دواړه غلي وو،جلۍ خپل لاس له ښيښې ووېست،يخه هوا پرې ولګېده،بېرته يې وويل:

ـــ فرهاده! موږ ښه کار نه کوو.

ـــ ګلالۍ! په ما باور ولره،دا به زموږ په قسمت کې ليکل شوي وي.

ګلالۍ يوه شېبه غلې وه،ژر یې وویل:

ـــ نه نه! ما مې له خپلې کورنۍ سره ښه ونه کړل،د هغوی باور مې مات کړ.

فرهاد غلی و،ډرېور يوازې مخامخ سرک ته دوه سترګې نيولې وې،ګلالۍ زياته کړه:

ـــ احسان ښه هلک دی،پلار مې زما وړ وګڼه،کوژده مو سره وکړه،خو له هغې وروسته مې ته وليدې،خوښ مې شوې او خبره تر دې ځايه راورسېده.

فرهاد ور وکتل،موسکی شو،له اوږې سره يې جوخته کړه،شونډې يې وخوځېدې:

ـــ ګرانې! اوس نو دا هر څه هېر کړه،هله نو،وخانده!

ګلالۍ موسکۍ شوه،د فرهاد په اوږه يې سر کېښود او سترګې يې پټې شوې…

***

ګلالۍ ټکان وخوړ،سترګې يې پرانيستې،د فرهاد له اوږې يې سر لرې کړ،موټر د غره په لمن کې د يوې لويې کلا مخ ته ودرېد،په لوی ور ځای ـ ځای دايروي اوسپنې نښتې وې،د خټو دېوالونه يې لوړ ښکارېدل،فرهاد کلا ته ګوته ونيوله،ویې ويل:

ـــ هن…دا ده زموږه د خيالونو نړۍ!

ګلالۍ يې له لاسه ونيوله،دواړه له موټره ښکته شول،د کلا ور ته په نږدې کېدو،ګلالۍ بېرته شاته وکتل،ویې ویل:

ـــ فرهاده! موټر خو تر اوسه ولاړ دی،تا لکه چې پیسې نه دي ورکړي؟

يو دم د کلا ور پرانيستل شو،دواړو ژر خپل مخونه بېرته کلا ته واړول،له وره درې هډور سړي راووتل،د دوو په اوږه ټوپکونه ځوړند ول،نږدې شول،درې واړو خپلې سترګې ګلالۍ ته نيولې وې،تر ټولو غټ يې په خپلو اوږدو برېتو ګوتې کش کړې،په موسکا يې وويل:

ـــ ياره فرهاده! ايله خو دې دغه په يو څو روپيو ارزي،دا ځل دې سمه بلبله راوستې.

دوه وروستني هډور سړي په خندا شول،ګلالۍ ژر فرهاد ته نږدې شوه،په دواړو لاسونو يې له مټه ونيو،ټول بدن يې لرزېده،په بنده ـ بنده ژبه يې وويل:

ـــ فرهاده! دا څوک دي؟

فرهاد موسکی شو،له خپله مټه يې جلا کړه،په خندا يې وویل:

ـــ ما وبښه ګرانې! زه دې يوازې تر دې ځایه ملګری وم.

د ګلالۍ مخ سور شو،سترګې يې اوښلنې وې،اواره لرزېده،فرهاد بيا وويل:

ـــ زما همدا کار دی،له تا مخکې مې دوه نورې هم د خپلو خيالونو دې نړۍ ته راوستې وې.

په دې کې تر ټولو غټ سړي له بغل جېبه دوه بنډله پيسې راووېستې،فرهاد ته يې ونيولې،د ګلالۍ سترګې له سرو رګونو ډکې شوې،فرهاد بېرته د موټر خواته روان شو،ګلالۍ ورمنډه کړه،خو دوه هډور سړي يې مخته ودرېدل،فرهاد موټر ته پورته شو،ګلالۍ چيغې وهلې،دوو تنو له مټو نيولې وه،د کلا ور ته يې کشوله،موټر په تنګې درې ننوت او د کلا ور پورې شو…

پای

One thought on “باور(لنډه کیسه) ليکوال: عزیزالدين يوسفزی”

ځواب ورکول محب الله طارق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *