همدرد به نوى موقف خپل کړي؟

د حزب اسلامي غړي له هغه وروسته يو وار بيا د نظار ډلګۍ په وړاندې ودرېدل، چې په کابل کې د دغه ګوند يوه خاښ د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د پخوانۍ ټوټه شوې شمالي ټلوالې له غړي ډاکترعبدالله عبدالله سره ټاکنيز جوجاړى وکړ.

  دغه ټلوالې د اسلامي حزب د ډېرو غړو غبرګونونه راوپارول،  که څه هم د دې ډلې لومړي لاس مشر انجنيرګلبدين حکمتيار چې د افغان دولت سر سخته مخالف دى، په ټوله کې راروانې ټاکنې د امريکا د سفارت يوه لوبه بللې ده.

 په دولت کې د ننه له عبدالله عبدالله سره د جوجاړي په سر د ګوند غړي سره تېر و بېر شوي دي .

د حکمتيار په مشرۍ داسلامي حزب د سياسي برخې مشر ډاکټرغيرت بهيرپه کابل کې د حزب په نوم له هغو ټولو اېتلافونو سره خپل کلک مخالفت څرګند کړى او ويلي يې دي چې د دوى د ډلې په استازولۍ به څوک هم له چاسره ټاکنيز اېتلاف ونه کړي نوموړي د شمالي ټلوالې له پخوانيو غړو سره د يوشمير کسانو يو ځاى کېده د هغوى شخصي کړنه وبلله .

  پرعبدالهادي ارغنديوال د اسلامي حزب هغه ګڼ شمير پلويان راټول وو، چې له دولت سره په مخالفت کې نه دي ولاړ خو په دې وروستيو کې دګوند د دغه خاښ له لوري له عبدالله عبدالله سره دټاکنيز ايتلاف له امله ډېرو يې له نوموړي سره د مخالفت غږ پورته کړى دى.

  خو هغه څوک چې له ارغنديوال وروسته ددغه ډلې پلويان پرې يوه خوله دي دافغانستان په شمال کې د حزب اسلامي پخوانى مشر جمعه خان همدرد دى نوموړى چې د ارغنديوال له نږدې ملګرو شمېرل کېږي، اوس يې له هغه سره د وروستي دريځ پرخلاف د انډيوالۍ تار په پري کيدو ښکاري .

  جمعه خان ملي باور ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل:((هغوى چې دحزب اسلامي په نوم يې له عبدالله عبدالله سره ځان يو کړى د ټول ګوند استازيتوب نه کوي او ډېر ژر به حزب اسلامي خپل وروستى دريځ په ډاګه کړي، موږ هېڅکله د نظار شورا سره د يوځاى کېدو پلان نه لرو.))

خوپوښتنه داده، چې د ارغنديوال ډله ګري، به په همدرد څومره باوري وي او ښاغلى همدرد دا وړتيا لري، چې د دغه ګڼ وګړيز ګوند ديوه خاښ مشري وکړي؟

په کونړ کې د حزب اسلامي پخوانى غړى مولوي عبدالحليم وايي په اوسنيو شرايطو کې جمعه خان همدرد د دوى،  يواځنى جهادي مشر دى، چې ورباندې حساب کېږي او که چيرې هغه دنورو په څېر د دوى له نومه ناوړه ګټه پورته نه کړي، د حکمتيار له ډلې وروسته همدرد يوه غښتلې جبهه رهبري کولاى شي، ځکه په شمال کې د حزب ډيره برخه غړي همده رهبري کول او د حزب ډېر رقيبان يې ځپلي دي.

   مولوي عبدالحليم باور ته وويل اوس پر ښاغلي همدرد دهوکړې لپاره وخت رارسيدلى اوښايي همداسې وشي خو که همدرد هم دحزب اسلامي له نومه ناوړه استفاده وکړي ښايي د نورو په څېر يواځې شي.

همدرد د حزب اسلامي پخوانى جهادي قومندان او د حامد کرزي په حکومت کې د بېلابېلو ولايتونو والي پاتې شوى.

  په حزب اسلامي کې له دې درز وړاندې د دغه ډلې له يوبل مخکښ غړي وحيدالله سباون نه ډېر شمير ګوندي غړي هله جلا شو، چې د سباوون په مشرۍ د متحد اسلامي حزب څانګې پخوانۍ شمالي ټلوالې ته ځان ورنږدې کړ، سباوون د دغه ټلوالې په تشکيلاتو کې دماليي وزير و اوس داسې ښکاري، چې د حکمتيار د ډلې باور يې له لاسه ورکړى دى.

  حزب اسلامي ٤٥ کاله وړاندې د يوې جهادي او سياسي ډلې په توګه خپل جوړښت اعلان کړ، چې دشوروي پرخلاف جګړه کې يې تر نور ګوندونو ډيره ونډه درلوده، خو له امريکا سره د ددې ډلې له مخالفته  په ګټه اخيستنه يوشمير نوروځانونه د جهادي ډلو په نوم مطرح کړل، چې وروسته يې د سيالۍ  ډګر ته هم ووتل،  خو له نورو جهادي ډلو سره يې توپير دا شو چې له امريکا سره د واک لپاره خو لا هم کوم جوجاړي ته نه دي رسېدلي.

   پرحزب اسلامي يوه نيوکه دا هم ده، چې د کابل په کورنيو جګړو کې يې ډېره برخه درلوده، چې له امله زرګونه بې ګناه  وګړي ووژل شول،  خو اسلامي حزب وايي، چې د دوى رقيبې ډلو کمونېست پرچم ډلې، اسلامي جمعيت اونورو خپلې وژونکې کيسې د دوى پرډله ور اړولي.

One thought on “باور ورځپاڼه:حزب اسلامي له يوه جوړجاړي وروسته”
  1. په پښتنو کې یوازینی او ملت پال ګوند حزب اسلامي و. د اخلاقي، کلتوري، مذهبي او هر اړخیزه حوړښت له مخې د افغانستان د آزادۍ یوازینی نومیالی او قهرمان حزب و.
    د حزب اسلامي ایدیالوژي تر ټولو پخوانو او موجوده ګوندونو غښتلې، ملي او پایداره وه. یوازینی حزب و چې هوښیاران پکې زیات وو.

    خو ددې حزب بدنامي د امریکا یوازینۍ هیله او د لږکیو لپاره د قدرت د لیږد او لدې لارې د کورنیو جګړو رامنځته کول د امریکا اوږدمهاله پلان و چې پکې بریالۍ هم شوله.

ځواب ورکول نور الرحمن شیراني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *