دولت دکومې موخې لپاره نا مسووله وسله وال ساتي؟

   په شمالي ولايتونو کې دخپلسرو وسله والو بيا ځواکمنېدو له خلکوسره د دولت دواک په اړه بېلابېلې پوښتنې پيدا کړې دي،  ډېر داسې ګڼي چې ګنې ځينې کړۍ چې له پخوا يې دخپلو موخو لپاره له قومي خپلسرو مليشو د حالاتو دګډوډولو لپاره کار اخيسته، يو  ځل بيا دا ډول تجربې تکراروي او دولتي واک دخپلو ګټو لپاره ننګوي، مليشي ځواکونه اوس په دې پلمه بيا ډګر ته وباسي،  چې حکومتي ځواکونه نه شي کولاى په خپلو مټو د دغه سيمو امنيت کابو کړي.

  د شمالي ولايت کندوز په دشتې ارچي ولسوالۍ کې دتېرې څه مودې  راهسې دازبک ملېشو يو پخواني مشهور قومندان يوسف ارجال دولسي خلکو دځورونې او دکورونو د چور اوتالان لړۍ پيل کړې،  د دښت ارچي ولسوالۍ د باجوړو د سيمې يوه اوسيدونکي ساحل افغان ملي باور ته وويل :((يوسف ارجال دعملياتو په نامه دخلکو کورونه چور کړه،  طلا او ګاڼې يې له ځانه سره يوړې، خلک يې ووهل، ١٥٠ موټرسايکلونه يې له خلکو ونيول څاروي، يې حلال کړه او چې کومه ناروا وه،  د دې سيمې له خلکو سره يې وکړه. ))

    ساحل وايي يو تن ، چې د دوى په سيمه کې په دې وروستيو کې د ايران له مزدوريو کورته ستون شوى و،  د ارجال سړيو له کوره ووېسته اوپه ډېره بې رحمۍ يې وواژه .

  په دښت ارچې کې له چوراوتالان وروسته دغه مليشې د امام صيب ولسوالۍ ورغلې او هلته يې هم دا ډول کارونه وکړه،  د سيمې خلک وايي دولتي چارواکو دا دپښتنو کورنيو د ځپل لپاره يو پلان درلوده،  چې غوښتل يې د تېرو د ورو په څېر قومي شخړې رامنځ ته کړي.

   په ولسي جرګه کې د کندوز دخلکو استازي انجنير کمال باور ته وويل،  په داسې حال کې چې په دښتې ارچي ولسوالۍ سلګونه افغان پوځيان او پوليس ميشت دي، يوسف ارجال چې په هېڅ دولتي چوکاټ کې ځاى نه لري،  په خپل سر يې  د خپلو ٣٠٠ نامسوله ملېشيي ځواک سره د دغه ولسوالۍ په خلکو تېرى وکړ.

    انجنير کمال وايي د ارجال ملېشو د خلکو صندوقونه مات کړي،  مالونه يې ترې وړي،  خلک يې وهلي ډبولي دي، نوموړى د دغو مليشو له خپلسرو عملياتو د دغه ولايت والي او د مرکزي دولت چارواکي ناخبره  بولي، د ولسي جرګې دغه غړى تور لګوي چې يو شمير کړۍ په لوي لاس قومي تربګنيو ته خلک پاروي، چې دا يې يوه بيلګه وه.

يوسف ارجال د کورنيو جګړو له مهاله پاتې د ازبک مليشو يو قومندان دى، چې د کندز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په اق تاش سيمه کې له ډېرو کلونو راهيسې ملېشې واکمن دى،  چې پخوا يې هم ورته ناقانونه کړنې ترسره کړې دي .

دکورنيو چارو وزارت يوې سرچينې ملي باور ته ومنله ، چې دا ډول رپوټونه يې ترلاسه کړي،  خو وايي چې هلته   له خپلو سيمزو چارواکو سره دپېښو په تړاو څېړنې کوي

   دا په داسې حال کې ده،  چې د تېرې څه مودې راپه دې، خوا په سويلي ولايت ارزګان کې ديوه بل ملېشي قومندان حکيم شجاعي له لوري د ولسي خلکو د وژنو اوشکنجو ګڼ راپورونه ورکړل شو، ترکابله لاريونونه ورسېدل، خو دولت لاهم کوم ګام د خلکو د غوښتنو په ځواب کې نه دى پورته کړى.

2 thoughts on “باور ورځپاڼه: ارجال دوه ولسوالۍ چور کړې”
  1. تاند ويب پاڼې نه ما څو ځلي غوښتنه وکړه چې اخلاقا
    بريښنا ليک مه خپروي خو بيا هم دوى دې خپرې ته کوم اهميت ورنه کړ.
    ” تاسو برېښنالیک به نه خپرېږي. هغه برخې چې په ستورو * په نښه شوي حتماً ډکې کړي “

ځواب ورکول ع.شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *