هره ورځ مو همدومره جنازې شته

    د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې دافغان پوځیانو په امنیتي پوسته د وسله والو ډله یز برید یوویشت افغان پوځیان ووژل او  اوه نور د وسله والو لاس ته ژوندي لوېدلي دي. په دغه برید کې چې افغان لږشمیر سرتیرو په کې د سلګونه وسله والو په وړاندې مقاومت وکړ ،هغه افغان سرتیری هم د بريدګرو په طالبانو په ډله کې  ووژل شو چې کال مخکې یې امریکايي پوځيان دملي اردو په قرارګاه کې ووژل او طالبانو ته ورغی.

    ویل کیږي بریدګرو په پهره ولاړ پوځيان په نښه کړل او بیا وروسته پوځي پوستې ته ننوتل او یوشمیر په خوب ویده سرتېري یې ووژل .

    ځینې سرچینې دا هم وايي چې ښايی یوشمیر افغان عسکر په دې برید کې له وسله والو سره راز دار و او وسله والو ته یې د دغه برید لاره جوړه کړې ، دپوځيانو دغه چوڼۍ د څونک په سیمه کې په لویه لاره جوړه ده چې لږ وړاندې ترې د ځواکونو یوبل امنیتي کمربند هم شته .

    افغان ولسمشر حامد کرزي هم بهر ته خپل سفر دهمدې پیښې له امله وځنډوه او له ارګ ماڼۍ یوې خبرپاڼې برید په سختو ټکو وغانده په خبرپاڼه کې دولسمشر له خولې دا هم ویلي شوي چې پاکستان دې د ترهرګرۍ سره دمبارزې په لاره کې اغیزمن ګامونه پورته کړي، له اعلامیې داسې ښکاري چې په دې برید کې دپاکستان لاس له یوه لوري حتمي کیدای شي . په ورته وخت کې ددې پېښې له امله افغان ولسمشر سریلانکا ته هم خپل رسمي سفر ځنډولی دی.

      له دې پیښې وروسته بېلابېلې تبصرې کېږي، یوشمیر په دې نظر دي چې ګنې دا برید د پښتونخوا په مومندو کې دهغه درویشتو پاکستاني سرتیرو غچ و چې د پاکستاني طالبانو له لوري ووژل شول، چې پاکستان دافغان طالبانو پر مټ دخپلو سرتیرو بدل واخیست ، دافغانستان امنیتي چارواکي هم په دې ټینګ دي چې برید په بهر کې طرحه شوی و دلته له بهر څخه اشاره ګاونډي پاکستان ته ده .

    ولسي افغانانو په ټولنیزو شبکو کې په برید ویر اعلان کړی او د ملي اردو سرتیرو ته په مرال لوړولو لګیا دي ، د فسبوک پر پاڼه ډېرو د خپل پروفایل پر ځای د پوځيانو عکسونه لګول دي.

      په اروپا کې میشت افغان مخکښ ژورنالیست ډاکټر داوود  جنبش لیکلي: ((  په کونړ کې یې شل سرتیري ووژل: افغانان. په مومندو کې یې ۲۳ وروژلي وو: پاکستانیان د کونړ وژنه زما تر کلي یو څه ور ها خوا شوې؛ د مومندو سیمه زما د پلار د مور کلی دی  ما د وینو درناوی وکړ، د خپل پروفایل عکس په اړولو سره. تاسې؟)).  یو شمیر نور بیا مخامخ پاکستان په دې پیښه کې په لاس لرلو تورنوي او د مرګ په پاکستان چیغې وهي.

افغان چارواکي او سیاستوال هم د ولسي خلکو په څیر یواځې په غندلو بس کوي .

شنونکي په دې باور دي چې دافغانستان د نظام د کمزورو سیاستونو پایله ده ، چې افغانان په کې د امنیتي ځواکونو ، ولسي خلکو او جنګیالیو په نوم قربانوي ورکوي .

    دچارو شنونکي ادریس غروال ملي باور ته وویل د ډیورنډ په توره کرښه د پوځیانو ، ولسي خلکو او سیاسیونو وژل په کورونو او ځنګلونو دتوغندیو توغول دنړیوال ترهګریز جال د اهدافو یوه برخه ده په دې جال کې د نورو استخباراتي شبکو ترڅنګ دامریکا او پاکستان جاسوسې ادارې تر نورو مخکښې دي. هغه په دې اړه ملي باور ته وویل: ((دلته ولې دج ګړې اور بل شو، امریکا ولې د کونړ غرونو ته راغله افغان دولت ولې په دې احتجاج نه کوي ولې د جګړې دپای ته رسولو غږ نه کوي دامریکا پلمې خو د پاکستان په لویو ښارونو کې دي، ددغه جنګیالیو روزنځایونه، خو په کراچۍ او پنجاب کې دي، امریکایان دې هلته جګړه وکړي. ))

      ښاغلی غروال افغان چارواکي په دې ملامتوي چې له نړیوالو سره دجګړې په ستراتیژۍ کې د خپلو خلکو ګټو او زیانونو ته پام نه کوي، خو نور هیوادونه بیا په ډیرې هوښیارۍ دغه کار کوي. غروال وايي دا لومړۍ پیښه نه ده چې موږ پرې ویرجن کیږو او یا مو دپاکستان په وړاندې غوسه راپورته کیږي، نږدې ټول هیواد په دې غم اخته دی که په کونړ کې یوې پیښې یوویشت میندې بورې کړې په هره اونۍ کې همدومره افغانان په جګړو کې وژل کیږي او که چېرې دا ډول چارواکي ولرو نور به هم دپردیو داستخباراتي شبکو قرباني یو.

پر افغان دولت لا له وړاندې نیوکه داده چې دپیښو پلټنه نه کوي او ډېرځله په پڅ دریځ او یواځې په شعارونو تم وي

3 thoughts on “باور ورځپاڼه: افغان سرتیري د ناسمو سیاستونو قربانیان”
  1. ای جانانه په غازیانو سلام وایه
    د اردو په شاه زلمیانو سلام وایه
    چی شپه او ورځ د پاک وطن په غم غمجن دی
    په تنکی تنکی ځوانانو سلام وایه
    چی سرونه یی په خپل وطن قربان کړل
    د وطن په شهیدانو سلام وایه
    چی ټوټی ټوټی یی غوښی شوی هوا کښی
    په ګلونو افغانانو سلام وایه
    چی سلګی د ځنکدن وهی مورچل کښی
    په سرتیرو سربازانو سلام وایه
    چی سری وینی یی بهیږی پرهرو نه
    په پرهر پرهر ټپیانو سلام وایه
    زه ګران د سوی زړه نه درته سوال کړم
    زما په ښکلو اتلانو سلام وایه

  2. ګرانه کنړه!
    نن ستا په سیند کښی د اوبو پر ځای وینی بهیږی.

    دا د لعل جواهرو سور غمی دی
    که په سرو وینو کی پروت شهید زلمی دی
    چی خوشبو یی تر اسمانه پوری رسی
    دا دکومی بختوری مور بچی دی

  3. د کنړ په برید کښی څوک ملامت بولی؟
    ولسمشر کرزی پرون دکنړد پیښی په غبرګون کښی وویل چی دا کار د افغانستان دښمنانو کړیدی.
    په دی خوهر څوک پوهیږی چی افغان څوک وژنی هغه د افغانستان دښمن دی په تیره بیا امنیتی ځواکونه.
    د موجوه حکومت ناکامو پالیسیو، طالب ته د ورور ویلو، د ولسمشر له لوری د ایساف د هوایی ځواک په عملیاتو کښی د مرستی ردول، په ۱۲ کلونو کښی ملی اردو ته د یو قوی هوایی ځواک نه برابرول،د قانون نه عملی کیدل، د طالب بندیانو د بګرام زندان څخه بغیر د کوم شرطه ازادول، د طالب مړی په څرخکی الوتکو کښی لیږدول او د هغوی جنازه کول، او ملی اردو ته د پوره حق نه ورکولو انجام دا شو چی مونږ ۲۱ سرتیری په یوه ورځ د لاسه ورکړل.
    د افغانانو وینه دومره ارزانه نه ده خو دا اوسنی اداری دومره ارزانه کړیده، زمونږ ۷ تنه سرتیری د پاکستان د استخباراتی اداری د ملیشو سره په اسارت کښی دی خو هیڅ ډول جدی اقدام یی په اړه نه کیږی، طالبانو ۱ تن امریکایی پوځي اسیر کړی خو امریکا یی په بدل کښی ۵ تنه جګپوړی طالب بندیان له ګوانتانامو څخه ازادوی، ولی مونږ بغیر د کوم شرطه طالب جنایتکاران له بګرامه ازادوو، مونږ باید هغه ۶۸ تنه چی ځو ورځي واړندی له بګرام څخه بغیر د کوم شرطه ازاد کړل که ددی ۷ تنو سرتیرو په بدل کښی مو ازاد کړی وای ډیر به ښه وه یو خو به زمونږ د سرتیرو مرال لوړ شوی وای چی دولت۷ تنو لپاره ۶۸ تنه خوشی کړل خو بدبختانه دا کار ونشو برسیره پر دی طالب ته نور امتیازونه ورکوو، ولی د سولی په تشو وعدو غولیږو سوله د هغه چا سره باید وشی چی خپلواک وی ازاد وی طالب خو د پاکستان او ایران مزدور دی د طالب فیصله د پنجابی، سندهی او پیښوری جرنیلانو په اختیار کښی ده.
    نور باید حکومت د طالب پر ضد له پوره زوره کار واخلی، طالب باید وځپي، طالب باید محاکمه کړی او سخته سزا ورکړی، ملی پوځ ته باید جنګی الوتکی واخلی دا چی دا تنکی ځوانان له خپل سره د خپل هیواد د بقا په خاطر تیر دی باید حکومت هم همداسی میړانه ورسره وکړی او تش لاسونه یی ډک کړی.

ځواب ورکول Najeeb Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *