د پلټونکو پوځيانو نښه به څوک وي؟

  د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ دحزب اسلامي جنګيالي وايي له امريکايي ځواکونو سره  دصفريو په نوم قطعې قومندان محمد منصف له دوى سره له اوږدې اړيکې وروسته خپله دنده پرېښې او له امريکايي وسلو، مهماتو، د شپې پرمهال دليدنې عينکواونورو جنګي وسايلو ډک ټانک يې په کونړ کې د حزب اسلامي جنګياليو ته سپارلى او په خپله هم له دغه ډلې سره يو ځاى شوى .

  د کونړځايي چارواکي وايي امريکايي ځواکونه قهر وړي دي او ګواښ کوي، که يې توکې د جرګې له لارې ورته ونه سپارل شي، خورا درانه عمليات به وکړي.

  د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يوه وياند هارون زرغون له يوه نا څرګنده ځايه ملي باور ته دټيليفون په کرښه وويل دامريکايي ځواکونو د قوماندې په اډانه کې دصفر يو هغه قطعه چې د شپې په چاپو وهلو او نورو عملياتو کې برخه اخلي، قومندان يې محمد منصف چې له دوى سره يې له ډېرې مودې راهيسې اړيکې درلودې؛ د وسلو او مهماتو يو ډک ټانک له امريکايي پوځې مرکزه ويستلى او د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې يې دحزب اسلامي جنګياليو ته سپارلى دى. زرغون وايي پنځلس امريکايي ماشينګڼې ، لس تفنګچې، دشپې کاريدونکې عينکې او دعملياتو پروخت دامريکايي ځواکونو دتکنالوژۍ نوروسايل په دغه ټانک کې وړل شوي دى.

انجنير زرغون وويل امريکايي ځواکونو وروسته له هغې چې ډېرقومي خلک يې دجرګو په بڼه د دوى جنګياليو ته لېږلي او غوښتنه يې دا وه چې د پيسو په بدل کې دغه وسايل بيرته ور وسپاري، خو کله چې حزب اسلامي دغه غوښتنې ونه منلې، اوس قهر وړي امريکايي ځواکونه په دغه سيمه کې دپراخو عملياتو لپاره تابيا نيسي.

  د حزب دجنګياليو دغه وياند وايي جنګيالي په کونړکې له امريکايي بريدونوسره د مقابلې لپاره چمتو کړي دي او که امريکايان هرډول بريد وکړي، نو دوى به يې ځواب ووايي.

    کونړ والي شجاع الملک جلاله خان ملي باور ته وويل د سيمې قومي مشرانو ته يې دنده سپارلې چې د حزب اسلامي له مشرانو سره د موضوع په تړاو خبرې وکړي، څو دغلته د پيښيدونکې احتمالي جګړې مخه ونيول شي .

  د کونړ يوه امنيتي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې دحزب اسلامي جنګياليو ته ورغلې جرګه مار بينوا را ستانه شوي او امريکايي ځواکونه اوس غواړي درانه عمليات د شيګل په دره کې وکړي .

  که څه هم دافغان پوځ د سرتيرو يوځاى کيدل دمخاليفوجنګياليو له ليکو سره ډير ليدل شوي خو له دامريکايي اسختباراتو په قومانده کې ددغه ځانګړي ځواک له منځه دا ډول پيښه کمسارې ګڼل کيږي .

   له دې وړاندې د کونړ په غازي اباد کې يوه افغان پوځي محمود د خپل ټوپک خوله امريکايي ځواکونو ته وګرځوله او د څوتنو له مرګ ژوبلې وروسته نوموړى په سيمه کې د وسله والو طالبان ليکو ته ورغى، په ورته يوه بله پيښه کې د کونړ په سرکاڼو کې يو افغان پوځي افسر خپل ملګري ووژل او وسله والو ته واوښت خو هغه مهال دولت او بهرنيو ځواکونو دغه پيښې ډيرې جدې نه ګڼلې .

  خو دا اوس د امريکايي پوځ دټيکنالوژۍ تښتول بهرني پوځونه په غوسه کړي دي .

  وېره داده،چې که دغلته عمليات او جګړه وشي دتېر په څېر به بيا ډېرى ولسي وګړي د بهرنيو ځواکونو د بم غورځونکو الوتکو نښه وګرځي .

سيدعبدالله نظامي

15 thoughts on “باور ورځپاڼه :امريکايي وسلې حزب اسلامي ته ورسېدې”
  1. ماشاءالله دحرب اسلامی داکارنامه به په تاریخ کی لیکل کیږی الله دی دافغانستان په هر کوډکوډکښی دحزب اسلامی شین بیرغ رپاندزموږ په افغان مظلوم ولس ووی نی
    آمین

  2. دا د جنګ لپاره دسیسه ده چې حزب اسلامې او امریکا یی په ګډه پیل کوي

    امریکایان د حزب اسلامې څخه د ګډوډی لپاره کار اخلي دا وسلې امریکایانو پخپله ورلیږلی چې د جنګ لپاره میدان برابر کړي

    او حزب اسلامي دا رنګه ادعاګانې چې امریکایانو سره جګ ته چمتو دي دا سابتوي چې چې جنګ پیلول غواړي او ددې جنګ مسول او د ملکي مرګ ژوبلې اولین مسول به حزب اسلامي وي

  3. الحمد لله ثم الحمد لله. داسې کار کله هم نه دی شوی، په دې دولس کلن جهاد کې چې امريکايان د يوې خبرې لپاره زارې کوي او مجاهدين يې هيڅ پروا هم نه ساتي. الله دې منصب خان ژوندی لري. دده پر مور او پلار افرين شه. زنده باد حزب اسلامي

  4. امریکایان باید د یوی سپږی لپاره پوستین په اور وانه چوی، زموږ مطلب دا دی چی د وسایلو لپاره دوی باید ملکی خلک ونه وژنی او په سیمه کی جګړه ونه کړی او که امریکایان دا کار کوی نو باید د کنړ ولس د حزب په خوا کی ودریږی او د امریکایانو په ضد د خپل ، هیواد او ولس څخه په کلکه دفاع وکړی.دا هم امکان لری چی دا کار امریکایانو قصدآ کړی وی تر څو یو پراخی جګړی ته شرایط برابر کړی.

  5. خدای دی وہ کڑی چی دی پورہ مقوامت وہ کڑی ٹول وسایل دسرپہ بیہ وہ ساتی اوخپل زان نکی بدنام

  6. ماشاالله
    د ډېرو دردېدلو خبرونو تر څنګ مو دا دی د ننګونو او غیرتونو د حزب په روان جهاد کې بله لویه کارنامه ولیدله، له نورو هدفمندو افغان سرتېرو هم د دا ډول هدفمندو کارونو هیله لرو، کوشش وکړئ خپل ماضي جبران کړئ او د ولس پاکې او ارامې غیږې ته راشئ

  7. یره عجیبه افغانان دي. ډېر پرې وشول، پرې کېږي او پرې به وشي خو دوی به پوه نه شي. تاسو حزب ته د ښځې طلاق واچوئ چې د دې ګوند له شروع څخه تر دا اوسه حزب د امریکایانو له وسلو څخه بله وسله استعمال کړې چې اوس په دې خبره دومره غویمه جوړه ده؟ حزب او جمعیت او بل، او بل دا ټول خره او سپي څه د روسانو څاروي ول او څه د امریکایانو. سر پرې مه خوږوئ کومه نوې خبره نه ده. غم د دې کوئ چې وطن مو تباه او برباد شو. مونږ تباه او برباد شو. وطن زمونږ او د جوړېدو او نه جوړېدو فیصلې یې په پنجاب کې کېږي. الله دې له ګلبدین نه شروع تر ملاخره پورې ټول اول په دې دنیا وشرموي او بیا دې یې د جهنم تر ټولو بده کنده نصیب کړي.

  8. تاند ته سلامونه، زما تبصره کی خو کنځل نشته تاسو هغه ولی بنده کړی ده؟ هیله په لیکه یی کړی.

  9. تاند ته سلامونه
    د تاند برخورد لکه د نن ټکی پّ شان اذاد او بی پلوه نه ښکاریژی زما پّ لینکه کښی هیڅ وخت شکنځل نه وی لکه پورته
    فدا جان چه مهربانی کړی ده او خپل انسانیت او علمیت او پوهه یی په اثبات رسولی ده په هر حال هره ورڅ یو حقیقی نظر لیکم
    ولی همداسی غایب شی
    عجبه ده

    شاید د اشرف غنی د کمپاین لپاره اختصاص شوی پاڼه وی

    1. مسافر صاحب
      تاسو مخکې هم ورته شکایت کړی و خو چې تبصرې مو پسې ولټولې ستاسو ناخپره شوې تبصره مو ونه موندله. متاسفانه له کراچۍ څخه پر تاند بیا بیا حملې کېږي. ډېر ځلي سپم او ویروس رالېږي او کله ناکله په سپم کې، چې ډېر یې په تبصرو کې راستول کېږي سمې تبصرې هم ضایع شي.
      البته په دې کې هم شک نشته چې تاند بې شمېره تبصرې په دې خاطر هم نه خپروي چې یا یې د لیکوال سپکاوی کړی وي یا یې د یوه قوم یا ژبې.
      ډېر واري مو نیت کړی چې د تبصره لیکونکو ته یو لارښود خپور کړو ځکه ډېر کسان د دې پر ځای چې د یو چا له نظر سره محترمانه اختلاف ښکاره کړي د هغه پر شخصیت حملې کوي.
      حتي پر لیکوالو د کفر او ارتداد ټاپې لګوي. حال دا چې په بل چا د کفر ټاپه لګول، ټاپه لګوونکی کفر ته بېولی شي. او ډېر ځلي همدا کسان، چې د کفر ټاپې لګوي وروسته له دې چې تبصره یې خپره نه کړو، سپکې سپورې راته لیکي.
      له دې داسي معلومېږي د هغو کسانو، چې په نورو د کفر او الحاد ټاپې لګوي، خپل ایمان کمزوری دی کنې د داسي تور په عواقبو به یې باور و او له احتیاطه به یې کار اخیست. له بلې خوا د دوی سپکې سپورې ښيي چې د کومې سویې خلک دي.
      مسافر صاحب ستاسو ګیلې ته د ځواب په پلمه مو خپلې خبرې نورو کسانو ته ورسولې، هیله ده چې څه نا څه اغېز ولري.
      تاند

  10. دتاندملگروستاسی ویب سایت هم دفداجان غوندی باادبه اودتهذیب ورکسانوده دداسی تبصری په خپرولوکی تاسی برابرشریک یاست مهربانی وکی ددین عالمانوته شکنزل مه کوی موژمسلمانان یو ددین په عالمانوموخوابدیژی تاسی اوفداجان که له علماوسره مشکل لری ستاسی خپله شخصی عقیده له زان سره ئ وساتی

    1. ښکنځلې که هر چا ته وي د ادب او تهذیب خلاف کار دی. له لوستونکو د تاند هیله او ارزو دا ده چې بد ترین دښمن ته مو هم سپکې مه وایاست. څوک چې سپکې وايي اصلاً منطق نه لري. عموماً سپکې سپورې بې منطقه کسان وايي. متاسفانه هغوی چې ځان په ملایانو زیات ورګډوي او دهمدې طبقې زیاته دفاع کوي تر ټولو زیاتې سپکې لیکي. تر ټولو پوچې خبرې هغه کسان لیکي چې ظاهراً د طالب او ملا دفاع کوي.

  11. شک لرم چې ګران منف به امریکایانو اسلامې ګوند ته ور استولې وي، ځکه ډیری لږ سلاوي یې ور وړی دی په داسی حال کې چې دی ډیر ستر قومندان و.

  12. Gulbadeen is very old and strategic partner of USA when he was fighting against shaheed dawood khan . Their no doubt gulbadeen fully CIA , isi agent and his ideology is anti PASHTOONS

ځواب ورکول عباد الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *