په ځان ګواهي به دولت راويښ کړي؟

دشمال ټلوالې پخواني قومندانان، چې اوس د سياسي ډګر مخکښ لوبغاړي شمېرل کېږي، ځانونه په افغانستان کې دنظام جوړونې او ولسواکۍ بنسټ ايښودونکي ګڼي

له همدې امله په دولت کې ډېره برخه څوکۍ همدوى ته ورکړل شوې.

د دغو سياستوالو په اړه شننه داده، چې هريو يې دبيلابيلو بهرنيو استخباراتو سره پخې اړيکي لري او دهغوى په پلانونو پرمخ ځي، خو دغه خبره هله له ثبوت سره مخ شوه، چې په خپل منځي کړکيچ کې يې ځينې رازونه بربنډ شو.

په تېروڅو کلونو کې دغو ډلو په دولت کې د پام وړ رول درلود او کله چې کوم يو يې له حکومتي اډانې ايسته شوى د دولت داپوزيسيون په توګه يې نيوکې دا وې، چې دولت له فساد او نا انډوله سياستونو ښکار دى، شنونکي وايي دوى هر يوه هڅه کوله چې که له هرې لارې وي له بهرنيانو امتيازات راخپل کړي، دغه ډلې که په دولت کې دننه او يابهر وې،  ډېر کله په خپلو کې راټول او يو ليدل کېده او لامل يې دا و چې دوى يوه اړخ له دولتي چوکاټه په استفاده  او بل يې داپوزيسيون په نوم ځانونه مطرح ساتل .

  خو خبرې هله درسوايي تر ډګره ورسيدې، چې د دغه ډلې غړي د ټاکنو په درشل کې دامتيازاتو پرسر وران شول.  که څه هم يو شمېر يې لاهم په دې هڅه کې دي چې د بېلوالي پرځاى ټول راغونډ وساتي، د دې لپاره چې ګډې ګټې يې زيان ونه ويني، خود شنونکو له خولې ده، چې  اوس نو دټاکنيزو امتيازاتو هوس دومره زورور دى، چې د محمدمحقق او امرالله صالح له ژبو خورا ريښتينې کيسې دخلکو غوږونو ته ورسولې.

محمد محقيق ويلي:(( که هر څومره مو دبهرنيانو په مجلسونو کې احمدضياء مسعود مطرح کاوه خو هغوى، ته يې چندان خوند نه ورکاوه، نو له يوه داسې چاسره چې هېڅ بهرنى ملاتړ ونه لري څنګه ډلګري وکړم، هغه ته خو يواځې يو تاجک امرالله صالح ورپاتې دى چې هيڅ ټولنيز نفوذ نه لري، يواځې په تور لګولو کې تکړه دى.))

دښاغلي محقق په ځواب کې امرالله صالح ليکلي((

استاد محقيقه ! زه خو نه هم تقلبي استاد يم او نه هم داسې څوک يم چې دټلويزيون دانټن پيسې يې ديوه هېواد استخبارات ورکوي او د کارکونکو معاش يې دبل هېواد استخبارت ورکوي، زه خو مخکې له دې چې يو پلان عملي کړم د درېيو هېوادونو سفرونه نه کوم او نه هم خپل ډله ګري د سلا لپاره په سفارتونو او دبهرنيو استخباراتو په ميلمستونونو کې راټولوم، زه هر څه په کابل کې کوم ياد دې شي، چې ما د ايران په اړه يوه ليکنه کړې وه او تا راته په يوه مجلس کې وويل، چې وروره ! په هغو پسې مه نښله، چې موږ ته ډوډۍ اوبه او د جيب خرڅ راکوي.))

دروان سياست د دغو دوو مخکښو څېرو له غوسې راوتلې ريښتونې خبرې له خلکو سره هغه شته پوښتنې ځواب کړې، چې د دوى د کړنو په اړوند يې درلودې.

  د نظر خاوند محمد ادريس غروال وايي پخوا هم خلک په دې پوهېده چې دا ډلې د بهرنيو استخباراتو په مټ زيږيدلي، ځوانې شوې او پرمخ ځي خو دا تمه هم وه، چې يوه ورځ به دغه حقايق ميدان ته راووځي او ښه داده چې په خپله دهمدوى له خولې له دغو رازونو پرده پورته کېږي .

د ملي امنيت يو پخوانى مامور سيدرحمن بې کور وايي له دې خبرو وروسته دولت ته هم د پوښتنې نښه مخې ته کېږي، چې ولې له دغو اشخاصو سپيناوى نه پوښتل کېږي د نوموړي په خبره که دغه خبرې په سمه توګه سپينې شي، د دولت مسوليت دى چې دا هر يو بهرنيو هېوادونو ته دجاسوسۍ په تور محاکمه شي.

په ټوله کې پر افغان دولت نيوکه داده چې د خپل هيواد دملي امنيت د ټينګښت اوساتنې په برخه کې پاتې راغلى داسې، چې د بهرنيو هېوادونو داستخباراتي نفوذ په مخنيوي کې يې خپل مسوليت سرته نه دى رسولى .

10 thoughts on “باور ورځپاڼه : دمحقيق رسوايي”
  1. د باور ورځپاڼې دې هم بېخ ونه وځي. په دغو جاسوسانو کې ډېر مال دی، پرېښي به مو وای چې یو بل یې څنډلي وای چې څومره مال ترې رالوېږي، د جاسوسۍ مال.

  2. دا خو پخوا نه معلومیده چی دوی دچا جاسوسان دی اود افغانستان دبرادی لپاره کار کوی
    او دافغانستان کلتور یئ ټول خراب کړه

  3. Dear All
    From this report and there communication, we know who is the original Afghan and from Afghanistan, all we know and must know, that is Pashtoon
    V/r
    Gul Ahmad

  4. محقق خو ټولو هیوادوالو ته معلوم دی چی د ایران د قم مدرسی پخوانی زده کوونکی او هلته د ایران د جاسوسی اداری له خوا جذب شوی او تر نن پوری خپل اصلی بادار ته وفادار پاته شوی دی، خو دا جاسوس هم لکه هغه بل یو چی خپلو ملګرو وواژه ، څو مخونه لری. محقق له پاکستان سره هم د خپل معاون له لاری چی هغه بیا د کوټی اوسیدونکی او د وحدت اسلامی ګوند مرستیال هم دی او څوموده وړاندی د هیواد امنیتی ځواکونو لاس په لستوڼی او له اسنادو سره يوځای نیولی و، جذب شویدی. دا ننی پردی پاله جاسوسان له یوی خوا څو بعدی مخونه لری او هری خواته فعال دی لکه چی خپله یی هم اعتراف کړیدی او د نورو ملاتړ ورسره ملګری دی، او له بلی خوا د دولت په لوړو ارګانونو کی ډیر زړه ور او قدرتمند کسان لری چی په آن واحد کی د دولت ټول راز کشف او خپلو بادارانو ته یی وړاندی کوی او د ضرورت په وخت کی یو بل ښه حمایت کولی هم شی، لکه علی یاسا خپل معاون یی په یو دو ساعتونو کی د ملی امنیت له ارګانو نه را خوشی کړ.
    زمونږ ملت باید دوی ښه وپيژنی او د هغوی په تبلیغاتو تیر نه وځی.
    زما مشوره ښاغلی دوکتور عبدالله ته داده چی له داسی مختورو او جاسوسانو ځان لری وساتی که نه نو ده ده به هم لکه د کرزی په شان ورځ ورترخه کړی اوبیا به پښیمانی سود نه لری.

  5. دوی او ددوې پرشان دا نور ملی خاینین باید د جزا قانون د ۱۹۳ او ۱۹۴ مادی او ددې فصل چی د دولت د باندنی امنیت پرضد جرمونو په اړه دی مجازات شی. او د داخلی او باندنی امنیت پرضد قانون دی پری تطبیق شی

  6. دلوی خدای ډیر شکر دی چی حالات یی داسی راوستل چی د داسی خلکو اصلی بڼه څرګنده شوه، داوطن واقعا دالله په کمک او مرسته ساتل شوی، کنه دولت خوددی وړتیا نه درلوده چی ددوی اصلی څیری افشا کړی، حتی دوی په غټوِدولتی موقفونو کار کوی او یا یی اوس هم کوی.اوس دی دولت داجرَت او قوی اراده وکړی چی دوی د بهرنیو د جاسوسانو په تور محاکمه کړی،نه دا چی بیا یی د کوم غیر مشروع مصلحت په اساس په دنده وګماری ، یا نور امتیازات ورته ورکړی

ځواب ورکول افغان منم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *