په ختيځ ولايت کونړ کې دامريکا دبې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې دوسله والو سلفي طالبانو تر نورو مشر قومندان حاجي دوران ساپى په نښه شوى دکونړ دماڼوګي ولسوال ګل مرجان باور ورځپاڼې ته وويل قومندان دوران دماڼوګي ولسوالۍ په کلايګل دره کې له خپلو درې ملګرو سره دامريکا بې پيلوټه الوتکې په نښه کړى او وژلى دى .

په نوموړي درې کاله وړاندې هم امريکايي ځواکونو هوايي بريد کړى و چې يوه ميرمن او دوه زامن يې پکې وژل شوي و هغه مهال نوموړى ټپي و

قومندان دوران دشوروي پرخلاف دافغان مجاهيدينو يو ياد سيمه يز قومندان و چې وروسته دطالبانو پرخلاف هم جنګيده کله چې امريکا په افغانستان پوځي بريد وکړ څه موده وروسته نوموړى دهغه لږ شمير قومندانانو په ډله کې و چې وسله وال مقاومت يې پيل کړ هغه دکونړ،نورستان او بدخشان په ولايتو نو کې فعال و او تر ډيره امريکايي پوځيانو ته مطلوب جنګيالى مشر و

دوران ساپي په لومړيو کې دسلفيانو په نوم خپلواک فعاليت کاوه خو وروسته يې له وسله والو طالبانو سره ملګرتيا وکړه او دهغوئ سره يې ګډه جګړه کوله

له نورو سره د دوران توپير دا و چې ډير تند لارى نه و او دشخړو پروخت يې له قومي خلکو سره ډيرې اړيکې ساتلې

که څه هم د قومندان دوران وژل کيده د ده دډلې لپاره يو دروند ګزار دى خو ښايي دهغه زلمى ځوي خالد چې له خپل پلار سره يې له ماشومتوبه په جګړو کې برخه اخستې   دپلار ځاى ناستى شي خو خالد دخپل پلار په څيرمنځ لارى جنګيالى نه دى .

په تيرو څو ورځو کې دامريکا بې پيلوټه الوتکو ډيرشمير وسله وال په نښه کړي.

سيدعبدالله نظامي ـــــــــ

5 thoughts on “باور ورځپاڼه :دوسله والو سلفي طالبانو تر ټولو مشر قومندان ووژل شو”
  1. انا لله وان اله راجعون تقبل الله شهادة الشيخ ورزق مكان فى جنت الفردوس الأعلى ان هو جنان وجعلنا متبعين طريق الجهاد وشهادة أمين ،،،،،،،،،،،،،،يا رب المستضعفين،

  2. دلته مری که هلته مری یوافغان دی خوپه خپله پوهه کی ناکام دی.
    داسلام اوپښتو قانون په مړی پسی بد الفاض نه استعمالوی، حکومت اوطالیب یوافغان دی اویوانسان دی.
    الله تعالا دیی زمونږ دټولوافغانانو مړی وبښی.
    مونږافغانان چه چا په جنګ کړی یاستو خدایه په هغو دګټو باران وکړی.
    دخدای په امان
    م. افغان

ځواب ورکول ابو خالد بونيرى ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *