ايران او پاکستان د کابل لپاره څو رنګه نقابونه لري؟

 دافغانستان لپاره دايرن او پاکستان ديپلوماتان دخپلو ماموريتونو پرمهال داسې دندې پرمخ وړي، چې کټ مټ استخباراتي بڼه لري، له ځانګړو کړيو سره اړيکې پالي او دحکومت له اپوزيسيون او مخالفو ډلو سره د خواخوږۍ په نيت راشه درشه کوي.

  د ډيپلوماټيکو حقوقو له اړخه دغه چاره يوه څرګنده لاس وهنه ده، چې يو ډيپلو ماټ يې په يو بل هېواد کې کوي،  په افغانستان کې د ګڼو هېوادونوسياسي استازي همدا ډول کړنې کوي، خو پاکستان او ايران په دغه برخه کې تر نورو مخکښان دي

 ويل کېږي چې ايراني او پاکستاني سفارتونه ځينې ځانګړې ډلې دخپلو هدفي ملګرتياوو په کتار کې حسابوي او ان کله ناکله مشورې او وړانديزونه هم سره تبادله کوي.

   ايراني ديپلوماټان له شيعيه مذهبو افغانانو او لږکيو قومونو سره دغه تار نيولى او پاکستاني هغه بيا له پخوانيو او اوسنيو يو شمير جګړه مارو ډلو او قومندانانو سره انډيوالي پالي؛ خو په دې وروستيو کې داسې بيلګې هم رامخې ته شوي چې دافغانستان لپاره د ايران او پاکستان ډيپلوماټان دخپل ماموريت  له پاى ته رسېدو وروسته په نورو څارګرو دندو ګومارل کېږي.

 له دې ډلې يې يو دافغانستان لپاره داسلام اباد پخوانى سياسي استازى رستم شاه مومند دى، نوموړى دشوروي پرخلاف دافغان مجاهدينو دجهاد پر مهال  په پاکستان کې د افغان کډوالو کميشنر او وروسته  څو وارې په کابل کې د اسلام اباد سفير پاتې شوى، چې وروستۍ هغه يې په کابل کې دپاکستان داوسني سفير ښاغلي صادق خان څخه وړاندې وه .

 رستم شاه مومند له ډيپلوماټيک ماموريت وروسته اوس په خپل هېواد کې دافغانستان دچارو په اړوند په يوه نوي دندې ګومارل شوى. اوس داسې ښکاري چې ډېرځله په رسنيو کې دافغانستان د حالاتو په اړوند د خپل فکر پر بنسټ مقالې او تحليلونه خپروي، چې دغه څه دافغانانو غبرګونونه راپورته کړي او ډېر يې دا ګڼي چې دنورو په څېر دغه پاکستانى سياستوال هم دافغانستان په چارو کې بربنډه لاس وهنه کوي.

 د رستم شاه مومند وروستۍ ليکنه په مشهوره پاکستانۍ انلاين ورځپاڼه ايکسپريس ټريبيون کې خپره شوي، چې دافغان ملي ځواکونو په تړاو په کې يو لړ څرګندونې شوې.

 نوموړي ليکلې چې”وسله وال جنګيالي دافغانستان ملي ځواک دى او شته بنسټونه کومه ملي رېښه نه لري . که څه هم په افغان امنيتي بنسټونو په کور دننه هم نيوکې کېږي، خو د يو بهرني او رسمي ديپلومات له خولې دا ډول څرګندونې د ناوړه موخو او په هېواد کې دپاکستاني سياستوالو د لاس وهنو ناوړه تکرار ګڼل کېږي. حقوق پوهان وايي، چې  که ديوه هېواد ډيپلوماټان له دندې لرې هم شي، نو څرګندونې يې دبل هېواد پر وړاندې دهمغه هېواد دريځ څرګندوي.

شنونکي افغان دولت ته دپړې ګوته نيسي، چې په کوردننه ديوې غښتلې پاليسۍ نشتوالي د دا ډول لاس وهنو لاره پرانېستې ده.

 افغان مخکښ ژورناليست ولي الله شاهين وايي افغان دولت په لوى لاس بهرنيانو ته د مداخلي وخت ورکړى، که چېرې افغان دولت له ګاونډيو او نورو بهرنيانو دخپل هېواد په وړاندې دمغرضانه څرګندونو په اړه جدي پوښتنه کړى وى، دې حالت دوام نه کاوه. د شاهين په خبره په افغان دولت کې داسې کسان شته چې د همدغو هېوادونو دګټو پالونکي دي او بهرنيا ډېر کله د خواخوږۍ په پلمه دافغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي، نوموړى وايي ايران او پاکستان دکابل لپاره ډول ډول نقابونه لري خو افغان چارواکي يې ورته په يو رنګ ګوري

دپاکستان دلومړي وزير دملي امنيت سلاکار په خپلو وروستيو څرګندونو کې په ډاګه ويلي و، چې هېواد ېې نه غواړي له ٢٠١٤  ز کال وروسته په افغانستان کې لاس وهنه وکړي، خو افغان دولت يې په ځواب کې چوپ پاتې شو.

 يو شمېر شنونکو دا د پاکستان د مداخلو اعتراف ګڼلى او غوښتنه کوي، چې پاکستان دې له افغانانو دخپل جرم بخښنه وغواړي، هغه چې دوى  پرې قانع دي

خو ځينې نوربيا دا دخوش باورۍ يو پوچ سياست ګڼي او وايي، چې پاکستان غواړي افغانانو ته د بهرنيانو د وتلو پروخت ځان تر نورو نژدې  وښيي، چې افغانان بايد دې دريځ ته خوش باوره ونه اوسي.

دمشرانو جرګې غړى حافظ عبدالقيوم وايي،  په دې سره پاکستان غواړي افغانان له  شته فرصتونه په څنډه وساتي. نوموړى استدالال کوي، چې کله هم پاکستان په خپلو ژمنو کې ريښتنى نه دى پاتې شوى، دهغه له خولې ده، چې په يوه سفر کې پاکستاني ولسمشر افغان ولسمشر ته ويلي و، چې له خپل پوځ او استخباراتو نا خوښه دى او هغوى د ده مېرمن ووژله، خو د اصف علي زرداري په دوره کې له افغانستان سره دريښتنې همکارۍ کوم څرک ونه لګېده او مالومه دا شوه، چې له حامد کرزي سره يې دغه خبرې يوازې غولونکې او تمثيلي وې.

د ډېرو نظر دادى،  چې افغانستان بايد د بهرنيانو د لاس وهنې دمخنيوي  لپاره دحل لارو په فکر کې شي او يوه اغېزناکه پاليسي دې رامنځ ته کړي.

One thought on “باور ورځپاڼه: د رستم شاه مومند نوى ماموريت”
  1. رستم شاه موند به هر وخت د ابو عبدالرحمن چه اصلی نوم یی احمد سعید خضر دی په دفترکی ناست و. رستم شاه مومند د آی اس آی یو برجسته غړی دی چه د جهاد په وخت کی یی نه تنها زمونږ مجاهدینو سره تعلقات لرل بلکه د عربو سره یی هم ډیر ځان نژدی ساتلی وو

ځواب ورکول روغ لیوني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *