نواز شريف له خپل سفر څه موخې لري؟
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف له کابل څخه د يوې رسمي ليدنې په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو پرمهال يو ځل بيا د خپل هېواد په هغه تکراري ژمنه ټينګار وکړ، چې هیواد یې حاضر دی.څو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په بهیر کې له افغانانو سره مرسته وکړي ، ده وویل، څنګه چې علامه اقبال ویلي وو، افغانستان د اسیا زړه بولي او د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم ګڼي. د نواز شريف دا سفر د افغان لوري له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو او ولسمشر کرزى تمه لري، چې د پاکستاني لومړي وزير دا سفر به د افغانستان حساساتو حالاتو او امنيتي خراب وضعيت ته په پام سره ، د پاکستان کړو ژمنه ته دعمل جامه ور واغوندي او د ٢٠١٤ کال نه وروسته به دغه هېواد د افغانستان امنيت رښتيا هم د پاکستان او سيمې لپاره مهم وګڼي.
هغه په دې اړه وويل: پاکستان له افغانستان سره د ورورګلوۍ په فضا کې اړیکې غواړي، یوه سوله ایز افغانستان د پاکستان په ګډه ده، ۲۰۱۴ کال به له یو لړ ننګونو سره مخ وي، خو هیله لرو چې امنیتي لیږد په ښه توګه ترسره شي، زه ژمنه ورکوم چې د ګډو موخو یاني د سولې او ګډ ژوند لپاره به کوښښ کوو.
د پاکستان د لومړي وزير سفر کابل ته په داسې مهال ترسره کېږي، چې د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ د امنيتي تړون د لاسليک په اړه سياسي ناندرۍ لاهم روانې دي او امريکا لا هم ددې تړون د زر تر زره لاسليک غوښتونکې ده، خو ولسمشر حامد کرزى په خپلو درې ګونو شرطونو ټينګار کوي. شننونکي په دې اند دي، چې ممکن نواز شريف په دې اړه له کرزي سره خبرې وکړي او له امريکا سره خپلو نږدې اړيکو ته په پام سره هغه د امريکا خوښې ته را وبولي او د امنيتي سند لاسليک ته يې وهڅوي.
نوازشریف د افغانستان او متحده ايالاتو ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا کار د افغانستان کورنۍ موضوع وبلله او زياته يې کړه:(( افغانستان یو خپلواک هیواد دی او د حاکمیت خاوند دی او دا د افغانستان حکومت پورې اړه لري، چې امریکا سره د امنیتي تړون په اړه پریکړه وکړي، زمونږ ګټه د افغانستان ګټه ده او د وروګلوۍ فضا کې ژوند زمونږ هیله ده او مونږ د دوی پریکړو ته درناوى لرو او کرزی د دوی مشر دی.))
تېره اونۍ د افغانستان د سولې عالي شورا يوه پلاوي داسې مهال پاکستان ته سفر وکړ، چې په کابل کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند په اړه رابلل شوې لويه مشورتي جرګه روانه وه. پاکستاني لومړي وزیر هم د ملابرادر په اړ وويل، چې ملابرادر خوشې شوی او دوی موافقه کړې چې د یوه مکانیزم په کارولو له برادر سره د سولې خبرې دوام ولري، ترڅو یوې پایلې ته ورسیږي.
شننونکى او ليکوال ډاکتر ايمل ستانکزى د پاکستان لومړي وزير دې سفر ته ډېر خوشبينه نه دى، هغه په دې اړه ملي باور ته وويل:(( دا ډول سفرونه نمايشي بڼه لري، سره ددې چې وار له مخه د نواز شريف د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز هم کابل ته راغلى و، خو اړيکو هېڅ بدلون ونه موند، پاکستان هغه څه کوي، چې امريکا يې غواړي.))
د يادونې وړ ده، چې له نوازشریف سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی مرستیال طارق فاطمي، د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال جلیل عباس جیلاني او ګڼ نور پاکستاني حکومتي چارواکي ملګري دي، چې د دواړو هېوادونو او سيمې د سولې ثبات تر څنګ به له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په موضوع هم خبرې وکړي.
د لیکنی په سر کی یوه بېځایه پوښتنه لیکل سوې ده (نوازشریف له خپل سفر څخه موخی لری؟) بېڅایه پوښتنه ځکه ده چی جواب یې په لیکنه کی نه دی ورکړل سوئ ځکه دا لیکنه تحلیلی نه ده او تش خبر دی. پوښتنی باید هغه وخت وکول شی لیکونکی یی جواب لری